جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبلنډه کیسهد جرګې پرېکړه (لنډه کيسه) ليکواله: نسيمه باري

د جرګې پرېکړه (لنډه کيسه) ليکواله: نسيمه باري

د کلي په منځ  کي د جانو  اکا  کور  له ورايه ښکارېده، ځکه څنګ ته يې يوه تاريخي برجوره کلا وه چي اوس کنډواله سوې او خلکو به د پيريانو کلا بلله. د جانو اکا د کور مخ ته يو خالي ډګر هم و چي په بل سر کي يې د زلمي کوچنی دوکان ودان سوی  و.  

د ژمي موسم و، دباندي سوړ باد چلېده، د جانو اکا مېرمنه زرکه پرله پسې ټوخېدله، د څراغ تېل هم مخ پر تمامېدو وه، په دې وخت کي جانو اکا هم له خوبه راکښېناست او نسوار يې خولې ته واچوله، زرکي خوله په پلو پاکه کړه او په رېږدېدلي اواز يې وويل: د پهلوۍ پلاره  زه او ته زاړه سولو، دا دی زه په سالنډي اخته يم او ته د زړه خوږ  لرې، پښه مو د ګور پر غاړه ده، خدای خبر چي څومره وخت به لا ژوندي يو، نجونو ته ډېري مرکې راغلې، خو تا ټولي جواب کړې، که زما منې نو نجوني به مېړه ته ورکړو، که خدای د زوی خوشالي نه راوليده، د لوڼو د واده خوشالي خو به ووينو.  

جانو اکا د نسوارو ډکه خوله بوڅه کړه، په اور لړوني يې د نغري اور تازه کړ، تر لويو سپینو برېتو لاندي يې شونډي وښورېدې: ته ودرېږه چي يو سم سړی پيدا سي، تر اوسه خو چي څومره مرکې راغلي، نو يو يې هم د سړي زوی نه دی، ټول چرسيان او بنګيان دي.  پرون د منډي پلار هم راته وويل چي دوستي راسره وکړه، ويل تر موږ  ولاکه ښه خلک پيدا کړې، يو هډ او ماغزه يو، خپل تربورونه دي يو.  اوس نو ته فکر وکړه، ته  او خدای منډی انسان دی؟ چرسو تش ډول ځني جوړ کړی دی او  بل نو څومره سپين سترګی هلک دی. يوه ورځ يې راته ويل چي کاکا ته خو زوی نه لرې، هسي هم ميراث يې، په ژوندوني لا جايداد موږ  ته راووېشه. په دې وخت کي د جانو اکا تر خوله سوړ  اسوېلی وخوت، ويل ښه يې ويلي دي چي تربور د تيارې موږی دی، ته او خدای څوک چاته مخامخ داسي وايي؟  دا خبره به مي مرګی  هېروي، که ما زوی درلودای نو ولي به اوس هر ګيدړ  داړلای.  په دې وخت کي د څراغ ژيړي رڼا ته د جانو اکا په سترګو کي اوښکي وځلېدې او زرکه بيا ټوخي شنه کړه.  

جانو اکا دوې پېغلي لوڼي درلودې چي يوه پهلوۍ او بله چمکلۍ نومېدله، خو مور به يې له نازه يوه لويه او بله کوچنۍ ناوکۍ بلله.  که څه هم پهلوۍ تر چمکلۍ دوه کاله مشره وه، خو غبرګولياني ښکارېدې، داسي يو ډول ايسېدلې لکه يو جَوز ( چارمغز) چي دي پر منځ دوه ځايه کړی وي.  دا چي پهلوۍ او چمکلۍ ډېري کمالداره، پاک لمني  او ښايستې نجوني وې، نو نومونه يې د کلي د ټولو ځوانانو په خولو کي لوېدلي ول.  

يوه شپه ناوخته منډی د زلمي دوکان ته ورغی، ځان يې په پټو کي نغښتی و، لومړی يې شاوخوا وکتل او بيا سوکه دوکان ته ورننووت، په ټيټ اواز يې له  زلمي سره روغبر وکړ، زلمي په حيرانۍ وپوښتل: څه خبره ده، ولي داسي کرار خبري کوې؟

–  زلميه ته د فيل په غوږ کي ويده يې، کشکي دا دوکان زما وای، بيا به په هر څه خبر وای

–  ولي څه خبره ده؟

–  د جانو اکا لوڼي انډيوال لري

–  څه شي! انډيوال لري؟

–  هو انډيوال، عجيبه دا ده چي دواړي لوڼي يې له يوه نفر سره جوړي دي، دا اوس ما يو سړی  وليد چي د جانو اکا له کوره راووت، پر مخ يې پټو اچولی و، و مي نه پېژاند چي څوک و.

په لږ  وخت کي دا اوازه په ټول کلي کي خپره سوه. دا خبره که څه هم هر کليوال کوله، خو هيچا له نژدې د جانو اکا د لوڼو انډيوال نه و ليدلی او نه هم چا پېژانده.

يوه شپه ناوخته قومي مشر حاجي سالار  د زلمي دوکان ته ورغی، پر خوله يې لاس ونيو، زلمي ته يې ويل کرار خبري کوه، بيا يې وويل چي غواړم  د جانو اکا کور وڅارم چي رشتيا سړی ورته راځي که نه؟ تر دې وروسته دواړو  لکه ښکاريان د جانو اکا د کور دروازې ته په ځير ځير کتل، څو شېبې وروسته يو سړی د جانو  اکا له کوره راووت، شاوخوا يې وکتل او په چټکو ګامونو روان سو. حاجي سالار  ورپسي منډه کړه، ويل د سپي زويه ودرېږه! د سړي دوې پښې خپلي وې او دوې يې نوري پور کړې، په ځغاسته يې پيل وکړ، حاجي سالار د توپنچې دوه ټکه ورپسي وکړه، خو دواړه خطا سوه او سړی په تياره کي  له سترګو پناه سو.

په سبا د حاجي سالار  سراچه  ( حجره) له سپين ږيرو ډکه سوه، د چيلم  په کورهاري او سپين ږيرو په ټوخي کي خبره نه اورېدل کېده، خو حاجي سالار ولاړ سو او د جرګې  ګډونوال يې داسي مخاطب کړل:  وروڼو نن مي د دې لپاره راغوښتي  ياست چي زموږ د ټولو د عزت خبره ده.  دا اوازه به تاسي ټولو اورېدلې وي چي د جانو اکا کور ته سړی راځي، ما مخکي دا خبره نه منله، ما ويل هسي اوازه به وي، خو تېره شپه مي په خپلو سترګو وليدل چي يو سړی د جانو اکا له کوره راووت، په دې کار سره موږ ټولو ته ژيړه راواښته، ټول کلی بې عزته سو، بايد د پښتونولۍ له رواج سره سم د جانو اکا لوڼي د بدلمنۍ په جرم  ووژل سي.

په دې وخت کي ملا صاحب غاړه تازه کړه، ويل په دې اړه هيڅ ثبوت نسته، په تياره کي یو سړی له کوره راوتلی او معلوم نه دی چي څوک و او څه يې کوله او بل که دا خبره ثابته هم سي، نو  نجوني پېغلي دي، په شريعت کي يې مرګ نه دی روا، له شريعت سره سم په دُرو وهل کېږي. حاجي سالار يې په خوله کي ورولېد: ملاصاحب  ستا خبره سمه ده چي په شريعت کي يې مرګ نه روا، خو زموږ په رواج کي يې مرګ روا دی، موږ دا بې غيرتي نه سو منلای.

–  خان صاحب زه نه پوهېږم چي په شريعت کي د يو چا مرګ نه وي روا ته يې څنګه وژنې؟ دا خو بې ګناه قتل دی

–   ملا صاحب داسي ډېر کارونه سته چي په شريعت کي روا دي، خو په رواج کي بد بلل کېږي، ته خپله هم  تر داسي رواجونو  نه سې تېرېدلای

–  لکه څنګه رواج؟

–  لکه باد پرې کېدل چي په شريعت کي ناروا کار دی، خو ټول خلک يې شرم ګڼي، موږ  هم دا  کار شرم ګڼو، بايد خامخا نجوني ووژل سي.

له دې خبري سره سم په حجره کي شور او زوږ پورته سو: هو بايد خامخا نجوني ووژل سي، دومره بې غيرته نه يو چي مړې سترګي به ورته ګورو، بس دا د جرګې فيصله ده.

جانو اکا  کښته کتل او ځمکه يې ګروله، لکه ژبه چي يې ګونګۍ سوې وي، خبره يې تر خوله نه وتله، خو پر ځان يې زور راوست، ولاړ سو او په رېږدېدلي اواز يې وويل: تاسي تر ما نه اصل ياست اونه غيرتمند، که رشتيا زما لوڼي خدای مه کړه بدلمني وای، نو جرګې ته اړتيا نه وه، ما خپله وژلې، خو زما لوڼي بې ګناه دي او  زه پوهېږم چي  دا کار  زما پر ضد يوه  نقشه ده، که  د دې خبري شا ته شيطانت نه وي، نو هغه هلک څوک دی چي زما له لوڼو سره جوړ  دی؟ په تاسي کي يې څوک پېژني؟ ولي بېځايه پر خلکو تورونه لګوئ؟

په دې وخت کي د حاجي سالار د صبر کاسه ډکه سوه، له درده سور او شين واوښت، تر خوله يې ځګونه باد سول او په لوړ اواز يې وويل:  جانو اکا که ته دومره غيرت نه لرې چي لوڼي دي ووژنې، نو زه يې خپله وژنم. له دې سره سم يې څنګ ته پروت کلاشينکوف ورپورته کړ  او له حجرې ووت.

څو شېبې وروسته د جانو اکا په کور کي  ډزي  واورېدل سوې، له ډزو سره سم د حجرې سپين ږيري  د جانو اکا کره ورغلل، ګوري چي پهلوۍ او چمکلۍ په وينو لړلي پرتې دي، مور يې  ورته ناسته ده او رډ رډ ورته ګوري، لکه په ستوني کي چي يې ژړا وچه سوې وي. په دې وخت کي د لکړي کړپ واورېدل سو، جانو اکا سوړ پوړ راواوښت، خلکو نارې کړې چي جانو اکا بې سده سو،  په خوله کي اوبه ورکړئ، کله چي يې اوبه ورکړې، نو اوبه يې د خولې تر کونجونو بيرته راتوی سوې. يوه سپين ږيري يې پر زړه لاس ورکښېښود، ويل زړه يې ولاړ دی، مړ سوی دی.

په سبا د کلي په هديره کي درې نوي قبرونه زيات سوي ول.  پر دوو قبرونو زرغونه شالونه اوار ول.  منډی د يوه قبر سر ته ودرېد، د سګرېټي دود يې هوا ته پوف کړ، په خندا يې پر شال لاس تېر کړ او خپل ملګري ته يې وويل: ما ته  هم منډی وايي منډی. جانو اکا ډېر  ناځوانه سړی و،  ماته يې يوه لور نه راکوله، اوس دا دی دواړي لوڼي يې د تورو خاورو خوراک سوې او شکر دی چي ته هم له لوڼو سره يو ځای ورک سو.

ملګري يې وويل: نو دا نجوني خو حاجي سالار ووژلې، تا خو نه دي وژلي؟

–  منم چي ما نه دي وژلي، ما له ځانه اوازه واچوله چي انډيوال لري

–  نو حاجي سالار  خو ويل چي ما په خپلو سترګو يو سړی وليد چي د جانو اکا له کوره راووت

–  هی ساده، هغه سړی هم زه وم. کله چي مي وليدل چي حاجي سالار د زلمي په دوکان کي ناست دی، نو د کنډوالې له خوا د جانو اکا کور ته ورواوښتم او بيرته د دروازې له خوا راووتم، زه پوهېدم چي حاجي سالار مي په دې توره شپه کي نه نيولای او نه هم پېژندلای سي، خبر نه وم چي توپنچه به ورسره وي، خو د خدای فضل دی تر څو چي ده توپنچه سموله زه کوڅې ته ننوتم. منډي پر خپلو تورو او پنډو شونډو ژبه تېره کړه او په فاتحانه انداز يې وويل: خير که پهلوۍ او چمکلۍ مي له ګوتو ووتلې، د پلار جايداد خو یې لاس ته راغی، له دې سره سم له هديرې څخه روان سو.

د قبرونو سر ته د چرسو دود نڅا کوله، په دود  کې داسي کرښي وليکل سوې:

–  سړيه که زما منې نو نجوني به مېړه ته ورکړو، که خدای د زوی خوشالي نه راوليده، د لوڼو د واده خوشالي خو به ووينو.

–  ته ودرېږه چي يو سم سړی پيدا سي، تر اوسه خو چي څومره مرکې راغلي، نو يو يې هم د سړي زوی نه دی، ټول چرسيان او بنګيان دي.

–  ښه يې ويلي چي تربور د تيارې موږی دی.

څو شېبې وروسته باد د چرسو دودونه سره ګډوډ کړل، په دود  کي ليکل سوي جملې هم لکه د يوې کورنۍ ارمانونه باد يووړل.  

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب