Homeادبلنډه کیسهموږک/ اجمل پسرلی

موږک/ اجمل پسرلی

ټک ټک شو. ښځې د غوږ شاته لاس ونیو. میړه ورته وویل:

-یو خو ستا له موږکه زړه چوي، پیشو له وره سره ده

-ګناه لري دباندې ډیر یخ دی لاره ورکړه

سړي د خپل زوی لستوڼی بډواهه:

-ته ورته ګوره تک سور شوی

– خو هلک یې په کراره نه پریږدي له لکۍ یې راکشوي اخر هغې هم نوکراغې کړ

سړي سګریټ ولګاوه. میرمنې یې ورته وویل:

-پیشو پسې ورکه نه شي

-دغه دې لوری شي

-دا زوړ کور خو به مو موږک په سر سره واخلي

سړی سګریټ د کړکۍ خواته پف کړ. پیشو د کړکۍ پر ژۍ د بهر خواته غونجه منجه ناسته وه، میو یې وکړ. سړی هاهاها وخندل:

-اوس یې عذر ته ګوره

ښځې کمپله پر ماشوم سمه کړه او کړکۍ ته ورغله. د پیشو بریتونه په واورو سپین شوي و، لکۍ یې ترځان لاندې کړې وه. ښځې د کړکۍ لاستې ته لاس وروغځاوه. سړی یې لاس پورې واهه. پیشو له ډاره شاته ټوپ کړل.

په کوټه کې بیا ټک ټک شو. ښځې وئ کړل:

-په خدای موږک دی مخکې دې ویل چې پیشو په وره کې ده هله پیشو ته ور ورخلاص کړه

سړي د پخلنځي ور ورو پرانیست. په المارۍ کې ټکا وه. د وره له غږ سره غلې شوه. ده د المارۍ پله راکش کړه، بله المارۍ یې خلاصه کړه، چې دریمه یې پرانیسته، خرهاری شو پیشو پرې ځان وموښه. دی راپه شا شو. ښځې ته یې بد بد وکتل. پیشو د المارۍ مخې ته پښې وغځولې، بریتونه یې څک کړل .

سړي په راایستلو سترګو ښځې ته وویل:

-ډوډۍ ورنه کړې مه کوه چې همدا وخوري.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...