یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeادبهنر د فن په پیاله کې | شفیع الله حقیار

هنر د فن په پیاله کې | شفیع الله حقیار

د فرهنګونو ترمنځ د وصل کړۍ”ژبه” بلل کیږي. لکه څنګه چې په ټاکلې جغرافیه کې انسانان په مورنۍ ژبه د خپلو بیرونیو او درونیو ځانګړنو د تارونو د پیاوړتیا په موخه د اړیکو لپاره بازار موندنه کوي؛ همداسې د ژبنیو آرنو پرمټ ټولنیز بدلونونه او د ټولن مېشتو منلی فرهنګ انتقال او شیندي.
هره متمدنه ټولنه د علومو، هنرونو او فنونو د تخلیق، تحقیق، لوست او ترویج په پایله کې د بدلون او لاسته راوړنو شاهده ګرځي. د علومو پرمختګ او زده کړه مو په فکري زندان سربېره د فلج ژوند له رنځ څخه خلاصوي او د روغ انسان تجربې ته مو هڅوي. د علومو ترڅنګ د هنرونو او فنونو زده کړه ځکه انسان ته اړینه شي چې دی خپلو او د طبیعت رنګارنګیو او فطري ښکلاو ته ځیر شي. خپل پټ ارزښتونه را برسېره کړي، هغه وپېژني او ویې پالي.
د دري فاړسي ژبې لوی صوفي شاعر مولانا جلال الدین بلخي وایي: “هغه ښایست چې ته يې په ما کې وينې ستا انعکاس دی. ” ژباړه. “صفیه وردګ.”
په هنري ـ ذوقي چاپېریال کې د ژوند د حقیقي ښکلاوو ننداره کولای شو او د حقیقت موندنې پر لاره ورسره تللی شو.
د جبر فرهنګ تل د تښتونکي دنده پرغاړه لري. نه مننونکی او د شرایطو په لاس ماتونکی وي؛ که هرڅومره یې د مقاومت قوه پیاوړې وي، بیا هم رېښې یې نه مننونکی تبر غوڅوي او له منځ یې وړي.
انسان ته په حواسو سربېره الله “ج” د تعقل قوه، دروني کیفیتونه لکه: عاطفه، احساس، ادراک، تحلیل، خیال او علم ورکړی دی؛ نو ولې ناپېژنده”نوی” مثبت بدلون پر هغه باندې د زور له لارې وتپل شي؟ ولې ورته انساني ـ منطقي فرصت ورنه کړل شي؟
پوهاند استاد سید شمس الدین مجروح د کلتوري تحول په اړه وایي: “د ابتدايي او پرمختللي کلتور تر منځ لوی توپیر همدا دی. په ابتدايي ټولنه کې ژبه د هغه ارتباط وسیله ده چې د ژوند ضروریات پکې بیانېږي. مګر خپله د ژبې او د هغه د څرنګوالي په باره کې څوک خبرې نه کوي. شعرونه ویل کیږي، موسیقي غږول کیږي، خلک ورته غوږ ږدي او خوند ترې اخلي مګر څوک د شعر او موسیقۍ په باب کومې نظريې نه طرح کوي…”
پر انسان د ټولنیزتوب، ځان پېژندنې، خدای پېژندنې او مخلوق پېژندنې علم تر بل هر څه د هنرونو پر زرغون بڼ زده او د منلو لپاره یې د فکري مرغه وزر ښورېدلی شي.
د لوی خوشحال په یو بیت کې:
“خلک واړہ د اندوہ په دریاب ډوب دي
‏کله کله له دریابه سر بلند کا”
د انسان پر پوهاوي، معنوي جوړښت او سالم بدلون کې فنونه او هنرونه رغنده ونډه درلودی شي، د معلوماتو او پېښو بیان د هنر پر ذهینه ژبه او د فن پر انځورکښه قلم، پرته له کوم خنډ، جذب او منل کیږي.
انسان هر هغه څه خوښوي کوم چې د ده فکر او د دروني چاپېریال پر احاطه کې شته فطرتي – مسلطې قوې غواړي.
هنر د نويو سالمو، هوسا بدلونونو د منلو په موخه پر انسان د انساني لیدلوري له مخې ناخوښه خو “ارزښتناکه” څیزونه په خوښه مني او خوښوونکي خو “بې ارزښته” څیزونه په خوښه ورباندې پرېږدي.
هنر، د هنرمند ذهن چاڼ شوی، پر ښکلا مېین محصول دی. د انسان پر ناجوړو ټیپونو  ګوتې وهي ترڅو جوړ او بې عیبه شي.
د وروسته پاتې ټولنو د چټکتیا او ویښتیا په موخه، د هنر ژبه د تبلیغ ترټولو غوره بلیغه او روانه فصیحه ژبه ده. د انسان تر ټولو لویه ځانګړنه د “اغېزې” ده. د یو اغېزمن ځواک تر تاثیر لاندې راځي. دغه ځواک تر بل هر څه په هنر کې زیات لیدل کیږي چې د انسان ناسم لوری بدل کړي او د شته روا هنري فشار او فني جوړښت پر بنسټ ځان د هغه تابع کړي.
باریک انسان د ژوند باریکۍ په نازکه خو پیاوړې او رنګینه ژبه کې لټوي؛ ترڅو ژوند او د ژوند مهارتونه زده کړي.
د متمدنو فرهنګونو تخلیقي او تحقیقي، علمي او ادبي اثارو ژباړل په پوره فن او رښتینولی سره، نه یوازې ژبه غني کیږي بلکې ټولنه د لوی متمدنه انقلاب جوګه کرځول کیږي، د زوال ټغر ټولیږي، فکر ژوندی کیږي، د زړو بې ګټې روایتونو د طوفانونو دوړې له ذهنونو ټک وهل کیږي، د هوسا او  ارزښتناکه ژوند لپاره لارې چارې سنجول کیږي، انسان موخن واقع کیږي، د ځان په ګډون د نورو د ژوند د بسیا په اړه فکر رغیږي، د انساني مقام د موندنې او ساتنې هڅه کیږي، بدې چارې ناپېژنده کیږي، د ښه او غوره والي د جوړښت پیل کیږي، د بشري ژوند په ټولو برخو کې د پیاوړي نظام د جوړښت او پایښت لپاره قدم وهل کیږي او انسان ته منسوب مسوؤلیتونه ترسره کیږي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب