جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبکره کتنهد" البرت کامو "په کیسه کې د پوچوالي انعکاس/عبدالوکیل سوله مل

د” البرت کامو “په کیسه کې د پوچوالي انعکاس/عبدالوکیل سوله مل

البرت کامو د ((هیله پسرلی )) لنډه کیسه د داسې یوه لیکوال کیسه ده چې غواړي پخپله میاشتنۍ رخصتۍ کې کیسې ولیکي، خو نه بریالی کیږی او له  کیسې لکه په خټو کې چې ونښلی ځان نشی راویستلی (( خو تر اوسه یې کرښه هم نه ده لیکلې. دا لومړي ځل نه دي‌ چې لیکل نه شي کولی مګر هیڅ وخت یې د خپل خیال په مقابل کې ځان دومره بې وسه نه و حس کړی.))

دا کیسه له دې بابته په زړه پورې او نوې موضوع نه ده چې هیله لکه ایمل پسرلي د ده په ګڼو داسې کیسو کې ځان او نور لیکوال کیسه کوي او د خلاقیت د ځانګړو شیبو، وختونو او حالتونو سره مو بلدوي.

د کیسې نوښت د کیسې له سرلیکه (البرت کامو) د شلمې پیړۍ د لوی لیکوال او فیلسوف د نوم له غوراوی سره تړلی دی. د کیسې د سرلیک په لیدلو سړی فکر کوی چې د کامو ژوند لیک او یا به د نوموړي لیکوال د ژوند کومه ځانګړې کیسه لولي خو د کیسې په لوستلو سړی پوهیږي چې دا د کامو ژوند لیک نه بلکې دیوه افغان لیکوال دخلاقیت او ریاضت داستان دی. د کیسې په زړه پوري والی په همدې ټکي کې نغښتی دی چې څنګه لیکواله لوستونکی فکر ته وهڅوي ، تر پایه پرې کیسه ولولي او څرګنده کړي چې دکامو اړیکه له کیسې سره څه ده؟

 له کیسې سره د کامو لومړی تړاو د کیسې د کرکتر دسګرټو له اعتیاده پیلیږي : (نهه ویښت کلن احمد چې هر ځلي د داستان له بشپړولو ناامیده شي، سیګرېتو ته پناه وړي) دا ځکه چې کامو هم د سګرټو شوقي و. له دې ښکاري چې احمد (د کیسې کرکتر) د کامو دخلاقیت سره پوره بلد دی. اغیز ېې نه یوازې د ده په سبک سیوری غوړولی دی بلکې دسګرټو په اعتیادېې هم اړولی دی. دا له کامو سره د کرکتر د لیوالتیا کچه راښايي (پوهېږي چې حماقت دی، وچ حماقت، خو دا د داستان له بې وفايي بل شوی مضر دود، سیګرېټ په لاس البرت کامو وریادوي او په دې ډول د خپل خوښي د لیکوال اروا په ځان کې ژوندۍ احساسوي.)

په کیسه کې له سګرټو سره د کامو د اړیکې ذکر که موږ د کامو د ژوند کولو له طرز او یوه عادت سره اشنا کوي نو په بله برخه کې دغه اړیکه د دغه وتلی لیکوال فلسفي لید ((پوچوالی یا ابزوردیسم )) جوړوي . کامو ددغې فلسفې له مخکښانو ګڼل شوی دی. له کیسې سره د ده فلسفې تړاو د کیسې مرکزی او مهمه برخه ده . د کیسې په یوه برخه کې لولو « کار د ژوند جبر دی. جبر انتخاب نه شي کیدلی. انتخاب ازاد نه دی، نو انسان ازاد نه دی.»

د دې لپاره چې له کیسې سره د ده د فلسفې اړیکه لا روښانه شي . لیکواله د ده یو له ټولو ښه ناول (پردی) یاد راخلي : (احمد پر کټ باندې پریوت. سترګې یې چکک ته نیولې دي او د نه لیکل شویو کیسو په چرت کې دی… د البرت کامو د «پردي» ناول هغه صحنه وریاده شوه چې د کرکتر مور مړه وي خو نه ژاړي.) پردی د کامو هغه لنډ ناول دی چې تر ټولو په کې د ژوند د پوچوالی فلسفه څرکنده راغلې ده. په دې ناول باندې د فرانسې د بل لوی لیکوال سارترسریزه لا دا فلسفه ښه شاربي.

په کیسه کې یوازې د کرکتر چې کیسه لیکوال دی د کیسه لیکنې دعذاب جریان او واقیعت نه دی تشریح شوی او لیکواله یوازې دا نه راته وایي چې څنګه کله کیسه لیکنه ستوغه او نه بشپړیږي . (یو پاراګراف یې ولیکه، بل یې ولیکه خو کیسې قسم کړی و چې نه کیسه کېږي.) هغه په دې سره د ټول ژوند د عذاب نغمه غږوي، د ژوند د پوچوالي فلسفه بیانوی ــ او په ژوند د انسان د خپل واک او اختیار د نشتوالی ربړه او ستونزه .(اه،څه عذاب دی، پر هغه څه چې میین یې او د ژوند معنا یې بولې او هیڅ کنترول پرې نه لرې!)

– – – – –

البرت کامو/  لیکواله: هیله پسرلی

احمد لیکل شوې کرښې ړنګې کړې. ساعت یې ولید یوې ته دیارلس دقیقې پاتې دي. څلور ساعته کیدل چې په لیکلو بوخت وه. کمپوټر یې اړخ ته کړ. له کټه پورته شو. د ګل خانې له ډېرو کړکیو یوې ته ودرید. د «قروغ» غر داسې ښکاریده لکه له واورې چې جوړ وي. د تیرې شپې واورې د کور انګړ پوښلی دی خو لمر نن حریص راویښ شوی، هره خوا یې منګولې رسولې دي. نن د کابل د ژمي له هغو ورځو یوه ده چې طبیعت وايي: مګر د ژمي شعر شهکار نه دی؟‌

احمد د وړې ګل خانې د چت هغه ځای ته وکتل چې راڅاڅي او ده سهار ورته سطل ایښی و. د ګل خانې چت چې له فایبر ګلسو جوړ دی کوم کوچینی درز پکې پیدا شوی او لمر چې واورې ویلې کوي څاڅکي ترې تویږي. احمد د چکک له اوازه بیزاره دی د، لیکلو مزاحم یې ګڼي.

ګلدانونو ته یې وکتل. اکثره ګلان وچ غوندې ول. فکر یې وکړ چې ډېر وخت یې نه دي اوبه کړي. نه یې یادیږي چې په وروستي ځل یې څه وخت اوبه ورکړې وې.
له ځان سره یې وویل: وروسته به اوبه ورکړم.

کړکۍ یې پرانیسته. سیګرېټ یې بل کړ. نهه ویښت کلن احمد چې هر ځلي د داستان له بشپړولو ناامیده شي، سیګرېتو ته پناه وري، پوهېږي چې حماقت دی، وچ حماقت، خو دا د داستان له بې وفايي بل شوی مضر دود، سیګرېټ په لاس البرت کامو وریادوي او په دې ډول د خپل خوښي د لیکوال اروا په ځان کې ژوندۍ احساسوي.

احمد اینجنیري لوستې ده او د خپلې ښې انګریزۍ له برکته په یوې خارجي کمپنۍ کې په ښه معاش کار کوي. دی په دفتر کې داسې کار کوي لکه نوی مقرر شوی مامور چې د ځان ثابتولو شوق ورسره وي. احمد په خپل کار میین نه دی. هرڅه ځکه په خپل وخت او منظم کوي چې خپله دېرش ورځنۍ کلنۍ رخصتي په جرات وغوښتلی شي او له دولس میاشتو یوه میاشت شپه او ورځ په هغه څه تیر کړي چې دی فکر کوي ورته پیدا دی:‌ داستان لیکل.

احمد درې کاله مخکې په خپل یوه داستان کې د یوه کرکتر له خولې لیکلې ول « کار د ژوند جبر دی. جبر انتخاب نه شي کیدلی. انتخاب ازاد نه دی، نو انسان ازاد نه دی.»

د احمد د یوې میاشتې له رخصتۍ درویشت ورځې تیرې دي خو تر اوسه یې کرښه هم نه ده لیکلې. دا لومړي ځل نه دي‌ چې لیکل نه شي کولی مګر هیڅ وخت یې د خپل خیال په مقابل کې ځان دومره بې وسه نه و حس کړی.

د رخصتي په لومړۍ اونۍ کې یې غوښتل خپل د کلونو ګاونډی چې د امریکايي موسسې معاش خور دی، اغوندي کاوبای پطلون، چلوي د جاپان مستعمله تویتا او د موټر په ښیښه یې بیا د چګوارا عکس بند وي، کیسه کړي خو و نه شو.

دا څو ورځې کېږي چې غواړي په کلي کې د خپل تیر شوي ماشومتوب کیسه ولیکي.غواړي هغه کلیوال انځور کړي چې پيتاوي ته به داسې پراته ول لکه هر څه چې سم وي او هیڅ به سم نه ول. خو د ماشومتوب د نیم یاد، نیم هېر خوب اثر ورته په کیسه نه بدلېږي.

احمد د تمام شوي سیګرېټ بېخ له کړکۍ لرې واچاوه. سترګې یې مخامخ غره ته ونیولې، بې له دې چې ورته وګوري له ځان سره یې وویل « خپل ماشومتوب مې ولې دومره پردی ښکاري؟ ولې یې نه شم لیکلی؟ مګر د کلي په بام بام ګرځیدلی هغه دیارلس کلن هلک زه نه وم؟»

کړکۍ یې بنده کړه. ګلانو ته یې وکتل‌:‌ «بیا به اوبه ورکړم.»

احمد پر کټ باندې پریوت. سترګې یې چکک ته نیولې دي او د نه لیکل شویو کیسو په چرت کې دی… د البرت کامو د «پردي» ناول هغه صحنه وریاده شوه چې د کرکتر مور مړه وي خو نه ژاړي.

کمپیوټر یې راواخیست ویې لیکل:« په هغه میاشت چې په کلي کې د بادامو د ګل عطر خپور و، انا مړه شوه،خو هیچا و نه ژړل….» یو پاراګراف یې ولیکه، بل یې ولیکه خو کیسې قسم کړی و چې نه کیسه کېږي. احمد تندی تریو کړ. پاراګرافونه یې ډلېت کړل، ویې لیکل: « احمد کامو نه دی.» له ځان سره یې وویل: اه،څه عذاب دی، پر هغه څه چې میین یې او د ژوند معنا یې بولې او هیڅ کنترول پرې نه لرې!
پاڅېد چې د مزاحم چکک غم وکړي.

پای

کابل، ۲۰۲۱، د جنوري ۲۱ مه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب