یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد افغانستان په ټولو ښارونو کې د اوبو رسونې پروژې پلي کیږي

د افغانستان په ټولو ښارونو کې د اوبو رسونې پروژې پلي کیږي

تاند (یکشنبه، د دلوې ۱۲) د افغانستان د ښاري اوبو رسولو او کانالېزسیون شرکت وايي، راتلونکي کال کې به د هېواد ټولو ښارونو کې د اوبو رسونې پروژې پلي شي.

د ښاري اوبو رسولو او کانالېزسیون شرکت مشر حمیدالله یلاني نن ( یکشنبه د دلوې، ۱۲ ) ملت ته د حساب ورکولو پروګرام کې د خبرو پر مهال وویل چې دا مهال د هېواد په ۲۲ ښارونو کې د اوبو رسونې پروژې پلي شوي او په ۱۴۰۰ لمریز کال کې به د افغانستان د ټولو ښارونو اوسیدونکي د اوبو رسونې له پروژو برخمن شي.

د هغه په وینا د ښاري اوبو رسولو او کانالېزسیون شرکت وړاندې په ۱۷ ښارونو کې فعالیت کاوه خو اوس یې ۲۲ ښارونو کې خپل خدمات پیل کړي او دا لړۍ به د هېواد ټولو ولایتونو ته وغځوي چې د ۱۴۰۰ لمریز کال تر پایه به د ټول هېواد ښارونو کې د اوبو رسونې پروژې عملي شوي وي.

نوموړی دغه راز زیاتوي، د راتلونکي کال تر قوس میاشت به د کابل ښار د چټلو اوبو یا فاضلاب ماسټر پلان چې ۳ نیم میلیونه ډالر لګښت پرې راځي د جرمني او افغان دولت په مرسته بشپړ شي.

د ښاري اوبو رسولو د کانالزسیون شرکت د معلوماتو له مخې، دا مهال یاد شرکت ۲۳۱ زره کورنیو ته چې شاوخوا ۲ میلیون کسان کیږي د اوبو رسولو خدمتونه وړاندې کوي.

د کارپوهانو په باور افغانستان کې د اوبو رسولو برخه کې د یو معیاري سیسټم نشتوالی، په خپل سر د ژورو څاګانو کیندنه او یو شمېر نور هغه موارد دي چې له کبله یې پرې ځمکه کې اوبه نورې هم ښکته شي او په دې توګه اوبو ته د خلکو لاسرسی نور هم سخت شي.

1 COMMENT

  1. هسی خلک غولول دی په حقیقت کی خپل کلنیز لس فیصده پلان یی هم ندی تطبیق کړی تر اوسه ‍په افغانستان په یوه سکتور کی هم بیسټیز کار ندی شوی. صرف سروی او دیزاین او راتلونکی لپاره پلانونه جوړوی خو پلی کیږی نه. داسی پلانونه خو سردار داود خان هم جوړ کړی خو نتیجه یی د صفر برابر ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب