یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهمؤقت حکومت د افغانستان د بیا ورانولو طرحه ده

مؤقت حکومت د افغانستان د بیا ورانولو طرحه ده

تاند (یکشنبه، د دلوې ۱۲) په ننګرهار، لغمان او پکتیا ولایتونو کې سلګونه کسانو په افغانستان کې د اوسني نظام، اساسي قانون او جمهوریت په ملاتړ غونډې او لاریونونه وکړل او په هېواد کې یې د مؤقتې ادارې رامنځته کول د بیا ویجاړولو طرحه وبلله.

د ننګرهار ولایت لسګونه اوسېدونکو نن سهار په جلال اباد ښار کې د یو سوله ایز لاریون پر مهال وویل، چې هېڅ چاته به اجازه ورنکړو چې شته نظام وننګوي او د نظام د ساتنې لپاره په ټول توان د اوسني نظام ترڅنګ ولاړ دي.

دوی وویل: ” شخص په ملاتړ نه بلکې د نظام په ملاتړ راوتلي یو او شته نظام په خپله نه بلکې د زرګونو افغانانو د وینو په قېمت رامنځته شوی دی.”

لاریونکونکو د سیمې ځيني هېوادونه تورن کړل چې د افغانستان د اوسني نظام شتون د ځانونو په زیان بولي او نه غواړي چې افغانستان یو سالم، واحد او پیاوړی نظام ولري.

دوی د یو پریکړه لیک په لوستلو سره زیاته کړه: “نه غواړو د افغانستان وضعیت د شل کاله پخواني حالت ته ولاړ شي او د ساتنې لپاره یې قربانۍ ته تیار یو. مؤقت حکومت او د نظام ړنګول د تېر په شان کورنیو جګړو ته لاره هوارول دي، اجازه نه ورکوو چې افغانستان یو ځل بیا په کنډواله بدل شي.”

په همدې حال کې بیا د ننګرهار په ګاونډي لغمان ولایت کې لسګونو قومي مشرانو، ځوانان، مېرمنو او یو شمېر فعالانو د جنګ پر ښکېلو خواو غږ وکړ چې له شرطونو تېر او د سولې او اوربند لاره خپله کړي.

دوی، چې د اوسني نظام او جمهوریت په ملاتړ یې شعارونه ورکول له هېوادوالو یې د نظام او جمهوریت د ساتنې او ملاتړ غوښتنه وکړه.

سایره چې په لغمان کې د یاد لاریون برخه واله وه، له رسنیو سره په خبرو کې وویل: “دوی چې تر اوسه په جنګ کې ښکېل دي، تراوسه یې له جنګه کوم خیر لیدلی؟ څنګه ځوانان په کې له منځه لاړل، کومه ګټه یې کړې؟ بس موږه نور سوله او کراري غواړو، دلته ټول شهیدان، معیوبین او یتیمان لرو، بس کړئ نور!”

هخوا بیا د هېواد په جنوب پکتیا ولایت کې لسګونه کسانو د جمهوریت په پلوی لاریون وکړ او سرپرست حکومت یې د جګړې د ختم نه، بلکې د جنګ د دوام په معنا یاد کړ.

دوی وویل، په هېواد کې سرپرست او مؤقت حکومتونو ترخې تجربې په میراث پریښي او له همدې امله په ټولو ډلو غږ کوي چې خپلې غوښتنې، مبارزې او پالیسۍ د جمهوریت له لارې تعقیب او پرمخ یوسي.

د ننګرهار، لغمان او پکتیا ولایتونو اوسېدونکي وروسته له هغې ښارونو ته د جمهوریت په ننګه راووتل چې تېره ورځ د طالبانو د قطر د دفتر سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي په مسکو کې د ولسمشر غني د استعفاء غوښتنه وکړه او ویې ویل چې چارې دې یوه بل نوي موقت حکومت ته وسپاري، چې ګڼ غبرګونونه یې له ځانه سره لرل.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب