یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeادبلنډه کیسهنښه (لنډه کیسه) محمد نعمان دوست

نښه (لنډه کیسه) محمد نعمان دوست

سلیمې د کړکۍ له څيرې پلاستیکه سر وویست، خپل ماشوم زوی ته یې کتل او داسې اوښکې یې ورپسې تویولې لکه لرې وطن ته روان مساپر پسې چې اوبه شیندي.

نور ماشومان هم یو یو  د وږو سویانو په څير له خپلو کورونو راوتل او سره یو ځای کیدل. د ماشومانو ټولی په کوڅه کې تاو شو او له سترګو پنا شو.

یو ناڅاپه به ګړز شو، سلیمې به چیغه کړه او په منډه به د کړکۍ خواته ودریده. یو ځای به غیږ غیږ تورلګي پورته کیدل. هغې به خپل سر دواړو لاسونو کې ونیوه، د خونې پر دیواله را ځړیدلي تصویر ته به یې وکتل او بیا به ځان سره په خبرو لګیا شوه:

خپله نښه دې ولې پریښوده؟ زه ترې ساتنه نشم کولای. زه بېوسه یم… و مې بخښه، له بې پروایۍ مې نه دی لیږلی. که کور کې پاتې وای هم نه پاتې کیده.

بیا ګړز شو، میرمنې کړکۍ ته منډه کړه، په تورو لوګیو کې ورته څه ښکاره شول. لکه د زوی هډونه یې چې وي، ژر یې له دیواله د ماشوم عکس راواخیست، پر مخ او سر یې ورته لاس واهه: ته خو ښه یې کنه؟ لاسونه دي شته کنه؟ پښې دې روغې دي کنه… ته به په خپلو پښو راځي کنه…

د انګړ ور پرانیستل شو، د (مورې) غږ په بنده دروازه را ننوت. سلیمه لکه د جمناستیک نمایش چې ورکوي، زینه کې کولې شوه، د انګړ منځ ته ورسیده او خپل زوی یې سینې پورې جوخت ونیو.

د ماشوم  مخ تک سور اوښتی و. خوله خوله و. کڅوړه یې له سپینو غټو او کوچنیو هډوکو ډکه وه، د دروازې څنګ ته یې کیښوده. مور ته نږدې شو:

مورې! ماشومان ډیر وو. ایله مې همدومره هډوکي ټول کړل. مازدیګر یې خرڅوم. تاته ډوډۍ اخلم، سهار دې خپله برخه ماته راکړه، ته به وږې یې کنه.

سلیمې، زوی سینې پورې جوخت کړ، شیبه وروسته خونې ته لاړل. د چایو پیاله یې ورته کیښوده او بیا یې مخامخ عکس ته په ځير ځیر کتل.  څه ور یاد شول:

په هغه ورځ کامل د پېړو  شکور پر سر کیښود او داش ته روان شو، انګړ کې ولوید او سلیمه بیا تر ډیره د غفران له خبرو نه خلاصیده. همدا به یې ویل: نو په ماشوم څوک کار کوي؟ همدلته به دې په تبۍ پخه کړې وه. ماته به دې صبر کړی و. ګوره، دا کار بیا تکرار نشي!

میرمن په منډه له خونې ووته، د هډوکو پر بوجۍ یې زوړ ترپال کش کړ؛ لکه له غفرانه چې یې پټوي…

کامل، نور هر ماسپښین له کوره وته او مازدیګر قضا به لکه جوالي له بوجۍ سره راننوت.

شاوخوا کورونه ورځ په ورځ خالي کیدل. د بازار ډيری دوکانونه هم بند شوي وو. خلک وچې ډوډۍ ته حیران وو. قصابۍ نه چلیده.

څو ورځې ماشومان کورونو ته خالي راستانه شول.  بله ورځ چې کله بیا سره یو ځای شول، خپلو کې یې خبرې شروع کړې:

یوه ویل: نن شپه وږي ویده شوو. له ولږې مې زړه بد بد کیږي.

بل ویل: وړې خور مې ټوله شپه له ولږې ژړلې.

صابر چې د پښو په سر ناست و او تر دې وخته یې په ماته ښیښه پر زمکه کرښې را کاږلې، سر راپورته کړ.

ماته د هډوکو ځای معلوم دی!

له دې خبرې سره ټول همزولي داسې ور نږدې شول لکه له وریژو ډک غوری چې یې څوک مخې ته کیږدي.

صابر، مخامخ لاس ونیوه او ټولو هماغه خوا وکتل. هلته هدیره وه.   هدیره، لکه روانه چې وي، ورځ په ورځ کورونو ته نږدې کیده.

ماشومان حیران او غلي شول، خو صابر یې سکوت مات کړ: نور ښار کې هډوکي نشته. دا درېیمه ورځ ده چې یو هډوکی مو نه دی موندلی. کاکا خیرو هم خپله قصابي وتړله او کډه یې بار کړه. موږ باید ماښام قضا راټول شو او بیا …

په هغه شپه کامل تر ډيره نارامه و. کله به یې غږ کړ: زه یې نشم کولای. زه ډاریږم. زه له قبرونو ویریږم…

سلیمې خپل یاد سورتونه پرې چوف کړل او شپه یې رڼه تیره کړه.

سهار، د انګړ ور وټکیده. ماشومان راټول وو. کامل ور ووت او بیا د کوڅې په بر سر کې هغه انګړ ته ننوتل چې څو ورځې وړاندې پرې راکټ لګیدلی و. کډه ترې بار شوې وه او په انګړ کې پر دوه تازه قبرونو جنډې رپیدې.

ټولو د نن ماښام د پلان په اړه خبرې وکړې او بیا هر یو خپل کور ته لاړه.

کامل، مور ته مخ واړو: مورې!

قصابانو ویل چې نور ماښام راځئ. موږ ماښام قصابي کوو او د ورځې غوښه پلورو.

د سلیمې هډونه سست شول، د هغه پر سر یې لاس کیښود:

زویه!ماښام نه ډاریږې؟  

  • نه،مورې. یواځې نه یم.

سلیمه غلې شوه. غوښتل یې داسې خبرې وکړي چې منع شي. خو چې کټ کې پرتې خپلې سپین سرې خواښې ته یې وکتل، د تیرې شپې ولږه یې په یاد شوه. نو  سترګې یې وچې کړې : زویه، بسم الله وایه!

هغې لا نور نصیحتونه هم کول چې شغ شو. د انګړ له ونې ویدې مرغۍ والوتې او راکټ د ګاونډ د کور پر دیواله داسې خوله خښه کړه، لکه وږی پړانګ چې غرڅه له څټه ونیسي.

کامل، به تېر ماسخوتن کورته راننوت. سهار به یې راټول هډوکي د خرڅلاو لپاره ویوړل او ماښام به نورو پسې ووت.

په هغه شپه چې څنګه کور ته را ننوت، د کوهې غاړې ته لاړ. مخ ته یې مسلسل ډکې لپې اوبه واچولې.  پاس خونې ته وخوت، بیرته راښکته شو. انګړ کې  تاویده را تاویده. مور یې په زور خونې ته ننویست. بیا پورته شو. بالښتونه یې یو پر بل کیښودل، له دیواله یې عکس راښکته کړ. سترګو ته یې ښه نږدې کړ. په لمنه یې د چوکاټ ښیښه پاکه کړه. د الیکن تتې رڼا ته یې تر ډيره عکس ته کتل.

مور یې چې څنګه سلام واړوه نو ده ور غږ کړ: مورې، دم مې کړه. ډاریږم. پلار مې راته غوصه دی. پلار مې رانه خپه دی.

میرمن هکه پکه شوه. زویه! ته دې په پلار ډير ګران وې. هغه تاته هیڅکله نه و غوصه شوی. کاش هغه … له دې خبرې سره ګړز شو، د خونې له کونجونو خاورې را تویه شوې او له یوه نږدې کوره لمبې پورته شوې.

په منډه لاندې خونې ته راکښته شول.مور یې په چیغو کې وویل: خدایه، دا څه حال دی؟ په خپلو دعاوو پښیمانه شوو. دوی خو ټول کابل وران کړ، لکه چې یو هم ژوندی نه پریږدي، لکه چې  د خاوند یواځنۍ نښه هم رانه اخلي او…


هلک په بړستنه ننوت، اړخ په اړخ اوښته. له ځان سره یې خبرې کولې. پلاره، خپه یې؟ ولې راسره خبرې نه کوې؟ ولې…؟

سلیمه، حیرانه وه. کله یې د زوی خواته د خاوند عکس ته کتل او کله هغه ته. سلګیو ونیوله. د بڼو څوکو ته یې اوښکې راپنډ شوې، غوښتل یې چیغه کړي، خو ژر یې په ټکري خوله بنده کړه.

هلک ارام شو او دا یې هم خواته ویده شوه.

سهار له ویښیدو سره سم کامل مور ته مخ واړو:

مورې پلار پسې مې ډير خپه یم. یادیږي مې. ټوله شپه مې ور سره خبرې کولې، خو هغه مرور و. هیڅ نه غږیده. مورې، نن به خامخا د پلار قبر ته ځوو. مورې! ډير قبرونه جوړ شوي. اوس مې د پلار قبر  سم نه پیژنم.

لمر را وخوت، شغلې لکه شوخ ماشومان د کنډواله کورونو له دیوالونو ور واوښتې.

سلیمې تور زړوکی په سر کړ او کامل تر ډيره د انګړ دروازې خواته بوجۍ ته کتلې.

دواړه روان شول، هدیره لویه شوې وه. د هدیرې غیږ ډکه وه. سلیمې ځان سره ویل: خدایه، دا څه حال دی؛ یوه میاشت کې دومره ډير قبرونه!

مخکې روان وو. سلیمه سپړلو قبرونو ته حیرانه وه. هغې ویل: زویه، یو ډول ځناور دي، ګورګټۍ (گورکښ) یې بولي. قبرونه سپړي. ښځه، لږ غلې شوه بیا یې ویل: هغه خو تازه قبرونه سپړي، دا خو تازه نه دي.

کامل خپل ځان ته وکتل، خپل همزولي یې په یاد کړل، له ځانه وډار شو، لکه دی چې هم په ګورګټۍ بدل شوی وي. لکه په څلورې چې روان وي.

مخکې لاړل، سلیمه ورخطا وه. ګامونه یې چټک کړل. یو دم ټکنۍ شوه. جوړه کړې جنډه یې له لاسه ولویده. د سپړلي قبر خواته کښیناسته. ټول هډونه یې لړزیدل.   یو دم یې چیغه کړه: سر دې وخورې ګورګټۍ….

له دې سره کامل ژر پر خپل سر لاس کیښود، لکه ښیرا چې قبوله شوي وي؛ پر سپړل شوي قبر وغوړید.

محمد نعمان دوست، جلال اباد

فبروری-۱۹، ۲۰۱۷ ، یکشنبه

2 COMMENTS

  1. سلام
    لمر را وخوت، شغلې لکه شوخ ماشومان د کنډواله کورونو له دیوالونو ور واوښتې
    د سولې، ابادي، پرمختګ اورڼا لمر په هيله. د کنډوالو کورونو د بيا رغونې او جوړېيدو په تمنا، د ډبريزه اوچتو او کلکو ديوالونو د پراختيا په انتظار. د دوست په شان د پښتني ،ادبي اوفرهنګي کيسو کې دپورتني جملې ښکلا او ګاڼه هغه څه دي چې ډير کم ليکوال ېې په داسې کلمو کې لنډيز ته بياي ډيره خوندوره او په زړه پورې کيسه ده

  2. PA Zharaa di mra kroo. Auuuuuf.

    D insanano hadooki reshtya ham Kabul ki Khars shwal, zama yi d akhbaar tasweer PA yaad dai.

    Allah di wakree chi D marg sawdagaran yi walwalee.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب