جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد حکومت مرکچي پلاوی: د مذاکراتو په مېز کې د مؤقت حکومت...

د حکومت مرکچي پلاوی: د مذاکراتو په مېز کې د مؤقت حکومت بحث نه دی مطرح شوی

تاند (یکشنبه د دلوې ۱۲) د افغان دولت د مذاکراتي پلاوي غړي وايي، د سولې خبرو په مطرح شوې اجنډا کې تر اوسه د مؤقت حکومت بحث هیڅ یاد شوی نه دی.

ددې پلاوي درېیو غړیو شریفې زرمتۍ، محمد رسول طالب او غلام فاروق مجروح نن د یوې آنلاین ناستې پر مهال وویل، تر اوسه پورې په رسمي توګه د مؤقت حکومت بحث نه طالبانو مطرح کړی دی او نه هم کوم بل هېواد.

په دې ناسته کې ښاغلي مجروح وویل، هغه څه چې د خبرو له مېز څخه د باندې مطرح کېږي تبلیغاتي جنبه لري او که چېرته طالبان کومه خبره لري د مذاکراتو پر میز دې له دوی سره په رسمي توګه شریکه کړي، ځکه د ده په خبره دوی د همدې اختلافاتو د حل کولو لپاره راټول شوي دي.

دوی د عباس ستانکزي وروستۍ څرګندونې چې ویلي یې دي ولسمشر غني دې استعفا ورکړي، بې مانا وبللې او زیاته یې کړه چې دغه ډول خبرې د عامه افکارو د انحراف لامل ګرځي.

په دې آنلاین ناسته کې د حکومت د مرکچي ټیم غړې شریفه زرمتۍ وویل، د نورو هیوادونو په استازیتوب د طالب استازو څرګندونې دوی ته اهمیت نه لري او ولسمشر غني د خلکو په رایه واک ته رسېدلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال عباس ستانکزي په مسکو کې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې ولسمشر غني د سولې مخالف دی او که چېرته نوموړی له دندې استعفا وکړي دوی هم له اوسني حکومت سره یو ځای کېدو ته تیار دي.

په ورته مهال افغان ولسمشر محمد اشرف غني‌ ویلي چې په افغانستان کې د موقت حکومت رامنځ کېدل به د وینې بهېدو لامل شي.

طالبانو تر اوسه د افغان مرکچي پلاوي د نننیو څرګندونو په هکله څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب