شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+جی شاه د کرکټ د اسيايي شورا مشر وټاکل شو

جی شاه د کرکټ د اسيايي شورا مشر وټاکل شو

تاند ( یک شنبه، د دلوې ۱۲) د لومړي ځل لپاره د هند کرکټ کنټرول ادارې منشي د معمول خلاف د کرکټ اسيايي شورا مشر وټاکل شو.

د کرکټ اسيايي شورا د دايمي غړو هېوادونو څخه يو تن د دوو کلونو لپاره د اسيايي شورا مشر ټاکل کېږي چې سږ کال د هند کرکټ کنټرول ادارې د مشر پر ځای د معمول خلاف د يادې ادارې منشي د دې شورا مشر وټاکل شو.

نوموړی د بنګله ديشي نظم الحسين پر ځای په ياده  دنده  وټاکل  شو.

شاه چې د جنورۍ په دېرشمه يې دندې ته د ورپېژندنې په اړه رسنيو سره خبرې کولې وويل، چې ياده شورا په سيمه کې د کرکټ د ودې په موخه رامينځته شوې او مؤثره تمامه شوې ده.

ده وویل « د هند کرکټ کنټرول ادارې څخه مننه چې يادې دندې ته يې ونومولم او زه به د دغې شورا روان کارونه په سيمه کې د دغې لوبې د ودې او سالم رقابت په موخه روان ساتم.»

‏د پاکستان کرکټ بورډ مشر احسان ماني هم د يادې ادارې د مشر په توګه د جی په ګمارل کېدو هغه ته بريا غوښتې او ويلي يې دي، چې دا يوه اسانه ګمارنه ده او دا ځل دې نوبت وو.

د جی شاه تر مخه به لومړنۍ ستره ننګونه پخپله دنده کې د اسيا جام ترسره کول وي چې د کورونا وبا له کبله په ۲۰۲۰ ميلادي کال کې ترسره نه شو.

ياد جام به د روان ۲۰۲۱ کال کې د دوو په سياسي ستونزو کې د ښکېلو هېوادونو ( پاکستان او هند) په ګډون د جون په مياشت کې ترسره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب