Homeخبرونهایران: د سوله ییز افغانستان ملاتړ کوو

ایران: د سوله ییز افغانستان ملاتړ کوو

تاند(دوشنبه، د میزان ۲۸) ایران وایي له خپلواک افغانستان او ددغه هېواد د سولې د بهیر هر اړخیز ملاتړ کوي.

د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف د ملي مصالحې عالي شورا له مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره کتلي دي.

دواړو لورو په افغانستان کې په پر روان وضعیت او د سولې پر پروسې بحثونه کړي دي.

د ایران د پارلمان رییس ویلي چې دواړه هېوادونه په خپلو کې ژورې تاریخي اړیکې لري او ایران د افغانستان تر څنګ ولاړ دی.

د هغه په خبره دوی په افغانستان کې له اوسني حکومت، خپلواکۍ او د سولې له بهیر هر اړخیز ملاتړ کوي او هڅه کوي له افغانستان سره یې اړیکې لا پیاوړې او پراخې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری» اثر ته کتنه

زمری محقق د کتاب پېژندنې لړۍ: ( ۳۵ ) د ښاغلی جهاني صاحب دغه اثر (کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری) می څو ورځی...