یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني له خپل ترک سیال سره خبرې کړي

ولسمشر غني له خپل ترک سیال سره خبرې کړي

تاند (یکشنبه د دلوې ۱۲) د افغان سولې پروسې په هکله په نژدې راتلونکي کې د افغانستان او ترکیې د علماوو ګډ کنفرانس جوړېږي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني نن ماسپښین د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره ټلیفوني خبرې وکړې.

سرچینه وايي ولسمشر غني په دې ټلیفوني مکالمه وویل چې افغانستان او ترکیه دوستانه او تاریخي اړیکې لري او سږ کال به د دواړو هیوادونو د ډیپلوماتیکو اړیکو سلمه کلیزه ونمانځل شي.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي: « جمهور رئیس د افغانستان او ترکیې د هغې دوه اړخیزې هوکړې هرکلی وکړ چې په پایله کې به یې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه په کال کې ۵۰۰ میلیون ډالرو ته ورسېږي.»

په دې ټلفیوني خبرو کې ښاغلي اردوغان ویلي چې طالبان باید اوربند ته غاړه کېږي، له تاوتریخوالي او هدفي وژنو لاس واخلي او یوه سیاسي حل لار خپله کړي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې د ترکیې ولسمشر ډاډ ورکړی چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو، پوهنې او زېربنايي پروژو په برخو کې به له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، دواړو مشرانو هوکړه وکړه چې د سولې پروسه کې به د همکارۍ په موخه په نژدې راتلونکي کې د ترکیې په نوښت د افغانستان، پاکستان او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو درې اړخیزه غونډه جوړه شي او د افغان سولې په هکله به د افغان او ترکي علماوو ګډ کنفرانس دایر شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب