Homeخبرونهغني: طالبان دې د سولې رامنځ ته شوی فرصت له لاسه نه...

غني: طالبان دې د سولې رامنځ ته شوی فرصت له لاسه نه ورکوي

تاند(دوشنبه، د میزان ۲۸) ولسمشر غني یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې له جګړو لاس واخلي او د سولې لپاره رامنځ ته شوی فرصت دې نه ضایع کوي.

ولسمشر غني تېره ورځ د امنیت شورا په غونډه کې د خبرو پر مهال په غور او نورو ولایتونو کې د طالبانو بریدونه غندلي دي او په خبره یې د بې ګنا افغانانو وژل نه بښل کېدونکی بشري جنایت دی.

نوموړي یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی دی چې له جګړو لاس په سر شي او د جګړو پر ځای مذاکراتو ته ادامه ورکړي.

هغه د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکون ته هم سپارښتنه کړې ده چې خپل اقدامات لا ډېر کړي او د خپلو خلکو د ساتلو لپاره تیار اوسي.

په غونډه کې په هېواد کې پر روان وضعیت او همدا راز دفاعي اقداماتو هم بحثونه شوي دي.

https://taand.net/%d8%ae%d9%84%db%8c%d9%84%d8%b2%d8%a7%d8%af-%d8%af-%d8%a7%d9%85%d8%aa%db%8c%d8%a7%d8%b2-%d8%a7%d8%ae%db%8c%d8%b3%d8%aa%d9%88-%d9%84%d9%be%d8%a7%d8%b1%d9%87-%d8%af-%d8%ac%da%ab%da%93%db%90-%da%89%db%90/

په ورته وخت کې زلمي خلیلزاد هم له طالبانو د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه کړې ده او ویلې یې دي چې طالبان دې د امتیاز اخیستو لپاره د جګړې ډیرولو باندې د سولې بهیر بې باوره کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...