شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد بهرنیو چارو وزارت: طالبان دې د افغانانو او نړیوالې ټولنې غوښتنې...

د بهرنیو چارو وزارت: طالبان دې د افغانانو او نړیوالې ټولنې غوښتنې ومني

تاند (یکشنبه د دلوې ۱۲) د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، طالبان باید د افغانانو او نړیوالې ټولنې غوښتنې ته چې اوربند دی درناوی وکړي او روان تاوتریخوالي ته دې د پای ټکی کېږدي.

د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د اروپایي ټولنې د هغه دریځ هرکلی شوی، چې په افغانستان کې یې تاوتریخوالی او هدفي وژنې غندلې دي.

اروپايي ټولنې او ګڼو نورو هېوادونو په یوه ګډه خپره کړې اعلامیه کې په افغانستان کې د ورستیو هدفي وژنو او تاوتریخوالي ډېرېدو مسؤل طالبان بللي دي او ددې ډلې له لوري یې د عامه ځایونو ورانول، د تاوتریخوالي زیاتوالی، د ملکي وګړو وژل کېدل او هدفي بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي.

https://taand.net/%d8%a7%d8%b1%d9%88%d9%be%d8%a7%d9%8a%d9%8a-%d9%bc%d9%88%d9%84%d9%86%d9%87-%d8%af-%d8%a7%da%a9%d8%ab%d8%b1-%d9%87%d8%af%d9%81%d9%8a-%d9%88%da%98%d9%86%d9%88-%d8%a7%d9%88-%d8%aa%d8%a7%d9%88%d8%aa%d8%b1/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب