جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د جلال اباد جګړه او تور موږکان| جنرال دولت وزیري

د جلال اباد جګړه او تور موږکان| جنرال دولت وزیري

د ځینو پېښو او خاطرو بیا، بیا یادول او تکرارول پر خپلو او د نورو پر ټپونو د مالګې دوړولو په مانا وي، ځکه ځينې پېښې داسې وي چې له امله يې د ډېرو انسانانو په زړونو ټپونه جوړ شوي وي. خو د دغسې پېښو یادول مهم ځکه دي، چې ولس یې د تکرار مخه ونیسي او پخوانۍ غمیزې بیا تکرار نه شي. زموږ تاریخونه هم له دغسې واقعاتو ډک دي او ځکه خو تاریخپوهانو خوندي کړي دي.

خو بیا د ځینو پیښو یادول که څه هم پخواني ټپونه تازه کوي، خو یادول او تکرارول يې د انسانانو له پاره د پند او عبرت سبب ګرځي او یادول يې د دې له پاره اړين وي چې له بیا تکرار څخه يې جلوګیری وشي او یا بیا، بیا د نورو انسانانو د نوو او تازه ټپونو باعث نه شي.

یوه ورځ مې د ویلیام شکسپیر د ژوندليک لوستلو پر مهال د يوې ډېرې زړه بوږنوونکې پېښې چې د ویلیام د ژوند پر مهال را منځ ته شوې وه مخ شوم.

وايي:

په اوولسمه میلادي پېړۍ کې د طاعون په نامه ناروغۍ ټوله اروپا ځوروله. د طاعون ناروغي یو سارې ناروغي ده او د هغو ورږو له امله رامنځته شوې وه چې د تورو موږکانو په وجود کې يې ژوند کاوه. تور موږکان چې به د خلکو کورونو ته لاړل، دغه ډول ناروغي به يې انسانانو ته ولېږدوله. د دې ډول ناروغۍ سره به تبه، لړزه، درد او تور ټپونه رامنځته شول، چې هرو مرو به د مړینې سبب ګرځېده. پر هغه مهال به د انسانانو مړينه یوازې له همدې ناروغۍ یانې طاعون څخه ګڼل کېدله. دا داسې یوه ناوړه ناروغي وه چې کله به د يوې کورنۍ یو کس پرې اخته شو، وروسته به د دې کورنۍ ټول غړي له همدې ناروغۍ څخه مړه کېدل.

وايي، دا دومره ناوړه ناروغي وه چې له امله يې کورونه، کلي او ښارونه له خلکو خالي شول. له دې ناروغۍ به دومره خلک مړه کېدل چې د کليو او ښارونو په کوڅو کې به يې مړي را ټولول او بيا به يې په ډله ییزو قبرونو کې ښخول.

د مړو د راټولولو لپاره به يې نارې وهلي او خلکو به مړي له خپلو کورونو راایستل، دوی به په کراچیو کې بارول او بیا به يې هديرو ته لېږدول. له دې ناوړه ناروغۍ له امله وايي، چې په ۱۶۲۵ میلادي کال یوازې د انګلستان د نفوسو یو پر پنځمه برخه خلکو خپل ژوند له لاسه ور کړی و.

دې وژونکې ناروغۍ ځکه ډېر دوام وکړ چې په هغه مهال طب کمزوری، خلک تر ډېره نالوستي یا (بېسواده) او یوازې په دم او دعا به يې ګوزاره کوله. خو طاعون د کليسا پر مشرانو چې دم او دعا به يې کوله، هم رحم نه کاوه.

تاسو به وايئ، چې د طاعون او د جلال اباد جګړه سره څه اړیکه لري؟ ښه پوښتنه ده، خو د هغه طاعون او د جلال اباد د جګړې تر منځ ډېر داسې څه شته چې سړی ورباندې ډېر تم شي.

لومړی دا چې، بېسوادي، جهالت او ناپوهي د هغه مهال او د جلال اباد د جګړې پر وخت سره یو ډول وه. ځکه خلکو به د ناپوهۍ له امله خپلې د کور خځلي دباندې غورځولي، تور موږکان به پرې راټولېدل او بیا به يې دغه ناروغي يوه او بل ته لېږدوله.

د جلال اباد د جګړې پر مهال هم د جګړې او وژلو له پاره نوره اړتیا نه لیدل کېدله، خو د ناپوهۍ، جهالت او تورو پنجابیانو په لمسون د بېوزلو هېوادوالو د وژلو او زورولو لړۍ روانه وه.

بله خبره چې ډېره زړه بوږنوونکې ده هغه د مړو راټول وو. د جلال اباد د جګړې په لومړۍ ورځ له پنځوسو زرو څخه په زیات شمېر  راکټونه او د درنو وسلو مرمۍ د جلال اباد پر ښار د تورو پنجابیانو له خوا راوتوغول شوي او هره ورځ به په همدې شکل ښار په نښه کېده.

د سترګو لیدلی حال په دې ډول و چې د جلال اباد اوسېدونکو به د شپې پر مهال خپل مړي را ايستل او پولیسو به په کوڅو کې مړي راټولول او بیا به يې په یوه ډله ییز قبر کې تر خاورو لاندې کول. هره ورځ او هره شپه همدا حال و، خو د هغه مهال د انسانانو په څېر دلته هم څوک نه پوهېدل او يا يې ځان نه پوهاوه چې د دې ناوړه جګړې تر شا هم د تورو پنجابیانو لاس او لمسون دی.

د جنرال حمید ګل تر څنګ شپاړس نور تور پنجابي جنرالان هم د بېنظیر بوټو په هدایت د دې ناوړه جګړې فعالین وو. خو دا هر څه تورو پنجابيانو د عربي او پنجابي ورږو په واسطه تر سره کول. په دې جګړه کې ناوړه ورږې په زرګونه عربي جنګیالي او تور پنجابي ځواکونه وو.

ښاغلي لیکوال او شاعر عصمت قانع د دې جګړې او د خپلو برېتونو د پرېښودلو بشپړ او واضح انځور په خپله یوه لیکنه کې ورکړی دی.

هلته په انګلستان کې کورونه او ښارونه له خلکو تش شوي وو، دلته هم په جلال اباد کې په زرګونه کورنۍ د غم پر ټغر کښېناستلي، هلته یو پر پنځه برخه خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړی و، خو دلته یو پر درې برخه اوسېدونکو خپل ژوند له لاسه ورکړ. بله دا چې هلته د کلیسا د مشرانو له خوا دا هر څه د خدای پاک قهر ګڼل کېده، دلته هم تورو پنجابیانو دې وژلو ته د سپېڅلي جهاد نوم ورکاوه. حال دا چې روسان وتلي وو، د ملي روغې جوړې پروګرام د ډاکټر نجیب الله له خوا اعلان شوی و، په دفاعي ځواکونو کې بې له افغانانو بل چا حضور نه درلوده.

دا هم ښکاره ده چې په سپېڅلي جهاد کې د خلکو وژل جواز نه لري او بیا چې د تورو پنجابیانو په لمسون او د خپلو هېوادوالو وژل وي. خو یو څه چې نه وو تر سره شوي هغه د افغان د اردو ړنګول او د وسلو کباړ وو. چې وروسته هغه هم په ډېر ویاړ د نواز شریف په امر او هدايت ترسره شو.

د طاعون ناروغانو به تبه او درد درلود، دوه درې ورځې په مهلت به يې وروسته ساه ورکوله، خو د جلال اباد په جګړه کې ښځو، کوچنیانو او ناروغانو بې له مهلته ساه ورکوله، یا به د مرمیو يو خوراک وو او یا به د لوږې له امله مړه کېدل.

انسانان یو ډول نه دي، ځکه کله چې انګرېزان وپوهېدل چې دا ناوړه ناروغي د تورو موږکانو له خوا ده. دوی ټول واړه او غټ، ښځې او نارينه، سپين ږیري او ځوانان په اتفاق او په یوه غږ د تورو موږکانو په وهلو او ټکولو پسې را ووتل او د خپلو مړو انتقام يې په نره ترې واخیست او تر ننه يې ځان ترې بېغمه کر، کوم یو چې ترې وتښتېد هغه هم د سمندرونو خوراک شول.

زموږ مېړنیو اتلانو هم د جلال اباد په جګړه کې پنجابي تور موږکان ښه وډبول، خپل افغانیت يې ورته وښوده، خو له بده مرغه چې شاته يې نه د مانش او نه ارام سمندر و، چې دوی هم د بحرونو خوراک کېدلای.

اوس هم تور پنجابيان غواړي د جلال اباد د جګړې وار زموږ له جګړه ځپلي ملت څخه واخلي او یو ځلې بیا زموږ هېواد د طاعون او وژلو په ناوړه جګړه اخته کړي. وايي، ړوند يو وار امسا ورکوي، که د دوهم ځل له پاره دا عمل تکرارېږي، بیا نو نوموړی یوازې د سترګو ړوند نه دی د عقل له پلوه هم ړوند دی.

که زموږ هېوادوال د دویم ځل له پاره امسا ورکوي او ځان د تورو موږکانو په طاعون اخته کوي بيا نو سمه ده، ګیله په کار نه ده. د جمهور رئیس استعفا دې مخکې له وخته وغواړي.

د ډاکټر نجیب الله له استعفا سره سم یوه ورځ وروسته اردو او ټول مقاومت په خپله مخه لاړل. اوس هم د دې پر ځای چې پر اوربند او د جګړې پر درېدلو ټینګار وشي، ځینې لنډه غر او د تورو موږکانو یاران د جمهور رئیس پر استعفا ټینګار کوي. دوی غواړي له دې سره خپل د لنډه غرۍ ژوند اوږد کړي.

وايي:« آزموده را ازمودن خطا است.»

او یا دا چې:« که یو ځل مې وغولوې خدای دې تا غرق کړي او که دويم او دريم ځل مې غولوې خدای دې ما غرق کړي.»

« نوره نو ستاسو خپله خوښه ده »

3 COMMENTS

  1. وحید
    ډیر قدرمن جنرال صاحبه! نوشتی ته دی مخامخ تیارسئ ودردیم او یو عسکری تعظیم می ورته وکړ. اوس راته ثابته شوه چی د وطن ریښتیانی جنرال یی. ویاړ ستا پر وطنی احساس او ملی غرور. دنجیب د رژیم خبره جدا ده، مګر کله چی د وطن خبره وی، بیا نو افغانیت او ارضی تمامیت مهم دی. نجیب که دفکر لحاظه هرڅه و، خپل کاریی وخو په وطن مین و او ویی کولای شو پنجاب ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی. جنرال صاحبه! تانه خواهشمند یاستو چی دغیسی ملی اردو او عسکری پوری مربوط لیکنی وکی. نوری لیکنی لکه لنډۍ او دغسی نور پریږده فقط د افغان عسکری غیرت او تاریخ او شهامت اود نظامی مسایلو او زموږ د ملی اردو او عسکری انظباط را زده که. مننه.

  2. وحید
    ورور لاروی ته
    ګرانه نه دی پیزنم سی زوان ی که په عمر پوخ، بقایا یی که مهاجر. زه یو مجاهد یم پخوا نیمه باسواده خو کله سی په کور سوم سواد ته می توجه وسوه اوس ښه یم یوڅه لیکلی سم،له سواد سره می نور معلومات او احساست هم ښه شول. بی ادبی نه کوم. پدی پوهیږم چی د بل چا عزت ساتل خپل عزت ساتل او بل چاته سپکی ناشولته له اخلاقو اوافغانی او اسلامی ادب لری خبره کول یعنی دخپلی کورنی تربی ښودل دی. تا تنها جنرال صاحب ته نه بلکه ماته نیش وهلی. زه خو یو لاروی پیزنم ډیر باتور، مودب او بانزاکته شخص دی. فکر نه کوم چی ته به هغه دتاند له ټولو لوستونکو معذرت وغواړه. تاند تهذیب پاڼه او نوی عالی کلتور هینداره او ځوان نسل دروزنی درس دی

  3. له ټولو ګرانو وطنوالو څخه په بخښنی سره؛
    د غلط استدلال په وړاندی تُند غبرګون باید د منلو وړ وی.
    باور مو وسه بېله انګرېزانو نور نو د نړۍ ټول وګړی د افغانستان د خلګو د وروستیو څو څلوېښت کلونو سیاسی – اجتماعی – فرهنګی – جنګی او…. حالاتو او د افغان بهرنی او نننی فزیک ته د حیرت ګوته په غاښ نیولې ده.
    د طنز په ژبه:
    ددې حیرت یوه برخه د هاضمې د سیسټم د تکړه طبی متخصصینو په هکله ده،
    هغوی تر اوسه پدې تعجب کی غرق دی او د لامل او علت د موندلو په لټه کی ئې دی چی :
    څرنګه د قراوانې خواړه دېرش کاله په معده کی پراته او له هغې څخه را وتلئ ږغ او بوی ( د ټېغ په ډول ) تازه! دی؟
    بل عرض می دا دئ:
    که هر چا د افغانستان د وروستیو ۹ لسیزو په اوږدو کی یو سالم او صالح او صیقل او صدیق او صدف صفت جنرال یا مارشال را وښود زه شل ډالره په انعام کی ور کوم.
    امّا د جلال آباد د جګړې د ټېغ په هکله یو تمثیل:
    کوم ځوان د کازینو او قمار معتاد سو ، د ماندینې په غیاب کی ئې د کور ټول سامان او د ماندینې زیورات او طلاوی را ټولی او خرڅی او روپۍ ئې په قمار بایلودې. کور ته سپېره غوږونه را روان ؤ، کله چی ئې ماندینه د پلار له کوره راغله نو قمار باز مېړه ئې په غاړه کی لاسونه ور واچول او په ژړا سو چی ښځی! غلو خو مو ټول کور پر B747 بار کړئ او وړی دی.ماندینې ئې ور ته وویل چی ګومان نه کوم غلو وړی وی بلکه تا خپله وړی او بایللی دی، د بې انصاف بچیه د پرتوګاښ لرګی دی هم نه دی پرې ایښئ.
    ښځی همیشه مېړه ته دا پیغورونه ور کول چی مانا ناځوانی دی وکړه، کومه ورځ مېړه د خونی په یو کونج کی د پرتوګاښ لرګی وموند او ډېر خوشحاله سو ، هفته وروسته ئې کله چی ولیدل د ماندینې اعصاب ئې لږ آرام دی نو ور نژدې سو او په مظلومانه او معصومانه لهجه ئې ور ته وویل:
    ګوره ښځی تا پر ما تور او تهمت تړلئ ؤ چی ګواکی د کور ټول سامان می غلا کړی دی خو دا د پرتوګاښ لرګی ددې سند دی چی ستا ادعا سمه نه وه ( ټول سامان می نه ؤ غلا کړئ ).
    بلې!
    جنرال او جنرالانو د افغان د کور ټول مادی او معنوی سامان د شوروی په کازینو کی له لاسه ورکړ خو دا مظلومانه! او معصومانه ! فریاد ئې د منلو! وړ دی چی ګواکی د پرتوګاښ لرګی ( د جلال آباد د جګړې نه باخت ) پر خپل ځای پروت دی او باید له ټولو جرمونو څخه برائت! ورکړه سی.
    که څنګه؟ جنرال ساب!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب