سه شنبه, اپریل 23, 2024
Homeادبلنډه کیسهد شګو کوټنۍ| اکبر کرګر

د شګو کوټنۍ| اکبر کرګر

ديره لکه اوږده تراړه ٫ لکه ديو ه ماشوم شليدلې تڼۍ داسې اوږده غزيدلې وه٠ دديرې بر سر ته پخوانې زوړ جومات ولاړ و ٠ دجومات دروازه لا پخوا ماته شوې وه ٠ يوه تمبه ړۍ يې ددروازې مخې ته ولاړه وه٠ دجومات دبام ناوه کښته راځوړنده بريښيده ٠ دناوې لاندې ديوال هم دجړۍ اوبارانونو په وسيله کنده شوى و٠ دديرې بر سر په چنار ښکلى و٠ هغه ډير دنگ چنار و٠ دومره چې چابه يي بر سر ته وکتل نو دچا خبره خولۍ به يې له سره لويده٠ دچنار دنگې لښتې له اوچت غره له قد سره سيالې کوله ٠ چنار دديرې اودکلا دلويي اوعظمت نښه وه٠ خو اوس يي ډډ چينجن شوى و ٠ غومبسو پکې ځاله کړې وه٠

شيرينه اوالماس دواړه تنکې ماشومان وو٠ داوو اتو کالو وو په شگو کې په لوبو اخته وو٠ دديرې اوزاړه جومات چې خلک به ورته په پاټکو ورختل اولمونځ به يي پکې کاوه ٠ دهغه شاته يې دانځرو گڼې ونې ولاړې وې٠ انځرو پاڼې کړې وې ٠ ښې گڼې پاڼې ېې کړي وې ٠ پاڼو يې ډير گڼ سيورې جوړ کړې وو ٠ دپاڼو تر منځ ډير ښه بوې تر سږمو کيده ٠ په خلکو کى دا باور و چې دانځرو ونې چې تازه پاڼې وکړې نو گل هم کوي اودغه گل هر چاته ځان نه ښايي ٠ بلکې يواځې د((برخې خاوندان اولوې کسان)) دغه گل په سترگو ليدلې شي ٠

خو شيرينه اوالماس په دې راز هم نه پوهيدل ٠ هغوۍ هسې ددې ونو سيوري او په شگو کې دخيالې لوبو کولو ته خوښ وو ٠

لويه وياله وچه پرته وه ٠ خو له ويالې لاندې شيله يا خوړ په شړک اوزور سره بهيده٠ شگې په وياله کې ډيرۍ پرتې وې ٠ دويالې بند سيلاب وړې وو٠ خو دماشومانو لوبې څه وي ؟ پړندې شگې به ېې ډيرۍ کړي ٠ دواړه پښې به يي پکې ننويستې بيا به يي شگې په لاسونو ښې ډېرې وټپولې ٠ اوچې ډاډه به شول چى اوس کلکې شويدي نوورورو به يي ترې پښې راوويستلې ٠ اوپه خوشالۍ به يي چيغې کړې دادي زما کوټه ودريده ٠ څومريه ټينگه ده ٠ دانه ورانيږي٠ داکلکه کوټه ده ٠ اوشيرينې به هم ورته وويل:

نوچې داسې ده چي اوبه هم راشې ورانه به نه شې؟
اوبه نه راځي ٠ اوبه دلته څه کوې ؟ ليونۍ يي ته ليونۍ يي؟
اوھغي به ورته بالمقابل وويل : ته هم ليونۍ يي ٠ ته هسې اوتي بوتي وايي٠

اوبيا به هغې هم په خپلو پښو شگې واچولې ښې به يي وټپولې اوچې ډاډه به شو نو ورو ورو به يي پښي راوويستې ٠ دپښو په راويستو به يي يو دم چيغې کړې ٠ واه زما کوټه هم ودريده ٠ څومره ټينگه ده ٠ دانه ورانيږي ٠ داکلکه دريږي ٠ دازما کور دى دا زما جونگړه ده ٠ اودا زما ٠٠٠٠

دشگو کوټنۍ دهغوۍ دخيالونو اوتصوراتو دونيا وه ٠ دا کار اودا دول لوصې دوې هر وخت تکرارولې ٠ هره ورځ به دوې لوبې کولي ٠ دوي به کوټې جوړولې٠ لکه دواقعي ژوندانه په تصوراتو به يي جوړولې٠

هو دوې ماشومان و ٠ په ماشومتوب کې دوى دپاخه اوتير عمر له پاره تصورات درلودل ٫ عبث تصورات ٠ دابديت تصورات ٠چې هيڅکله ځاى نه نيسي٠

دپشه کال په گرمۍ کي توده برو راوالوته ٠ شيرينه دلوبو پر مهال خوب يوړه دسوکړک چنډه يي له لاسه ولويده ٠ پښې يي هماغه شان په شگو کى پاتې شوي ٠ خو الماس داسمان له نادودو نا خبره وو ٠ هغه يوازي خپل حرص اودخپلو ماڼيو تلوسې پر مخه اخيستې و ٠ په بي بارانه اسمان کې په وچ اودکمو اوبو پر خوړ په درنگ سات کې زورور خړ سيلاب راووت ٠ اوتر هغه چې الماس سترگې اړولې اودمنډې له پاره يې ځان تياراوه دتصوراتو لپ ماڼيو سره اوبو لاندې کړل ٠ اوبيا يې مړي په چړونو کې هم ونه ميندل شول ٠

٢٠٠٥ کال د اپريل ٣ نيټه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب