جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهجواد ظریف له ملابرادر سره په خبرو کې د پراخ بنسټه حکومت...

جواد ظریف له ملابرادر سره په خبرو کې د پراخ بنسټه حکومت غوښتنه وکړه

تاند (یک شنبه، د دلوې ۱۲) د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر په ایران کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره لیدلي دي.

په دغه لیدنه کې دواړو لوریو پر سوله او اړوندو موضوعاتو خبرې اترې کړې دي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند نعیم وردک وایي جواد ظریف او ملابرادر په دې ناسته کې د افغانستان پر روان وضعیت، بین الافغاني مذاکراتو، د دوحې هوکړې پر پوره عملي کېدو، سیمه  او افغانستان کې د سولې پر اړتیا هم بحثونه کړې دي.

جواد ظریف په دې لیدنه کې په ټینګار سره ویلي چې موږ په افغانستان کې د یو داسې جامع اسلامي حکومت ملاتړ کوو چې په کې ټول قومونه ځان وويني.

هغه په افغانستان کې د امریکا کړنو ته په اشارې زیاته : «د افغانستان خلک ستاسو دي او باید په عملیاتو کې په نښه نشي».

جواد ظریف د افغانستان اساسي قانون او نظام ته په اشارې سره  ویلي چې :«موږ نشو کولی په خلا کې شرایط په پام کې ونیسو ، دا شرایط د راتلونکي ګډ حکومت لاسته راوړلو لپاره په پام کې نیول کېدی شي.»

ایران داسې مهال دا څرګندونې کوي چې دمګرۍ عام افغانان د شېرمحمد عباس ستانکزي هغو څرګندونو چې په کې د ولسمشر غني د استعفاغوښتنه ېې کړې سخت په غوصه کړي.

عام افغانان وایي هر هغه څوک چې د افغان حکومت ، اساسي قانون او د اوسني نظام پر ضد خبري کوي د ټولو افغانانو دښمن دی.

د دوی په خبره هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې شته نظام وننګوي او یاهم یې هم د وراني هڅه وکړي.

د یادونې ده چې په دوحه کې د سولې بین الافغاني مذاکرات په ټپه ولاړ دي.

د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی ایران او د عباس ستانکزي په مشرۍ یو بل پلاوی بیا د مسکو په سفر وتلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب