دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهد افغان ولس په ضد روانه جګړه شرعي جواز نه لري

د افغان ولس په ضد روانه جګړه شرعي جواز نه لري

تاند (یکشنبه د دلوې ۱۲) د مسلمانو علماوو د نړیوالې اتحادیې مشرتابه وايي، په افغانستان کې روانه جګړه دیني مشروعیت نه ‌لري او په کار ده چې د ختمولو لپاره یې یوه سیاسي حل لاره پیدا شي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغان دولت د مذاکراتي پلاوي غړیو مولوي عطاءالله لودین، مولوي عنایت‌الله بلیغ او محمد ناطقي نن یکشنبه په دوحه کې د مسلمانو علماوو د نړیوالې اتحادیې له مشرتابه ډاکتر احمد الریسوني او ډاکتر قره ‌داغي سره وکتل.

د خبرپاڼې په وینا، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان د سولې بهیر په هکله بحث وکړ.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د مسلمانو علماوو د نړیوالې اتحادیې مشرتابه وویل چې په افغانستان کې روانه جګړه دیني مشروعیت نه ‌لري، نو په کار ده چې د جګړې ختمولو ته یوه سیاسي حل‌ لاره ولټول شي.

دوی زیاته کړه چې په اوسني وضعیت کې بیړنی اوربند شرعي واجب امر دی او مذاکراتي ټیمونه باید ژر تر ژره یوې هوکړې ته ورسېږي.

دغه راز دوی د افغانستان د روانې جګړې لامل سیاسي اختلافات وبلل او د سولې په پروسه کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو رول یې اساسي وباله.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، په دې ناسته کې د مسلمانو علماوو نړیوالې اتحادیې د دفتر مشرتابه د مذاکراتو له لورو وغوښتل چې د سولې مذاکراتو بهیر په حوصلې سره چټک کړي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب