تاند (جمعه، د لړم/ عقرب ۱۵ مه) ساینسپوهانو په لومړي ځل د یوه ناروغ انسان د درملنې لپاره د مصنوعي ځیرکتیا (AI) په مرسته جوړ شوي ویروسونه کارولي دي. د دې تجربوي درملنې هدف د هغو باکتریايي ناروغیو درملنه ده چې د انټيبیوټیک درملو پر وړاندې مقاومت لري.
د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې د مصنوعي ځیرکتیا یوې نوې کمپنۍ «رېډیکل نومېرېکس» ویلي، دغه درملنه پر یوه ناروغ ترسره شوې چې په یوه سخت باکتریايي انتان اخته و. په دې درملنه کې د کمپنۍ د «اومني ون» په نوم د مصنوعي ځیرکتیا ماډل په مرسته جوړ شوي ویروسونه کارول شوي دي.
دغه ماډل د باکتریاوو خوړونکو ویروسونو یا «باکتریوفېجونو» په جوړولو کې مرسته کوي. دا ډول ویروسونه د انسان پر حجرو برید نه کوي، بلکې باکتریاوې په نخښه کوي او له منځه یې وړي.
ډاکټران له پخوا راهیسې د ځینو سختو باکتریايي انتانونو د درملنې لپاره له دغو ویروسونو په ازمیښتي توګه کار اخلي، په ځانګړي ډول د هغو ناروغانو لپاره چې نورې درملنې پرې اغېز نه کوي.
خو په دې نوې څېړنه کې د ویروس یوه برخه له سره ډیزاین شوې، څو د ناروغۍ رامنځته کوونکې ځانګړې باکتریا په ښه توګه وپېژني او پرې برید وکړي.
د کمپنۍ په وینا، د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته په راتلونکي کې د دې بهیر موده ښايي یوازې څو ورځو ته راکمه شي. د درملنې له پیل مخکې جوړ شوي ویروسونه د ناروغ له بدن څخه د اخیستل شویو باکتریاوو پر نمونو وازمویل شول. کمپنۍ ادعا کوي چې دغو ویروسونو په لابراتوار کې د انټيبیوټیکونو پر وړاندې مقاومې باکتریاوې په بشپړه توګه له منځه وړې دي.
دوی نه دي ویلي چې ناروغ په کومه ناروغۍ اخته و، د درملنې پایله یې څه وه او ایا انتان یې په بشپړه توګه له منځه تللی دی که نه. همداراز، د دې تجربې پایلې لا په کومه علمي څېړنیزه مقاله کې نه دي خپرې شوې چې خپلواکه ساینسي ارزونه یې شوې وي.
دا پرمختګ په داسې حال کې دی چې ساینسپوهان د طبي څېړنو د چټکولو لپاره د مصنوعي ځیرکتیا کارول زیاتوي؛ خو د دې ټکنالوژۍ د ناسم استعمال او بیولوژیکي خوندیتوب په اړه اندېښنې هم مخ په زیاتېدو دي.
د بېلګې په توګه، د روان کال په اګست کې د سټنفورډ پوهنتون او «ارک انستېتیوت» څېړونکو اعلان کړی و چې د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته یې داسې نوي ویروسونه جوړ کړي چې په لابراتوار کې د «ای کولی» باکتریاوو د له منځه وړلو وړتیا لري. خو هغه ازموینې پر انسانانو نه وې ترسره شوې.
څېړونکي خبرداری ورکوي چې د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته د ویروسونو د جوړولو وړتیا باید د خوندیتوب له سختو تدابیرو سره مله وي، څو دغه ټکنالوژي د انسانانو او حیواناتو د زیانمنولو لپاره ونه کارول شي.