دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونهامریکایي ځواکونه: د طالبانو په سرغړونه به زموږ هوایي بریدونه هم دوام...

امریکایي ځواکونه: د طالبانو په سرغړونه به زموږ هوایي بریدونه هم دوام ولري

تاند(دوشنبه، د میزان ۲۸) امریکایي ځواکونه وایي پر طالبانو به یې هوايي بریدونه دوام کوي.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند سوني لګیت په تازه څرګندونو کې ویلي دي چې دوی د دوحې له هوکړې سرغړونه نه ده کړې بلکې طالبانو په فراه او هلمند کې پر افغان ځواکونو بریدونه کړي چې دوی یې دفاع ته ورغلي دي.

د لګېت په خبره د طالبانو پر وړاندې به د امریکایي ځواکونو دغه ډول هوایي بریدونه دوام کوي.

هغه وایي ټولې دنیا ولیده چې طالبانو په هلمند کې خونړي بریدونه وکړل، زرګونه کسان یې بې کوره کړل او لسګونه کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

د هغه په خبره له همدې امله امریکایي ځواکونه د افغان پوځ ملاتړ ته ورغلي دي او دغه ډول ملاتړ به د دوحې د هوکړې او ګډې اعلامیې پر بنسټ دوام کوي.

تر دې وړاندې طالبانو ویلي وو چې امریکایي ځواکونو د هوایي بریدونو په ترسره کولو سره د دوحې هوکړه نقض کړې ده.

https://taand.net/%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86-%d8%af-%d8%af%d9%88%db%8c-%d8%a7%d9%88-%d8%a7%d9%85%d8%b1%db%8c%da%a9%d8%a7-%d8%aa%d8%b1-%d9%85%d9%86%da%81-%d9%84%d9%87-%d8%b4%d9%88%db%90-%d9%87%d9%88%da%a9/

په ورته مهال کې طالبانو ویلې وه چې امریکا د دوحې هوکړې ته ژمنه نه ده.

یادې ډلې د یوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې امریکايي ځواکونو په هلمند کې د هوايي بریدونو په ترسره کولو د دوحې له تړون څخه سرغړونه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب