جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهفاریاب کې د هاوان مرمۍ لګېدو پېښه کې ۱۶ ملکي وګړو ته...

فاریاب کې د هاوان مرمۍ لګېدو پېښه کې ۱۶ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند (یکشبنه د دلوې، ۱۲) د فاریاب ځايي چارواکي وايي، د دې ولایت المار ولسوالۍ بازار کې د هاوان دوو مرمیو د لګېدو له امله ۱۶ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش وایي، د هاوان دوه مرمۍ د وسلوالو طالبانو له لوري پر افغان ځواکونو توغول شوي چې د المار ولسوالۍ په بازار لګیدلي او ۱۶ ملکي کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

یورش وايي:« نن له غرمې وړاندې شاوخوا ۱۱ بجې د وسلوالو طالبانو له لوري د المار ولسوالۍ پر بازار دوه د هاوان مرمۍ توغول شوي چې له کبله یې دوو تنو ملکي وګړو ژوند بایللی دی.»

هغه وایي په دې پیښه کې ۱۴ نور ملکي کسان ټپیان شوي هم دي.

د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند همدا راز زیاتوي چې د یادو مرمیو د لګېدو له کبله څو دوکانونو ته هم زیان رسیدلی دی.

خو وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه ندي ویلي.

فاریاب ولایت د هېواد په شمال کې یو له نا امنو ولایتونو څخه ګڼل کیږي چې د المار ولسوالۍ په ګډون یې ډېره برخه کې  د وسلوالو طالبانو خوځښتونه فعال دي او دې وروستیو کې یې د افغان ځواکونو پر وړاندې بریدونو ته زور ورکړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب