جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد عباس ستانکزي وروستیو څرګندونو د افغان ولس توند غبرګون را پارولی

د عباس ستانکزي وروستیو څرګندونو د افغان ولس توند غبرګون را پارولی

تاند ( یک شنبه، د دلوې ۱۲) د ختيځو ولایتونو اوسېدونکو د وسله والو طالبانو د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې لاریون ترسره کړ.

اعتراض کوونکو ټولو هغو ډلو ته ګواښ وکړ کوم چې، د نظام او جمهوریت پرضد څرګندونې کوي.

په دې اعتراض کې دیني عالمانو، قومي مشرانو، ځوانانو، مدني فعالانو او مېرمنو د عباس ستانکزي هغه څرګندونې وغندلې چې دوه ورځې وړاندې یې په مسکو کې د افغان ولسمشر د استفعاء په اړه کړې وې.

د لاریون ګډونوال قومي مشرا حاجي شامرد وویل چې دوی به هېڅ چاته د دې اجازه نه ورکړي چې، شته نظام ړنګ کړي.

دوی دغه راز پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې په افغانستان کې اوسنۍ جګړه  افغان وژنه او د هېواد ورانه ول دي ژر تر ژره بنده کړي.

لاریون کوونکو په یوه لیک کې چې ټولو لاسلیک کړی وو لیکلي: «زموږه اساسي غوښتنه د نظام پایښت او د اساسي قانون ملاتړ دی، هیچاته زموږه د ملي او اساسي بنسټونو پروړاندې خلاف څرګندونو حق نه ورکوو د ملي ارزښتونو خلاف څرګندونې د افغانستان د دښمنانو خبرې دي».

ختیځ میشتو ولسونو وروسته له هغې دا لاریونونه پیل کړل چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د موقت حکومت جوړېدو اوازې زیاتې شوي دي.

تازه وړمه ورځ د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي په مسکو کې یوې خبري ناستې ته ویلي چې، که ولسمشر غني استعفاء ورکړي دوی چمتو دي چې سوله وکړي.

د ستانکزي دې خبرو په ټولنیزه مېډیا کې هم افغان کاروونکي په غوصه کړي.

دو ویلي د طالبانو له دا ډول څرګندونو ښکاري چې دوی د سولې ملاتړي نه بلکې د نظام د ورانولو فکر لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب