جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهقریشي: په افغانستان کې د سولې رامنځته شوی فرصت باید ضایع نه...

قریشي: په افغانستان کې د سولې رامنځته شوی فرصت باید ضایع نه شي

تاند ( یک شنبه، د دلوې ۱۲) د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي یو ځل بیا د افغانستان د روان حالت پر سوله ییز حل ټينګار کړی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې دې د سولې له رامنځ ته شوي فرصت څخه ګټه واخیستل شي.

هغه نن د پاکستان په ملتان ښار کې د خبریالانو یوې ناستې ته وویل چې هېواد یې د بین الافغاني مذاکراتو په لړ کې خپل رول ادا کړی او دې هڅې ته به دوام ورکوي.

قریشي زیاته کړې چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو پیل کوم اسانه کار نه و او دوی دا چاره بریالۍ کړه چې طالبان یې د خبرو مېز ته حاضر کړل.

د نوموړي په خبره، خبرو ته د دواړو لوریو کېناستل یو غوره پرمختګ دی او دوی هیله لري چې په دوحه کې د افغانستان سولې دویم پړاو خبرې به ښه پرمختګ ولري او یوې مثبتې پایلې ته به ورسیږي.

د نوموړي دا څرګندونې داسې مهال دي چې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاويو ترمنځ بین خبرې یو ځل بیا په ټپه دریدلي او د دې خبرو د پرمختګ په اړه لا هم کوم راپور نه دی ورکړل شوی.

د افغان حکومت مرکچي پلاوی طالبان تورنوي چې د سولې د دویم پړاو خبرو رسمي بحث ته نه حاضریږي او د خبرو په ځای یې د نورو هېوادونو سفرونو ته مخه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب