سه شنبه, سپتمبر 17, 2024
Homeخبرونهسرچینې: ملا هبت الله په ډېر ګومان ملا فضل الرحمن سره نه...

سرچینې: ملا هبت الله په ډېر ګومان ملا فضل الرحمن سره نه ویني

تاند (سې شنبه، د جدي ۱۹ مه) خبري سرچینو ویلي، چې په ډېر ګومان د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوند زاده له پاکستانه د جمیعت علمای اسلام ګوند له ورغلي مشر ملا فضل الرحمان سره ونه ویني.

فضل الرحمن، افغانستان ته له ورتلو مخکې هیله ښودلې وه چې د سفر پر مهال به له ملا هبت الله سره ولیدلی شي.

د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې له فضل الرحمن سره د خپل مشر د لیدو په اړه معلومات نه لري.

ځینو نورو سرچینو رسنیو ته ویلي، چې هبت الله له فضل الرحمن سره د « بوختیاوو» له امله ښایي ونه ویني.

په دې اړه رسمي سرچینو څه نه دی ویلي.

ملا فضل الرحمن اوړمه ورځ کابل ته ورسېد او تر اوسه یې د طالبانو د رئیس الوزرا له سیاسی مرستیال مولوي کبیر او رئیس الوزرا ملا حسن اخوند سره لیدلي.

د هغه کوربه توب تر ډېره د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي کوي.

فضل الرحمن د کابل د سفر پر مهال د دې ترڅنګ، چې له پاکستانه د افغان کډوالو پر ویستو نیوکې کړي، له طالبانو څخه د ملاتړ په بڼه یې د افغان نجونو د زده کړو مسئله د طالبانو اړونده ګڼلې او ویلي چې تر دې په فلسطین کې جګړه او د بشري حقونو نقض جدي موضوع ده، خو نړیوال ډېر غږ نه ورباندې کوي.

د نوموړي دا څرګندونې د افغانانو له توند غبرګون سره مخ شوي.

ځینو افغان فعالانو له نوموړي پوښتلي، چې د فلسطین غچ پر طالبانو له افغان نجونو اخیستل غواړې؟

2 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب