جمعه, مې 3, 2024
Homeکالمونهقانعد یوویشتمې پېړۍ نه تکرارېدونکې معجزه/ عصمت قانع

د یوویشتمې پېړۍ نه تکرارېدونکې معجزه/ عصمت قانع

چېرته چې زور د پرېکړې محک وي، چېرته چې د زرهاو او لکهاوو ککرو ریبونکي لرونه اوس هم سرونه لو کوي او د خپل زور سرچینه د ټوپک په ماشه پورې تړلې بولي، چېرته چې قاتل ازاد وي او کولی شي له هر ډول ځنډ او خنډ څخه پرته خپله وحشي تنده د بیوسو پرهرونو له چینو څخه په راخوټېدونکو وینو باندې خړوبه کړي، چېرته چې زور د حساب مکعد ورڅېرې کوي.

چېرته چې تپوس د مرغۍ پۍ وي، چېرته چې تر وېش په تالان کې زیاته ګټه وي، چېرته چې د تقسیم او برخې د وېشلو فرهنګ د شرمښ په سرو سترګو کې انځورېږي، چېرته چې د بانکونو لوټماران په رڼا ورځ د میلیونونو انسانانو پانګه له لوټ څخه وروسته بهر ته لېږي او له هر ډول پوښتنې پرته غلا، لوټ، چور او چپاول د خپلې مور د سینو پۍ بولي او بېګناه انسانان د زرو روپو د نه درلودلو په جرم د زندان د تورو تمبو شاته پراته وي.

چېرته چې د سیاسي موقف د محاسبې بیلانس د قتلونو او مرګونو پر ګراف باندې ښکته پورته ځي او همدغه ګراف د ډالري امتیازاتو د حصول معیار وي، چېرته چې ټول تعاملات د رشوت پر محور راچولېږي، چېرته چې د نړۍ د تریاکو تر ټولو سترې کروندې د مافیایي اقتصاد د شاهرګ په توګه ورځ په ورځ پراخېږي او افغانستان یې د مخدره موادو د تولید په برخه کې د نړۍ د لومړي نمبر مارکېټ درجې او مرتبې ته ورپورته کړی دی.

چېرته چې قانون د یوې وړې کتابچې په توګه د زورورو او پانګوالو د تشناب کاغذ حیثیت نه لري، چېرته چې د فساد لمن دومره خوره وي، چې په دې خاورینه کُره کې یې افغانستان ته بیا هم لومړی مقام ورکړی دی.

چېرته چې د ډیموکراتیکو نماینده ګیو څوکۍ په ازاد بازار کې د بولیو او داوطلبیو معاملو په ډول خرڅېږي، هلته ډیموکراسي او د ډیموکراسۍ فرهنګ ځای نه لري.

انتخابات د ډیموکراسۍ د وجود او بدن د زړه حیثیت لري، همدا انتخابات دي، چې بدن ته وینه ور پمپوي، خو د ډیموکراسۍ زړه د فساد په منګولو کې ګیر دی.

د ډیموکراسۍ ناموس د مخدره موادو د قاچاق د پانګې د عیاشۍ نانځکه ده، د ډیموکراسۍ قانون د مافیایي پانګه والو او جګړه مارو جهادوالو د تشناب کاغذ حیثیت هم نه لري.

د ډیموکراسۍ نوم د عیاشۍ او فحاشۍ په معنی او مفهوم بدل شوی دی، د ډیموکراسۍ قواره او جوله د پلاستیکي مجسمې په څېر ده، چې هېڅ ډول طبیعي مواد په کې نه دي کار شوي.

ډیموکراسي دولس نمره بوټ دی او د افغانانو پښې ټولې تر پېنځو نمبرو زیات حجم نه لري، موږ ددې خاورینې کرې پرمخ هېڅکله هم یو داسې ملت نه وو، چې له نورو څخه مو تقلید ته په خلاص نیت هر کلی ویلی وي.

همدغه ډیموکراسي چې نن یې بشري کهول د یوه غوره سیستم په توګه کاروي له پېړیو پېړیو راهیسې زموږ د هېواد د ادارې یو عنعنوي سیستم وو، زموږ پر جرګو او مرکو کې همدغه سیستم موجود وو.

خو دغه سیستم زموږ عنعناتو، روایاتو او کلتور داسې فلتر کړی وو، چې قاتل به په جرګه کې د قاتل پر ځای ناست وو او د مقتول وینه به د مظلومیت پر سټېج باندې داسې ځلېدله چې د قاتل سر به ورته ټیټ وو.

په جرګه کې به زور نه کېدلو، په جرګه کې به مطلق توافق فیصله کوله، خو دلته غربي ماشیني ډیموکراسي زموږ په عنعناتو باندې نه فلتر کېږي.

زموږ په ګاونډۍ سیمه کې پاکستان د لومړي ځل لپاره په ۶۵ کالو کې دې ځای ته راورسېد، چې واک د یوه ډیموکراتیک تعامل په نتیجه کې له یوه ګوند څخه بل ګوند ته ولېږدوي، خو لا ددغه واک په وړاندې خنډونه هر ساعت په نه هوارېدونکو ستونزو کې لټ پر لټ اوړي.

د هند د نیمې وچې ستره ډیموکراسي هم د یوه ګوند په ټیکه او اجاره کې د بېوسۍ او بېکسۍ سلګۍ وهي. همدا کانګرېس دی، چې د واک پر مسند د تکیې او بسترې حق لري، د هند د جمهوریت په ۶۵ کلن تاریخ کې یوازې د بهاریته جنت ګوند په نصیب باندې د واک پچه دوه ځله ختلې ده او نور واک د ګانګرس فیوډالانو، لارډانو، پانګه والو او قدرتپالو اداره کړی دی.

په افغاني ټولنه کې اوسنیو حالاتو کې د شفافو، رڼو او سر تاسري انتخاباتو امکانات دومره محدود دي، چې د محدودیت پر سر یې چنه وهل د عقل او پوهې له منطق څخه ډېرې لېرې غورځې پرځې دي.

تر څو چې د ملت د واک اجتماعي شعور د زمان د مافیایي کلچر له منتر او جفتر څخه نه وي خلاص شوی تر هغو پورې د رڼو انتخاباتو د کېدو امکان د یوویشتمې پېړۍ نه تکرارېدونکې معجزه ده.

زه باغي، زه باغي

ددې دهر له قانونه

د زردارو، له مردارو

او د پانګې له مضمونه

3 COMMENTS

  1. ‏‏ٓ‏‏قانع صیب ستاسو د خبرو داسې ښکاري چې ملت دې دومره لوړه تمه نلري چې په لس کلنه ډیمکراسۍ کې د بشپړو رڼو او شفافو ټاکنو لپاره سترګي په لار واوسي. کچیرې ستاسو پایله هم همدا وي، زه درسره موافق یم.

    موږ د ګوندي حکومت او حکومتدارۍ څخه را وتلي، څو لسیزو کورنیو جګړو ځپلي او فقر وهلي خلک یو. زموږ لپاره د دیموکراسي همدا نا شفافه ټاکنې هم یوه لویه لاسته راوړنه ده.

    باید ګډون پکې وکړو او پخپله ونډه اخیستو سره د شفافیت او حقیقت پولې ته ورسوو. له دیموکراسۍ پرته بله لار نشته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب