جمعه, مې 3, 2024
Homeداسې هم شتهساینسد انترنټ په برخه کې د بریتانیايي سایسنپوهانو مهم انکشاف

د انترنټ په برخه کې د بریتانیايي سایسنپوهانو مهم انکشاف

تاند- بریتانیايي څېړونکي وايي چې د رڼا په مرسته یې په هره ثانیه کې د لس ګیګابایټ په سرعت د معلوماتو (ډاټا) د لېږدولو بریالۍ تجربه کړې ده.

په انترنټ کې بې سیمه د معلوماتو د لېږدولو موجودې ټکنالوژۍ ته وای فای (WiFi) وايي خو د بریتانیايي ساینس پوهانو له لوري پر دې نوې تکنالوژۍ یې لای فای نوم ایښی دی.

ساینسپوهان توانېدلي چې د مایکرو ایل اې ډي ګروپ (د برېښنا) په مرسته د رڼا د هر اساسي رنګ لکه سور، سپین او زرغون په وسیله په هره ثانیه کې درې اعشاریه پنځه ګېګابایټ ډاټا انتقال کړي.

د دې معنا دا ده چې د درو رنګونو په وسیله په هره ثانیه کې لس ګېګابایټه ډاټا لېږدول کېږي.

د ساینسپوهانو په وینا لای فای خورا ارزانه ټکنالوژي ده چې د ایل اې ډي ګروپونو په وسیله په لږ لګښت خورا چټک انترنټي اسانتیا رامنځته کېږي.

د وای فای له برکته نن سبا د ډېرو هیوادونو په عمومي ځایونو لکه لویو پلورنځیو، روغتونو، سټېشنونو، پوهنتونون، رستورانونو او حتي ځینو پارکونو کې خلک د انترنټ وړیا اسانتیا لري.

بې سیمه یا موجود عامه وای فای انترنټي ارتباط تر سیم لرونکي هغه کمزوری دی مګر د بریتانیايي ساینسپوهانو تازه اختراع به په دې برخه کې لوی بدلون راولي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب