جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد افغانستان بانک د نویو چاپېدونکو بانک نوټونو په هکله خپاره شوي...

د افغانستان بانک د نویو چاپېدونکو بانک نوټونو په هکله خپاره شوي راپورونه رد کړل

تاند (یکشنبه د دلوې ۱۲) د افغانستان بانک وايي، په وروستیو کې یې د نویو بانکنوټونو د چاپ تړون لاسلیک کړی چې پربنسټ یې یوه اندازه بانکنوټونه چاپ او هېواد ته راوړل شوي او پاتې برخه به یې د راتلونکي کال په اوږدو کې چاپ شي.

دې بانک نن یکشنبه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې پر نویو بانکنوټونو د افغانستان بانک اوسني سرپرست اجمل احمدي لاسلیک کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي: « د افغانستان بانک اوسني سرپرست ښاغلي اجمل احمدي په نویو بانکنوټونو کې چې تر قرارداد لاندې دي، لاسلیک کړی نه دی او د بانک د پخواني سرپرست لاسلیک پرې شوی دی. حال دا چې د بانک پخوانی سرپرست ښاغلی واحدالله نوشیر نه د بانک رئیس ؤ او نه یې د ولسې جرګې څخه د باور رایه اخیستې وه.»

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې یو شمېر رسنیو د ولسي جرګې د ځیني غړیو له قوله ویلي و چې د افغانستان بانک سرپرست اجمل احمدي په پام کې لري چې په تازه چاپېدونکو بانک نوټونو خپل لاسلیک چاپ او د همدې هدف لپاره پولنډ ته ځي.

د افغانستان بانک له رسنیو غوښتي چې د دا ډول راپورونو له خپرولو ډډه وکړي او د خلکو ذهنونه مغشوش نه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب