پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+کیسه/اجمل پسرلی

کیسه/اجمل پسرلی

پایې ته ولاړه وه، پښه یې پر پښې اړولې وه. سترګې یې نیم کښو نیولې وې، لکه په بیکوره نه منل شوي کډوال چې په پردي وطن کې تازه ماښام شي.

د شنه کاوبای پتلانه زنګنونه یې سره تللي وو، پایڅې یې ریتاړې وې، بارخوګان یې له یخه تک سره شوي وو.

د ونې له شا مې څارله. زړه مې تخنیده چې راویې غږوم:

« څه پلمه وکړم؟… ادرس..»

د دې پخوا ورروان شوم. چې له زرغونو سترګو سره یې سترګي په سترګو شوم. ترې تیر شوم، څو ګامه لا نه وم تللی چې لاسونه مې ومروړل چې ولې مې پوښتنه ونه کړه. لنډ راوګرځیدم دې مخ بل لور ته واړاوه. ورته ومې ویل:

-اولسشانسکا کومې خواته ده؟

راویې نه کتل، لکه غوږونه چې یې درانه وي. غږ مې لوړ کړ:

« وبښئ د اولشانسکا پوښتنه کوم»

شونډې یې مرۍ مرۍ شوې، ورنژدې شوم:

– ښه یې؟

-ولې له ما پوښتنه کوې؟

-هسې

پوزه یې کش کړه:

-هسې څوک پوښتنه نه کوي

-ادرس مې غوښت

-ولې هاغلته په تمځي کې له خلکو پوښتنه نه کوې

-رښتیا ووایم ستا یوازې دریدل راته عجیبه ښکاره شول ما ویل..

په ژړا شوه. له مټه مې ونیوله. زما لاس یې پورې واهه د سیند خواته رهي شوه. وچ ودریدم. د ونو په منځ کې د ژمي د ماښام تیارې ته زما له سترګو پناه شوه. پسې ورغلم. پوه نه شوم چې په کومه خوا ولاړه، سګریټ مې بل کړ، د اورلګید د مړه خلي راپورته شوي لوګي ته مې کتل:

«نشه وه»

«له چا سره یې دعوه کړې وه»

«ستا یې پرې څه»

«یوه کیسه خو وه»

د مرغانو کغا شوه، لکه جنګ چې کوي، نه راښکاریدل. د اورګاډي له پټلیو د ټک ټک غږ پورته شو، د موټر د ټیرونو شیوو شو لکه تیز بریک چې ونیسي. د بس د تمځي خواته د خلکو غږونه لوړ شول…

نیم سګریټ سوځیدلی و، ایرې مې وڅنډلې، له پاتې سګریټه مې ژور کش مې وکړ، تریخ راولګید، سګریټ مې پرمځکه واچاوه، د بوټ په تلي مې وسولاوه، په تیاره کې ورو ورو په مخامخ کوڅې کې پسې روان شوم.

پراګ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب