پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeروغتیاد لیمو حیرانوونکې ګټې

د لیمو حیرانوونکې ګټې

لیکوال Doctor ASKY

ژباړن محمداکبر حقمل معینزی

لومړی: که د سرطان له ناروغۍ څخه ځورېږئ او یا که مو هډوکي نرم وي، نو د لیمو پوست وخورئ. همدارنګه د لیمو پوست کولای شي د غاښونو په روغ ساتلو کې له کچې زیاته مرسته درسره وکړي.

دویم: ترش لیمو د بدن اړینې اوبه بشپړوي او په ډنګرولو کې ستره ونډه لوبولای شي.

دریم: کوم څوک، چې خوب نه لري، نو ترش لیمو د وخوري.

څلورم: لیمو د ویټامین C درلودونکی دی او د نورو خوراکي توکو په پرته د بدن شته اړوندې اړتیاوې ډېر ژر پوره او بشپړولای شي.

پنځم: لیمو د ډول ډول میکروبونو وژونکی دی، د بدن هر اړخیزې باکتریاوې له منځه وړي.

شپږم: سهار وختي په تشه معده د لېمو د اوبو څښل کولای شي ټول زهري یا زهرجن ناروغي اچوونکي له منځه یوسي او د ډېرو ناروغیو د مخنیوي لامل شي.

اووم: له لیمو سره د ګرمو اوبو څښل کولای شي په هضم کې درسره مرسته وکړي.

اتم: د لیمو اوبه څښل کولای شي د تېزابو کچه نورماله او برابره وساتي.

نهم: که غواړئ، چې ډنګر واوسئ، نو له سهاره په پرلپسې ډول د لیمو د اوبو څښل مه هېروئ.

لسم: کوم څوک، چې تل لیمو خوري، نو د خولې بوی به یې بد او ناسم نه وي.

یوولسم: لیمو په منځ نیم کړئ او بیا یې بشپړه نیمايي برخه په چای کې واچوئ او ویې څښئ، چې دا کار د ډول ډول ناروغیو د مخنیوي لامل ګرځي.
M Akbar Haqmal mueenai

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب