یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeداسې هم شتهساینسپه څو ثانیو کې چارج کېدونکې بېټرۍ جوړه شوه

په څو ثانیو کې چارج کېدونکې بېټرۍ جوړه شوه

تاند- انګلیسي څېړونکو یوه نوې ماده اختراع کړې چې کولی شي بېټرۍ په هر ځل چارج لا پیاوړي کړي او لا ډېره انرژي تولید کړي.

دې نوې اختراع د لپ ټاپونو، موبایلونو او ټابلېټونو د چارج کېدو وخت څو ثانیو ته رالنډ کړی دی.

د بریتانیا د انډیپینډنټ ورځپاڼې د راپور له مخې، دا ماده، چې د بریتانیا د (سري) او (بریسټول) پوهنتونونو د څېړونکو په مرسته جوړه شوې، د بېټریو قدرت په حیرانوونکي ډول زیاتوي.

دا نوې ماده له یو خاص ډول پولیمر څخه جوړه شوې ده.

د هغې اختراع کوونکي وايي چې په راتلونکي وخت کې کېدای شي له دې مادې څخه په برقي یا الیکترونیکي موټرو کې هم کار واخیستل شي.

دوی وايي، هغه برقي موټر چې اوس په یو وار چارج شاوخوا ۵۴ کیلومتره مزل کولی شي، په نوې شېوه یا تکنالوژۍ به د دې ۸ برابره یعني ۶۶۶ کیلومتره مزل کولی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب