یکشنبه, مې 5, 2024
Home+افغان فري فایټر له کونړ تر بالیووډه!

افغان فري فایټر له کونړ تر بالیووډه!

تاند ( یک شنبه، د دلوې ۱۲) تاند وېب پاڼې له هغه افغان فري فایټر سره مرکه کړې کوم چې، د کونړ له غرو د نړۍ مشهورې سینما باليووډ پورې رسېدلی.

ډېرې خوندورې پوښتنې او ځوابونه!

کوربه: مهرباني که د تاند لوستونکو ته ځان را وپېژنئ؟

مېلمه: مننه سلامونه مې ومنئ! زما نوم خالد خان دی او د ختیځ کونړ ولایت اوسېدونکی یم.

کوربه:خالدخان له کله او ولې دې ورزش ته مخه کړه؟

مېله: مننه! زما له وړوکتوب نه د ورزش سره مینه وه او له هماغه وخت راهیسې چې زه په ښوونځي کې وم ما د نورو لوبو سربېره د فري فایټ لوبه پيل کړه، په لومړیو کې راته سخته وه داسې کلبونه نه وو چې ما خپلې هېلې په کې ترلاسه کړې وې، خو خوشبختانه په اتم اونهم ټولګي کې وم چې، ما هغه څه ترلاسه کړل کوم چې ماغوښتل آن هغه مهال ما دفري فایټ ډېرې سیالۍ وکړې په وړوکتوب کې او لوبې مې وګټلې.

کوربه: یوه ډېره عجیبه موږ چې وینو ستا پر پاڼه د بالیووډ هندي سینما کې لنډ لنډ کلیپونه خپرېږي کیسه څه ده؟

مېلمه: هههههههـ! هو ما خو پيل کې وویلې چې، زما د فري فایټ ترڅنګ دا هڅه وه چې زه باید بالیووډ ته ورسېږي، او دا هيله مې یو څه پوره شوې او نوره هم په پوره کېدو ده. ما لومړی ښوونځی خلاص کړ بیا د فري فایټر ترڅنګ اېډېټر شوم ، دلته مې ننګرهار کې یو خصوصي تلویزیون سره د خپرنو اېډېټري کوله، هماغه وو چې ما یوه سیالي لرله او له هغه ځایه هند ته مې چانس پیدا کړ هلته مې لوبې وګټلې ملګري مې پيداکړل او ځان هغوی هم ځان سره کړم اوتر بالیووډه یې ورسولم.

کوربه: ډېر ښه هلته اوس په کوم سټېج کې يې؟ کوم فلم کې دې کار کړی؟

مېلمه: مننه ! هو! ماهم هلته ډېر څه کړي یو خو نړیوال تل په دې هڅه کې وي چې خپل وطنوال ورسوي د نورو هېوادونو د لوبغاړو مخنیوی یوڅه کېږي خو! زما خوشبختي دا ده چې، زماباډي هم یوڅه جوړه وه او زه د څهرې له مخې هم بالیووډ پروفایل ته برابر وم نو ځکه هلته تر دې دمه مې په څو فلمونو کې په ځینو صحنو کې کار کړی او ښايي راتلونکي ته هغه فلمونه چې راووځي ما به خپل افغانان وویني.

کوربه: اوس نوې سیالۍ لرې په فري فایټ کې؟

مېلمه: هو! یوه سیالي مې لرله هغه هم په هندکې وه خو متاسفانه د کورونا له امله وځنډېده که د کورونا وېره په خیر ختمه شوه انشاالله له لوبو به مې خبر شئ.

کوربه: ريښتیا کله چې په نړیوالو لوبو کې د افغان په نوم لوبېږي څه احساس کوې؟

مېلمه: اوه!!! یوه داسې پوښتنه چې! سړی خپل احساسات ورته نشي کابو کولی، زه به چې کله دافغان په نوم نړیوال سټېج ته دراخلېدم یو ډول د خوښۍ احساس به مې لروده چې هلته به افغان هېوادوالو هڅولم، زما نوم به اخیستل کېده ، ما هندي مینه وال لرل هغو به هڅولم، تر ډېره دې احساس به دومره پياوړی کړم چې تر اخېرې حده به د حریف پر وړاندې جنګېدم آن تر دې چې بریالی به شوم.

کوربه: تل بریال اوسې خو؛ که دا هم ووایې په دومره وړتیا او ښکلې بدن کله درته کومې بهرنۍ نجلۍ وړانديز نه دی کړی؟

مېلمه: ههههههههـ ! بلکل وړاندیزونه توپير لري کېږي خو! ما تر اوسه نه دی منلی.

کوربه: په ټولنیزو رسنیو کې هم ډېر فعاله یې؟

مېلمه: هو مینه وال مې غواړي وایي نو زه بیا اړ شم په ټولنیزو رسنیو په ځانګړي ډول ټېک ټاک او فېسبوک کې وېډیوګانې جوړې او خپرې کړم.

کوربه: که د وروستۍ پوښتنې په ډول راته دا ځواب کړې چې، هغه افغان لوبغاړي چې دلته دي تاسې ورته څه کړي او کولای شئ؟

مېلمه: مننه! ښه پوښتنه ده ما تل هڅه کړې خپلو افغانانو ته ویاړونه پرېږدم او دخدمت په برخه کې مې ملي بیرغ د نړۍ په میدانونو کې رپولی، او دغه راز ځوانانو ته په جلال اباد ښار کې یو کلب لرم او دلته کله چې له هند نه راځم ځوانان روزم او ښه لوبغاړي راسره دي او ترڅنګ يې د ټولنیزو رسنیو له لارې خپلو شاګردانو ته د فري فایټ وېډیوګانې جوړوم هغوی یې ویني او هماغه ډول حرکات کوي.

کوربه: ډېره مننه! چې موږ ته مو وخت راکړ او مرکه مو را وکړه؟

مېلمه: له تاسې هم نړۍ مننه چې ماته مووخت را کړ تل سر لوړي اوسئ او تاند وېب پاڼه دې تل د پرمختګ پر پوړيو قدم کېږدي.

کوربه: مننه! ته دې هم د نړۍ ترهسکو ورسېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب