زموږ له خاوري ووزﺉ
زموږ ساحل زموږسیندونه
زموږ د غنمو درمندونه
زموږ نمک ، زموږ زخمونه
موږ ته راپرېږدﺉ
(۱۹۴۱ ء ۲۰۰۸ ء)
هغه وختونه مي پیاد دي چي شپږ کلن وم ، دغره پر زرغونه څوکه پروت کلي ٫٫ البروه٬٬ کي میشت وم د دې کلي و مخ ته د ٫٫ عکا٬٬ ډاګمینه مځکه غزیدلې ده ، زه د یوې ټیټي کورنۍ غړی وم چي په کښت او کرونده به توانېدولو .
زه ۷ کلن وم چي مي ناڅاپه د ماشومتوب شوخۍ ورکي سوې ، ښه مي پیاد سي چي دا ټول څه ډول وسو ، دا د دوبي یوه توده شپه وه ، د ټول کلي خلګ د پخوا په څېر پر خپلو بامونو پراته وو ، ناڅاپه په نیمه شپه کي مي مور د خوبه راویښ کړم ، څه ساعت پس مي ځان د کلي د نورو خلګو سره یو ځای په ځنګل کي په ډ ار ا و په بیړه مل لیدو ، مرمۍ زموږ تر سرونو لوړي تېریدې ، زه هیڅ په دې نه پوهیدم چي دا ټول څه کیږي ، د همدې شپې د پرلپسې سفر په عوض مي ډېر خپلوان نادرکه سول ، د یو نژدې قریب سره کوم ناپېژندلي کلي ته راغلم ، کوشنیان یې بیخي نابلده غوندي وو ، ماپه ډېر محصومیت د یو چاڅخه وپوښتل چي ٫٫ دا زه کوم ځای ته راغلم ؟٬٬ په لومړي ځل مي د لبنان د ټکي سره غوږونه اشناسول ، زه یې اوس هم رایادوم دا هم هغه شپه وه چي زما او زما د کوشنیوالي تر منځ یې د بې رحمۍ کرښه راوکښله او دا ډ ول زما بې فکره هم د غمونو خلاص ماشوموالی تمام سو ، ناببره مي داسي وپاموله لکه زه چي هم د ځوانانو د ډلي د شمېر یم ، د ماشومتوب د هیلو هم مي د ټولو غوښتنو خاتمه تر سره سوه اوس مي ستونځي په برخه دي، پرما هغه مهال ( هغه وختونه چي په لبنان کي مي تېر کړي دي ) دا څرګنده سوه چي ٫٫ وطن ٬٬ وڅه ته وایي ، زما دا خاطره هیڅکله نسي هیریدلای چي په ژوند کي د لومړي ځل لپاره په یوه اوږده قطار کي د خوراک تر لاسه کولو په خاطر ولاړ وم چي یوې دولتي مرستندویه موسیسې ویشلو ، د دې خوراک په زړه پوري برخه یو ژړبخونه ښوروا وه ، هم په دغه ورځو، شپو کي مي غوږونه د ځينو داسي ټکو په اورېدو سره بلد سو چي د یوې نوي دنیا ور یې راباندي پرانستلو وطن، جنګ ، پوځ، مهاجرین ، پولي ، خبرونه هم د دې ټکو په اساس د دې نوي دنیا نندارچي سوم ، ورسره بلد سو م .
وو!بلدتیامي ورځیني په برخه سوه ، دا حالاتو هم دا پيښو د ما زما د ماشومتوب وختونه چور کړو .
د یوه کال څخه تر ډېرو وختونو وروسته ، چي مي د یوه مهاجر په توګه ژوند تېر کړی دی ، راته وویل سول چي دوه ورځي پس به بېرته خپل کور ته ستنېږو ، وماته ټوله شپه خوب رانغلو د سرشارۍ مستي دومره راباندي غوړېدلې وه چي د سترګو د پټولو هیڅ امکان موجود پاته نه وو بیرته خپل کورته د ستنېدلو معنا زما لپاره دا وه چي له دې ژړبخوني ښوروا به یو مخ خلاص سم او د لبناني ماشومانو د شیطانۍ او د دوی راته پناه ګزین غوندي بې قدره نوم ویلو به د تل لپاره آزاد سم .
موږ د بیرته ستنیدلو په سفر رهي سو ، شپه تپه تیاره وه هر شی په تیاره کی ډوب وو ، موږ درې واړه روان وو زه ، کاکا، او لار پیژندونکی چي په غرونو او د غرونو په پټو لارو بلد وو ، زما یاد سي چي موږ به تر ډېره ستوني ستخ د خپلو نسونو په وسیله څګېدلو چي مي دا ډول څوک ونه ویني د همدې ستړي ستومان سفر وروسته مي ځانونه په یوه آبادي کي محسوس کړل ، په دې چي پوه سوم تر اوسه ٫٫ دیرالاسد٬٬ ته رارسېدلي یو بیغي زیات خواشنی سوم ، دا خو زموږ کلی نه وو ، دلته مي نه کوڅې وې ، نه خو زموږ کورونه وو ، پوښتنه مي وکړه ٫٫ موږ به کله خپل کلي ته ورسیږو ؟ خپل کورته به څه مهال رسو ؟٬٬ زما و دغه پوښتنو ته چي څه ډول ځوابونه به ویل کیدل ، زما لپاره د کوم اطمنیان وړ نه وو ، او زیاته اندازه ځوابونه زما تر سیوه لوړ وو ، زه نه پویدم روغ کلی څنګه نړیدلای سي او زما دنیا د تل لپاره څنګه فنا کیدلای سي .
په کار وو چي څه درک مې موندلی وای ، اخر په څه یې زما ودانه دنیا ویجاړه کړه ، داسي کونکي څوک وو ؟
۳
کرار ، کرار د مشرانو په ژوند او د هغو په ستونځو بلد سوم هم په دې وپویدم چي زه د خپلو خوبونو ښار او کوڅو ته نه یم راګرځیدلای ، تش یو مهاجر خپل درک او استوګن ځای تغیر کړی دی ،زه په لبنان کي هم یو مهاجر وم هم خپل وطن ته په بېرته راستنیدو سره د یوه مهاجر ژوند تېروم .
اوس چي دا خبري کوم نو ۲۸ کلن یم ، دهغو وختونو په اړه په کلکه حکم کولای سم ، یو انسان چي په پردي وطن کي مهاجر وي او وروسته په خپل وطن کي هم مهاجر پاته سي نوپه زغرده ویلای سو په خپل وطن کي مهاجرت ډېر وحشتناک وي ، د جلاوطنۍ کړاونه، هیلي ، او د بېرته راستنیدلو د ورځو انتظار دا داسي شیان دي چي کوم سوب او علت لري دا چي په خپل وطن کي د پناه ګزین په حیث پاته سې ، د دې په منطق او شتوالي پوه نه سوم !
انسان چي په کلونو، کلونووده کوي ، تر دغه کړاوجن عمل چي راتېرسي هله پویدلای سي چي په خپل وطن کي زموږ وجود ( وي دي په کوم حالت کي چي وي ) یو انجام او علت دی و دا مهال د انسان په ژوند کي د چلینج ذرات ورننوزي ، شعور ارږومۍ اخلي او د ستونځو د چارو لټون رازیږي ، ما د خپل ژوند په دې نوي پړاو کي هغه حل وموندلو ، هلکتوب مي اوس تېر سوی دی .
د ځان سره مي داسي پامولې ده چي زیاتي به ٫٫ تړون٬٬ ساتم دا تړون به رسمي او په بازاري توګه نه وي ، یو فعاله او پراخ بنسټه ٫٫ تړون٬٬ د ژور فکر تر انګیرني پس یو سیاسي تړون دا یو فطري عمل دی چی سیاسي شعور تر حد تېر حساسیت او دتېرو ورځو د یادونو ډکو جذباتو کي اعتدال راپاروي .
داسي به ووایم دا اوسني وختونه مي تر پخواني وختونو نسبتاً څه وسا غوندي دي ، خو چي څه مهال د شعر لیکلو ته چمتو سم یو نفسیاتي او داخلي کشمکش په وجود کي هڅوم ، هغه مهال د یو هنرمن(فنکار) د احساس ، سیاسي پوهني او هوښ تر منځ مجلس تود وي او هیڅکله دا نه غواړم چي یو هنرمن دي ځان ته کوم حجاب خوښ کړي .
دا هیڅ خبره نه ده چي د یوهنرمن ذات دي لوڅ سي .
۴
زه چي څه مهال ٫٫ دیرالاسد٬٬ ته راغلم په دویم ټولګي کي وم د مکتب سرمعلم بیخي نیک خصلته انسان وو ، زما په یادسي څه مهال چي به کوم دتعلیم د څانګي مشر زموږ مکتب ته راتلو نوبه سرمعلم زه و ځان ته ور وبللم ، په کوم بل کوشني وطاق کي به یې بندي کړم په دې چي دولتي مامورینو زه په پټه توګه راستنېدونکو کي شمېرلم ، زه به ټولو استادانو د مامورینو د قهره ژغورلم .
دغه پیښو زما د مهم ټکو په خورجین کي د یوه نوي ټکي ٫٫ متسلل٬٬ ( په پټه توګه راستنېدونکي څوک) اضافګي وکړه ، د دې کلي پر طرف چي کله هم پولیس راپېښیږي ، ما د وړاندي لا په المارۍ یا کوم کډي کي خوندي کړي ، په دې چي زما په خپل وطن او پخپلو خلګو کي په ازادانه توګه ګرځېدل هم اوسېدل منع دي .
زه خپلو مشرانو پویولی وم چي په هیڅ توګه دا اقرار ونکړم ٫٫ چي په لبنان کي مي وخت تېر کړی دی ٬٬ دا به ورته وایم د شمال پر لور کومي غرنۍ قبیلې ته تللی وم ، ماهم دا ډول وکړو څه ډول چي راته ویل سوي وو، په دې هیله چي به هم دا ډول خپل اسرایلي شناختي کارډ لاس ته راوړم –
پاته سو قومیت ، تر نن ورځي مي په خپل وطن کي ، خپل قومیت تر لاسه نکړو!
۵
زما شمېر د ځیرکو لوستونکو له ډلي وو ، زه د عربي ادب چینجی وم ، ماد خپلي شاعرۍ په لومړیو پړاونو کي د ٫٫ جاهلي ٬٬ شاعرۍ پوستکي پوڼول او نن دا ټول څه راته ناخوښه بریښي چي د خپلي څېرې په لومړي ځل نقاب اخلم ، ماهغه مهال د انځورګرۍ زړه وړونکې نازکه شهزادګۍ درلوده، که مي حالات څه بل ډول وایي ممکنه وه چي زه به د شاعر پرته انځورګر ګرځیدلای وای ، ما انځورګري ولي پرېښودله ؟ که یې علت درته ووایم تاسو به راپوري وخاندﺉ ، علت یې هم دا وو چي د پلار سره مي دومره پیسې نه وې چي د انځورګرۍ ټول سامان یې راته نیولی وای ، د لیکلو او لوستلو شیان یې د زړه په خوږ راته رانیول ، زه دې خپلي بې وسۍ بیخي زیات ځورولم هم مي ډېري اوښکي ورباندي څڅولې، پای مي انځورګرۍ سره مخه ښه وکړه ، دا مهال مي د انځورګرۍ د تندي وژلو په خاطر په شعر لیکلو پیل وکړو ، په شعر لیکنه دومره خرڅ نه راتلو
زما د لومړي پیل د شاعرانه کړاوونو موضوعات زما د ماشومتوب سپېڅلي جذبات وو ، وخت ناوخته به مي نثر هم ولیکلو ، زښت د مغزه ډک او د خپل عمر سره سم، څه زیات سنجیده غوندي موضوعاتو باندي به هم ، زما استادانو وماته د لیکلو توان رابخښلو او زه تر نن ورځي له هغو څخه د ځینو چي یو پکي زموږ اشتراکي استاد ٫٫ غرمرقسي ٬٬ هم وو ، زښت احسان منونکی یم .
هم دا استادان وو چي زه یې تر ګوته ونیولم ، زما د منزل لور یې را وښود او د شاعرۍ په لاره یې تګ را زده کړو !
شاعرۍ چي مي څه ډول سترګي وغړولې ، په لاره کي یې ازغي راته وکرل ، پوځي حکمدارو ته مخامخ سوم ، په دې اړه دا پیښه واورﺉ ، زه د اتم ټولګي لوستونکی وم په وطن کي د اسرایلي ریاست اتم جشن نماځل کېدلو ، د عربو په کلو کي جلسې جوړیدلې د مکتب ماشومانو هم پکي برخه اخیستله ، سرمعلم صاحب وماته په دې جلسه کي د ګډون بلنه راکړه ، دا جلسه زموږ په کلي ٫٫ دیرالاسد٬٬ کي کېدونکې وه ، په ژوند کي په لومړي ځل زه دمایک ومخ ته ودرېدم ، لنډی پتلون مي اغوستی وو ، دې جلسې ته چي مي کوم نظم وړاندي کړو هغه د احتجاج یو قوي ږغ وو ٫٫ د یو عربي ماشوم له اړخه د اسرایلي ماشوم په نوم ٬٬ هغه نظم مي اوس پیاد نه دی ، څه دا ډول خیال یې وو ٫٫ اې یاره ! ته چي څه مهال او څنګه وغواړې تر ځلیدونکي لمر لاندي لوبېدلای سې ، که ځان لره لوبونکي شیان وغواړې رانیولای یې سې ، لاکن زه پکي هیڅ کولای نسم ، زه په خپل واک کي هغه هیڅ نلرم کوم چي لتاسره سته ، تاسره کوردی ، زه بې کوره یم ، زه یو پناه ګزین یم ، خوشالۍ او اخترونه ټول ستا لپاره دي ، زما لپاره پکي هیڅ نسته ، اخر د دې علت څه دی چي زه و ته یو ځای سره لوبېدلای نسو ؟ ٬٬ .
په دا بله ورځ پوځي دفتر ٫٫ مجدالکروم ٬٬ ته ور وبلل سوم ، ډېري سپکي سپوري یې راته وویلې ، راز ، راز ګواښونه راته وسول ، زه هیڅ نه پوهیدم چي ورته د څه ډول ځواب ووایم ، د دفتر یې چي را ووتم په چیغو،چیغو مي وژړل په دې چي د هغو د ګواښونو وروستۍ جمله څه دا ډول وه ٫٫ که دي بیا دا ډول شعر ولوستلو نو پلار به دي د کاڼو د ماتولو له روزګاره بې برخي کړو ٬٬ .
اوس چي دا ټول څه رایادوم خورا ارمان راته ودریږي ، د دې پوځي مامور ګواښونو راباندي زیاته ناوړه او منفي اغیزه وکړه ، د ځان سره مي په طفلانه منطق وویل ٫٫ بیا به څه نه لیکم خو دا بدل به حتماً اخلم ٬٬ زما طفلانه سد په دې هیڅ نه رسېدی چي دا شعر یو پوځي مامور ولي دومره په قهر او غضب کړو ، نن هم هغه پيښه دلیک په بڼه راوړم هم دا لومړی ٫٫ یهودي ٬٬ پوځي مامور وو چي ورسره مخامخ سوم او خبري مي ورسره وسوې ، د ده دغه ناوړه چلند راباندي ټولي لاري وتړلې ، د ځان سره می داسي وانګیرله که چیري حالات دا ډول وي نو زه ولي یو یهودي ماشوم ته خطاب وکړم ؟
هم هغه پوځي مامور راته د بدۍ یو داسي سمبول وګرځېدو چي د دوو قومونو په نژدو اړیکو کي یې زهر ښېندلو ، ډېر وختونه پس اوس د دې جوګه سوی یم چي هغه پوښتنو ته ځواب ووایم څه مهال چي یې بې ځوابه کړی وم .
۷
دا به د ځان لپاره خوش نصیبي وپاموم چي مي په ژوند کي د دویم شخصیت سره مخه سوه ، دا د پوځي مامور برعکس معامله وه ، د پوځي مامور د پیښي څو میاشتي پس زه د ٫٫ کفریاسیف هایي سکول ٬٬ ته ورغلم ، د یوبل یهودي شخصیت سره مي اړیکي پیوند سوې دا زموږ ښوونکې ٫٫ شوشنه ٬٬ وه ، له یادونو یې تر نن مهاله ستومانه سوی نه یم ، هغه ښوونکې نه یوه مور وه ، هم دې زه د کرکي د دوږخه رابیرون کړم ، هغه ( تر کومي چي ما احساس کړې ده ) داسي د خلوص او میني سمبول وو چي یونیک سیرته یهودي د خپل قام لپاره ګرځیدلای سي ، زه شوشنه وهڅولم چي ٫٫ توراة ٬٬ دي د یو ادبي شاهکار په توګه ولولم ، پرته د دې چي د سیاسي تړونونو په سیندونو دي لاهو سم .
شوشنه د شاعرانه ګداز لکبله د درسي نصاب پیټی کله هم پر موږ بار کړی نه دی ولي چي د درسي نصاب موخه د خپل مورثي کلتور څخه زموږ متنفره کول دي .
۸
څو اونۍ وړاندي موږ د عربي اشتراکي مجلو مدیرانو په ٫٫ حیفا٬٬ کي یوه ژورنالستي ( صحافتي) ناسته وکړه ، چي پکي ځني خبریالانو( صحافیانو) (که ډېر هم په پستو ټکو ووایم ) بیغي ناروا خبري وکړې زموږ د احساساتو او غوښتنو یې هیڅ پروا ونکړه ، د مجلس په منځ کي مي و یوه ژورنالسټ ته وویل د ٫٫ عل همشار ٬٬ په مجله کي که دا خبر خپور سي چي د ٫٫ یسعود٬٬ او ٫٫ کیبوتس ٬٬ پر ودانیو شل کلنه جشن جوړ سو ، د خبر له رویه دا جشن بې نظیره وو .
وروسته مي ژورنالسټ ته وویل وبخښه بیغي په سپینو خبرو درسره ګډ سوم ، دا مهال ستاسو په خوشالیو او لالهانده مستیو ښه پوهیږم لاکن څه وکړم ، زه یې د ګډون کولو بخښنه غواړم ٬٬
په ډېره حیرانتیا یې راڅخه وپوښتل ولي ؟
٫٫ په دې خاطر چي دا ټولي خوشالۍ زموږ پر کنډوالو تر سره کیږي د ٫٫ یسعود٬٬ ٫٫ کیبوتس٬٬ او د ٫٫ حیهود ٬٬ دا نوي ودانۍ ټولي زما د کلي پر کنډوالو وداني سوي دي ٬٬ .
ژورنالسټ ملګري مي د دلاسې راکولو مهال راته وویل ٫٫ دا اوس پرونۍ خبري دي ، هیرول به یې ښه وي ٬٬ !
څه ډول یې هیري کړم ؟ داسي نسي کیدلای د در او دېوال یادونه یې پر زړه منګلي را لګوي ؟
د لبنانه چي څه مهال بیرته راستون سوم ، زه د کور غړو په دې پویولی وم هغه ځایونو ته ( چي پکي زه زیږیدلی او کوشنیوالی مي پکي تېر سوی دی) به زما ورتګ بې خطره نه وي او هلته که ګیر کړلی سوم بیرته به مي لبنان ته واستوي ، ماهم ډېر وختونه نه غوښتو چي هلته ولاړسم .
په کال ۱۹۶۳ ء کي یوار په پټه دغه سیمي ته ( دغه سیمي ته زموږ په ورتګ بندیځ وو ) ورغلم د کلي د پخوانیو نخښو څخه پرته د یوې ګرجا نور مي هیڅ ونه لیدلو چي ورځني اوس د اصطبل کار اخستل کېدلو زما چي د هغه ویجاړ سوي او پاشل سوي سیمي کوم انځور تر سترګو سو د دې ویل اړین نه پاموم چي دا مي لومړی هم وروستی ورتګ سو ، ماهلته د خپل ماشومتوب د وختونو د شیانو لټون پیل کړو ، بې د ازغنو بوټو هیڅ په لاس رانغلو ، یو بوټی بیوان وو هیڅ یو کور پاته نه وو ، هري خوا ته غرني بوټي راټوکیدلي وو ، دامي د ځان سره غوڅه کړه چي بیابه کله هم دې سیمي ته رانسم ، دامي وروستی راتګ سو چي د کلي د څو تنو نورو ملګرو سره مي ګډ تر سره کړو .
د سفر په دې ساعتونو کي موږ ښه ساعت نور هم پټه خوله شونډي ګنډلي پاته سو، هلته دګرځېدو مهال مي د ایمن یو شپون ولېدلو چي د ٫٫ احیهود٬٬ په نوې ابادي کي اوسېدلو ، ما ورځني وپوښتل ٫٫ موږ دواړه د یوه کلي یو ٬٬ هغه خوار زما په خبرو بیغي نه پوېدلو ، ماهم نه غوښتلو چي ٫٫ هغه ٬٬ په خپله خبره وپویوم .
۹
د هغه شپون په نه پوېدولو زه پوېدم ، په دې چي هغه یو سرکشه ځلمی وو ، ولي د یو شمېر اسرایلي دانشورانو چلند مي د پوهني تر سیوه لوړ ښکاریدو :
ته ګوره یوه اسرایلي وګړي ته چیري چي هم زیان ور ورسي نو ټول په چیغو او نارو سر سي ، په خپله په اسرایل کي د وطني عربو سره ( چي ورسره اسرایل هیڅ ډول رسمي اړیکي پیوندول نه غواړي ) څه ډول چلند روا ساتي ؟
ښه مي پیاد سي زه چي په یورپ کي وم هغه مهال څه ډول د هغه ځای ادیبانو راڅخه پوښتل چي ولي عربي شاعران او عبراني شاعران پر یوه او بل باندي اغیزه کوي ؟
دغه ادیبان که په هغو ستونځو بلد وای کوم چي یو عربي شاعر پکي ګام وهي نو به حتماً دې ادیبانو رانه پوښتلي نه وای چي په روان بهیر کي عربي شاعرانو هم یې ملګري عبراني ادیبانو ازادي غوښتونکود اکثریت یو ګډ سنګر ودانول لازم بریښي د دې څه امکانات سته ؟
٫٫ هیڅ امکانات یې راته نه ښکاري ٬٬ د ناهیلۍ ډک ځواب مي ورته وویلو ، دا ځکه چي زه پویدم هم ورباندي خفګان څرګندوم چي په اسرایل کي ٫٫ مردخایي ابي شاوول ٬٬ په څېر منصف مزاج او ازادي خوښونکي ادیبان زښت په لږ شمېر موجود دي ، د بهرنیو د پوښتنو تر فشار وروسته د ٫٫ الجدید ٬٬ مجلې په یوه سرلیکنه کي مي دا پیښه وڅیړله او د خپلو اسرایلي وطنوالو مي د دې پوښتني ځواب وغوښتو ، ترڅه مهاله نور هم د دې هیلي په غېږ کي اوسېدل خوښوم چي یوه نه یوه ورځ به حتماً د دې خپلي پوښتني ځواب تر لاسه کړم ، مطلب مي دا نه دی چي یهودي ادیبان او شاعران دي زموږ د غبرګون سره موافقت څرګندکړي یادې په مکمله توګه راسره تاید کړي ، زه خو یوازي د رسمي پېژندون غوښتنه ورځني کوم ، دوی دي زموږ خبره واوري ، څومره د شرمه ډکه خبره ده چي موږ ادیبان هیڅ د یوه او بل په لړ معلومات نلرو ، هم دا اوس چي په فرانس کي کومه غونډه وسوه ، د یوه لبناني ادیب او د اسرایل د دولتي ایالت تر منځ چي څه پیښ سو انځور یې په آزادانه ډول اسرایلي ژورنالستي ډلي داسي انځوروي او څو ناپېژندونکي بدخونده نومونه یادوي او وایي چي په اسرایل کي دعربي ادب د غورځنګ رهبران هم دا خلګ دي او د عربي ادب رښتوني مخکښان په داسي بڼه انځوروي ګویا چي دوی د یهودانو د وینو تږي دي هم یې پخپلو وږو ځان ځان ته بیلي، بیلي کتبې را اخستي دي !
زه په دې دوه مخیزیتوب بې احتجاجه نور کولای څه سم ، په اسرایل کي د عربي ادب سره د یومخیزي نابلدتیا علت تش د سپېڅلو سیاسي فکرونو زیږون دی ، د مطبوعاتو څانګي چي کوم څوک په خپله ولکه کي لري ، هغوی کله هم نه غواړي چي د عربي ادب ٫٫ حقیقت ٬٬ دي د عبراني لوستونکي په وړاندي وغوړیږي ولي چي هغوی پوهیږي چي دعربي ادب غوښتني د څه ډول غوښتني دي ، هغوی ډاریږي هم په دې پوهیږي چي د عربي ادب ازانګې که یوار تر یهودي جمهوره را ورسېدې تر دا منځ چي دا بې شمیره غرونه هسک ولاړ دي دا به ټول ریزه، ریزه سي دا په دې چي د فلسطین د عربي ادب موضوع احتجاج دی ، په یوداسي غېرمنصفانه حالاتو احتجاج چي سرتر پایه بې انصافي ده او دا مقاومتي ادب (مزاحمتي ادب) د نړیوال مقاومتي ادب (مزاحمتي ادب) په بڼه دی ، دعصریزه نړیواله ادب څخه یې د ٫٫ جمیزبالډون ٬٬ مثال راوړلی سم د جمیزبالډون کتاب ٫٫ زمانوم د هیچا نه دی زده ٬٬ د اسرایلو لپاره زښت زړه بوږنونکی کتاب دی ، د حالاتو دوه مخیزي څېرې کنډلي ورپکي ښکاري ، د اسرایل زښت لږ شمېر خلګ زموږ د پېژندون سره بلد دي او زموږ په ستونځو پوهیږي ، دمثال په ډول د شاعر ٫٫ یهودعمیعایي ٬٬ او ٫٫ دالیه ریبکونتش ٬٬ یو نفسیاتي هښتیا چي ګورو نو د رڼا هیله مي راتر زړه سي او دا سودا مي مل سي چي ځه تر اوسمهاله داسي څوک لاسته چي د نورو د ٫٫ پېژندون ٬٬ حس لا ورپکي ګړندی پاته دی ، موږ وپېژنی او پېژندګلوي راسره وپالی !
خپلو وطنوالو او یهودي ادیبانو ته دا په جار ، جار وایم د عبراني لوستونکو پاملرنه دې حقیقت ته را اړول غواړم د اسرایل یو شمېر وګړي د ٫٫ نابلس ٬٬ فدویْ طوقان خو پېژني چي هم دا اوس څه موده وړاندي د اسرایلي یرغلګرۍ آزاده سوه خو له هغه شاعرانو سره هیڅ بلدتیا نلري چي د یوې اوږدې مودې له اسرایلي یرغلګرۍ سره مخامخ دي زما دغه ګوته څنډنه ، ښه پوهیږم کړاوجن او عذاب رسونکې ده خو څه وکړم څوک دي راته غوږ سي ، ځان دي پما وپویوي دا ګیله مي د هغه یهودي ادیبانو نه ده چي زړونه دکرکي ډک ساتي ، داګیله مي د هغه ادیبانو ده چي ځان په ترقي پسندو خوښوي ، دا ورته وایم راسی چي یوار پخپلو کي سره جرګه سو ، یو اوبل سره وپېژنو ، وروسته به یو او بل سره په بانډارونو پیل وکړو !
۱۰
د انقلابي او اشتراکي ادب سره مي پېژندګلو د لومړیو زدکړو په مهال وسوه ، مابه ٫٫ الاتحاد٬٬ او ٫٫ الجدید٬٬ مجلې لوستلې ورسره د لینن او ګورکي د آثارو مطالعه به مي هم کوله دا ډول مي په ژوند کي د رڼا یو بڅری وځلیدو ، د زدکړي په وروستیو وختونو کي د لنډ مهال لپاره د ادبي سوړوالي سره مخامخ سوم ، زه د خپل ذات اظهار په څه ډول تېر کړم ؟ زه یو ژوندی او څرګند قومیت لرونکی ځوان یم ، ستونځي لرم هم د اسرایل د ریاست اوسېدونکی هم پکي استوګن یم ، زه د خپلي پوښتني د ځواب په لټون وم چي ( ولي دا به مي په قسمت لیکلي وو چي دوه درکه (شناخت) دي ولرم او دا دواړه دي یو تربله سره متضاد هم وي ؟)زما دغه پوښتنه به د ژورتیا په تل کي زښت ساده وښکاري خو څه به یې درته وایم چي د راتلونکي نوي کهول لپاره به څومره پېچلې او کړاوجنه وګرځي ، مایې ځواب په آسانتیا ونه موندلو خو د دې پوښتني حل مي څه دا ډول لټولای دی چي ٫٫ د قومونو تر منځ هیڅ وخت هم اساسي توپیر نسي زیږېدلای تر څو ګډ تعلقات د انصاف او مساوات په بنسټ ودان پاته وي ٬٬ .
برسېره پر دې دومره کړاونو او رنځونو چي دظلمه رازېږي بیاهم دې ته هر ګړی لیواله پاته سوی یم چي دانسانیت مهم چلندونه په ځان کي ګړندي وساتم ، تش او تش دي یو انسان پاته سم او ځان دي تر هر ډول قومي تعصب بالا وګڼم ، زه دا خبره په منافقت نکوم ، نه یې په دې خاطر کوم چي لتاسو یاستاسو په پیلامه له عبراني لوستونکو مخاطب یم ، زه په ټینګ ایمان او په سپېڅلي صداقت سره وایم چي د یهودیانو سره زما هیڅ دښمني نسته ، زه په پوره ادراک سره وتاسوته دا څرګندول غواړم انسان – په هره بڼه او د هر تخم چي وي زما لپاره لویه شتمني ده ، زه پخپله دې بشر دوستۍ ویاړم هم زه لومړی عرب شاعر یم چي و یوه اسرایلي عسکرته د جون تر جګړې وروسته هم ( چي موږ یې یوار بیا فناکېدو ته مخامخ کړي یو ) ما د خپلي بشردوستۍ لمنه دلاسه ورنکړه یو نظم مي ولیکلو عنوان یې وو ٫٫ عسکر چي د سپینو ګلانو خوب یې لیدو ٬٬ دا نظم څه وو د یوه داسی اسرایلي عسکر سره مي خبري وې چی د جګړې په دې خاطر نامراده او ازرده زړه راګرځیدلای وو چي خپله بشردوستي مرګي حاله ورته ایسېدلې وه ، بل ګلاس مي تش کړو ، دا ډول څلور ګلاسه مي تش کړل ، دا مهال موږ دواړو د جنګ د لومړۍ میني او د ورځنیوستونځو په اړه خبري کولې ، بې له دې پرته چي پر موږ دي د قامي کرکي سیوري وغوړیږي ، عسکر مي ومخ ته خپل زړه غوړولی ایښی وو، مایې هم دا ډول تود هر کلی وکړلکه دجنګ دمخه چي مي نژدې انډیوال پاته سوی وي ، د شام یوه ادیب زما پر دا نظم زیاتي سپکي او سپوري وویلې ، دا تور یې هم راباندي وتپلو چي عربي هم نړیواله فکرونه تر خاورو لاندي کوم ، هغه شامي ادیب په دا عقیده وو چي ٫٫اسرایلي عسکر ٬٬نظم یو خیالي کردار دی او نه دا ټول ملاقات کوم رښتونی وجود لري ، هغه مهال مي خورا خوشالي وانګېرله چي د نوموړي نقاد ٫٫ رجاء النقاش ٬٬کتاب مي ولوستلو چي د شامي ادیب د سپکو، سپورو ځواب یې کړی وو او لیکلي یې وو ٫٫ زموږ د یهودیانو سره په دې سیمه کی د هغو سره د هغو د ٫٫ انسان٬٬ په حیث د هیڅ ډول جګړه نسته ، جګړه تش دعرب قومیت او صهونیت تر منځ دوام لري ٬٬په عربي وطنونو کي تر اوسمهاله د فلسطین د غمیزي په اړه کومه شاعري چي تخلیق سوې ده ، زموږ نقد څېړونکي یې په دې نتیجه رسېدلي دي چی بې د جذباتي ناره بازۍ پرته نور هیڅ ورپکي نسته دا ډول شاعري په یوه یورپي زړه کي هیڅ ځای نسي جوړولای نه انساني عدل او د انصاف جذبې ته بلنه ورکولای سي ٬٬ .
د دې غمیزي د حل څه لټون که دې نقدڅېړونکو موندلی وي نو په فلسطین کي تخلیق کېدونکې عربي شاعري چي دوی ته د داسي انساني شاعرۍ نمونې په لاس ورځني ورغلي دي چی د کرکي او د مزاج د ترشۍ پرته د فکر د پستۍ ډکه وي او تر اوسمهاله د خپل پیغام رسولو ته لوړ هنري استعدادونه تمرینوي ، زه د یو داسي شاعر په حیث چي خپل عرب قامي او انساني پېژندون یې هسک او ګړندی ساتلی دی ، په دا ډول شاعري کي عقل سالم څرګند، د روڼ احساس بریالیتوب او انسانیت بری وینم ، د دې مطلب دا نه دی چي زه د قومیت څخه منکر سوم ، نه یې دا مطلب کېدلای سي چي ظلم یا استبداد روا ګڼم ، تش او تش یوازنی مطلب او علت یې هم دا دی چي زه د سیاست او انسانیت تر منځ د توپیر کولو توان په ځان کي لرم .
د عربي نړۍ د ادب پوهانو او نقد څېړونکو تر منځ هر کله دا تود بحث روان وي چي په اسرایل کي د عربي شاعرۍ هغه تحریک ته کوم نوم ورکول په کار دی چي مخکي یې سیمع القاسم ، توفیق زیاد، سالم جبران او زه په خپله په څرګنده توګه اجرا کوو، د ځینو ملګرو فکردی چي دا ٫٫ مزاحمتي شاعري ٬٬ده ، د قاهرې نوموړی نقدڅېړونکی غالي شکري داسي لیکي .
٫٫ د دفتره چي یې راووتم ښه تر ډېره مي په چیغو، چیغو وژړل په دې چي د دوی د ګواښونو وروستۍ کرښه دا ډول وه ، که دي بیا دا ډول نظم ولوستلو نو پلار به دي دکاڼو ریزه کولو له وظیفې ګوښه کړو ٬٬ .
اوس چي یې رایادوم نو ارمان راته دریږي چي د دې فوځي مامور ګواښونو راباندي ډېره منفي اغیزه ښودلې ده ځان سره مي په طفلانه انداز پریکړه کړې ده ٫٫ ترهغو به هیڅ نه لیکم تر څو دا بدل وانخلم ٬٬ هیڅ مي طفلانه سد په دې نه رسېدو ولي یو پوځي مامور زما نظم دومره په قهر او غضب کړو ، دا لومړی مامور وو چي زه ورسره مخامخ سوم او خبري مي ورسره وکړې ، ناوړه چلند یې ټولي لاري راباندي وتړلې ، ما دځان سره دا وپیتله که چیري حالات هم دا ډول وي نوزه و یوه یهودي ماشوم ته ولي خطاب وکړم ؟
زما لپاره هم هغه پوځي مامور د بدۍ یو داسي سمبول وګرځېدو چي د دوو قومونو په نژدو اړیکو کي زهر نولي ،د ډېرو کلونو پس خال، خال توانیدلی یم چی اوس دا ډول پوښتنو ته ځواب ووایم څه مهال چي یې بې ځوابه کړی وم ٬٬ .
موږ و دا ډول شاعري ته مقاومتي شاعري( مزاحمتي شاعري) وایو لاکن دا هم په پام کي نیول لازمه ده چي د ټولو شاعرانو د آغاز نقطه دا اعتراف کول دي چي یهودیان او عربان په فلسطین کي د ګډ ژوند حق لري نو زیاته غوره به هم دا وي چي دا ډول شاعران ٫٫ شعرای احتجاج٬٬ یا ٫٫ شعرای بحث وجدال ٬٬ ونومول سي .
۱۱
هیڅ داسي نه ده ، ځان پوخوالي ته رسېدلی شاعر نه پاموم ، د خپل هنر په اړه اطمنیان نلرم ، زه د هغه خلګو له ډلي یم چي په دې پوه دي او پوهیږي یو هنرمن چي څه مهال د خپل هنره مطمین او بې فکره سي نو د خپلي بقا جواز بایلي .
دا رښتیا دي د خپلي هنري خواریو، یو څه کامرانۍ مي په برخه سوي دي ، په شخصي توپيرونو مي بری موندلای دی لاکن د هنرمندانه طمانیت هیڅ احساس نلرم ، نه د دې حق لرم چي ووایم زه آسوده یم هم مطمین یم دا به دلیوني خوب وي – لاکن د آسودګۍ په هیله د آسودګۍ یو ډول احساس ارو مرو راته دریږي هم دا زما فکر دی د یو شاعر د وجود پټ راز دی ، زه په دې زیار بوخت یم چي د قامي ، بشري او نړۍ والو اړیکو تر منځ یو تړون ولټوم ، زما هڅه دا هم وي چي پروني ترمځکه لاندي سوي مثبت شیان یا٫٫ سبا٬٬ ته راغوړیدونکو ارزښتناکو امکاناتو څخه خپل و ٫٫ نن ٬٬ ته ژورتیا ور وبخښم .
دا یو فطري عمل دی چي احترام به د یوه ښه شاعر کوې خوښوې به کوم بل شاعر ، مینه به د کوم بل دریم شاعر سره لرې ، د مثال په توګه موږ ټول د شکسپیر د عظمت منونکي او ستایونکي یو لاکن ٫٫ حکمت٬٬ ٫٫ نیرودا ٬٬ او آډن موږ ټول خوښوو ، پر دې برسېره چي مي ډېر شاعران خوښ دي خو زه مینه د ٫٫ لورکا٬٬سره لرم .
وو! زه رښتیا هم د لورکا سره مینه کوم ، په دې خاطر نه چي لورکا د لوړي رتبې شاعر ګڼم د ځان يوښه نژدې ملګری یې هم ګڼم !
۱۲
زما ډېر ملګري زما په سوب نوي ، نوي کړاونه ګالي ، دا احتساب دا قید وبند ، پر یوه ځای د جبري استوګي احکامات چي په خپل وطن کي مي د ګرځېدو راګرځېدو آزادي بندیوانه پاتي ده ، دا مي اوس ورځنی معمول ګرځېدلای دی خو زه ورته په داسي سترګو ګورم چي د مسخرو سره یو شرارت هم راته پکي پټ ښکاري ، زه د داسي حالاتو نه ډاریږم او نه ورباندي حیرانیږم ، هر ماښام پخپله کمره کي ناست په دا فکر خوشالیږم چي د لمر د راختلو سره مي تړون لا تر اوسه پاتي دی ، لمر چي څه مهال پر ډوبیدو سي زما به د بیرون وتلو آزادي په سلګو سي .
دا دوی وماته دا څه ډول ویاړ رابخښلی دی چي زما د قدمونو تړون یې د لمر د حرکت سره ګنډلی دی ، زه پخپله کمره کي بندیوان کتابونه لولم ، موسیقي اورم او د پولیسو د پښو سکاسې ته مي غوږ نیولای دی ، هره ورځ ۴ بجې زه تاڼې ته ورځم د خپل وجود د شتوالي ثبوت ورته وړاندي کوم ، د هر ډول بې باکۍ خلاص یو رښتونی تبسم مي شونډو ور رغړي ، د دغو روانو حالاتو په اړه د یو شاعر په انداز فکر کوم او په زړه کي وایم ، موږ ورځ او شپه په ۲۴ ساعتونو کي سره ویشلي دي د هغو لپاره شپه زما لپاره ورځ، زه د شپې د را وتلو هیڅ واک نلرم او هغوی د شپې هر وخت ګرځي راګرځي موږ ټول ښه پوهیږو چي ورځ تر شپې خوندوره وي د لمر رڼا تر تیارو د هیلو ډکه وي ، نو څوک په ګټه کي سو ؟ زه او که پولیس!
۱۳
زه د میکیش تهیوډ وراکیس د سندرو د اورېدو پرته نه سم کولای چي د شپې دي بیده سم ، زما او د ده یوه کیسه ده درې اونۍ وړاندي مي په اسرایلي ورځپاڼو کي لوستي وو چي میکیش یې بندي کړو د میکیش دا بندي کېدو راباندي یو ناڅاپه اغیزه وکړه یو نظم٫٫ ماسره رښتیا مینه وکړه٬٬ تر عنوان لاندي ولیکلو د نظم په پیل کي مي وضاحت دا ډول وکړلو د میکیش د بندي کېدلو مهم علت او اسباب هم دا دي چي هغه د جمهور د امن لپاره یو خطر وو ، اسرایلي مجلو زما دغه وضاحتي کرښه په قوس کي ونیوله ، په دې خاطر چي ٫٫ د جمهور د امن لپاره خطر ٬٬ پرته په اسرایل کي هیڅ یو داسي شی بل په خطر کي نه دی ، وماته یې دا حرکت زښت ناشونی ښکاري !
وو!زه هر ماښام د میکیش تهیوډ وراکیس سندري اورم او دا ډول یې هڅوم چي موږ دواړه ملګري یو خو زه هیڅ نه پوهېدم چي هم دا اونۍ به زه هم د میکیش و انجام ته رسم ، هغه نظم چي د میکیش په بندي کېدو مي ولیکلو په ٫٫ الاتحاد٬٬ کي چي څه ډول خپور سو نویې زه هم بندي کړم دا په دې چي زه خوهم د جمهور د امن لپاره یو خطر وم !
Salamona zaheer saib.
Haqiqat da che der ziar de westai da. Pa tabseera arzay.
Khudai de nor heemat hum darkri che dasay lekanay wokray.
Kho ka da leekana khaista saghdat ya sana safai karay wai bia ba pa tabseero lawastalo starai shawai wai.
Der kha der ala der khaista
Manana