جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهد ناټو چارواکي وايي، خپل ځواکونه نه باسي

د ناټو چارواکي وايي، خپل ځواکونه نه باسي

تاند(یکشنبه، د دلوې ۱۲) د ناټو څو چارواکو وویل چې نړیوال ځواکونه به د مې تر میاشتې وروسته هم په افغانستان کې پاتې شي.

رویټرز خبري اژانس د ناټو د څلورو چارواکو په قول ویلي چې د امریکا او طالبانو د فبرورۍ د ۲۹ نېټې له موافقې سره سره، چې پر اساس یې امریکايي پوځیان باید د مې تر میاشتې له افغانستانه ووځي، نړیوال ځواکونه لا هم په دې هیواد کې حضور ته دوام ورکوي.

د امریکا او طالبانو په موافقه کې د ناټو د نورو غړیو هیوادونو د ځواکونو د وتلو په اړه څه نه دي ویل شوي.

خو اوس امریکايي چارواکي هم وايي چې طالبانو د موافقې شرطونه عملي کړي نه دي نو ممکن دوی هم خپل پاتې پوځیان ونه باسي.

د ناټو یوه چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي«د اپریل تر پایه به ټول پوځیان له افغانستانه ونه وځي.»

د ناټو چارواکو، چې رویټرز یې نومونه نه دي یاد کړي ویلي«شرطونه نه دي پوره شوي. د امریکا نوي مشران به په بیړه د ځواکونو د ایستلو پر پالیسۍ بیا کتنه وکړي او هاله به د ځواکونو د ایستلو په اړه لا حساب شوې ستراتیژي ولرلی شو.»

امریکايي چارواکي وايي چې ولسمشر ټرمپ غوښتل چې د انتخاباتي کمپاین لپاره په هر صورت خپل پوځیان وباسي او دې ته یې نه کتل چې طالبان له خپل پخواني دریځ څخه هیڅ په شا شوي نه دي.

د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو چارواکي وايي چې طالبانو له تروریستي ډلو سره اړیکې نه دي شلولي، د افغانستان له حکومت سره د سولې صادقانه خبرې نه کوي او جګړه یې لا تېزه کړې ده.

ظاهراً طالبانو د سولې خبرې د دې لپاره ځنډولي چې امریکايي پوځیان ووځي او بیا له قوي دریځه پر دولت خپل شرطونه ومني خو ځینې کتونکي وايي چې طالبان ممکن په دې کار امریکا او نور لوېدیځوال اړ کړي چې له موافقې شا ته شي او د دې پر ځای چې پاتې پوځیان وباسي نور هم راولي.

د ناټو ویندویې اونا لنګیسکو وايي«د ناټو هیڅ غړی نه غواړي چې پوځیان یې تر ضرورت زیات په افغانستان کې پاتې شي، خو موږ دا خبره په زغرده کړې چې په دې هیواد کې مو حضور د شرطونو پر اساس دی.»

دې همداراز وویل، د امریکايي پوځیانو په شمول اوس په افغانستان کې د ټولو نړیوالو ځواکونو شمېر ۱۰ زرو ته رسېږي، دا شمېر به تر مې میاشتې وروسته هم پاتې شي خو د وروسته وخت په اړه پلان لا څرګند نه دی.

د رویټرز د راپور پر اساس، د افغانستان حکومت او د بهرنیو هیوادونو استخباراتي ادارې وايي چې طالبانو د موافقې شرطونه نه دي عملي کړي، جګړې ته یې زور ورکړی او له القاعده سره یې اړیکې جاري ساتلي دي.

له بلې خوا په کابل کې اروپايي اتحادیې په یوې اعلاميې کې ویلي چې د دې ټولنې غړي او د یوشمېر هېوادنو ډیپلوماټیکي استازولۍ لکه اسټراليا، کاناډا، چک جمهوریت، ډنمارک، فنلنډ، فرانسه، جرمني ایټالیا، د ناټو ملکي استازولي، هالنډ، اسپانیا، سویډن، بریتانیا او امریکا په افغانستان کې ورستۍ هدفي وژنې، اختطافونه او د رغنیزو چارو پر وړاندې د ستونزو جوړل په کلکو ټکو غندي.
په دې اعلامیه کې ویل شوي چې دغه ګواښونه د افغانستان مدني ټولنو، قضايي برخې، رسنیو، مذهبي، روغتیايي او د حکومت غیر نظامي کارکوونکو ته دي چې د یو سوله ییز افغانستان لپاره ډیره ضروري دي.

رویټرز خبري اژانس د پنتاګون د ویندوی په قول ویلي چې امریکا پر موافقې ولاړه ده خو طالبانو د موافقې شرطونه تطبیق کړي نه دي نو امریکا د نورو ځواکونو د ایستلو په اړه لا پرېکړه نه ده کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي بیا ویلي چې امریکا غواړي د افغانستان جګړه په مسوولانه ډول او د تل لپاره پای ته ورسوي او په عین وخت کې امریکا او نور هیوادونه له تروریستي ګواښونو خوندي کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب