پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeروغتیازړه ته د هوږې د ګټورتوب راز څرګند شو

زړه ته د هوږې د ګټورتوب راز څرګند شو

تاند – امریکايي څېړونکو په خپلو تازه څېړنوکې څرګنده کړې ده چې هوږه د روغ زړه لپاره ولې ښه ده .هغوی وايي داراز د هوږې په هغې مادې کې پټ وچې (ایلیسین)نومېږي.

همدا ماده سبب کېږي چې د هوږې له خوړلو وروسته مو له خولې بدبوی ځي .ساینس پوهانو په خپلو څېړنو کې مالومه کړې چې همدا ماده (ایلیسین) د وینو له سرو ګولوبولونو سره یو ځای کېږي او هایدروجن سلفایډ پیدا کوي او په نتیجه کې یې د وینو پر شریانونو او رګونو فشار کمېږي او د وینو جریان اسانېږي.

د امریکا د الباما پوهنتون له لوري په دې څېړنه کې د امریکا د ساینس د ملي اکاډیمۍ څېړنې هم رول لري. هغوی وايي کله چې یې د خپلې څېړنې په ترڅ کې د وینې سره ګولوبولونه د هوږې په شیرې یا اوبو کې واچول نو د هغوپه ټینګوالي کې دوه اویا فیصده توپیر راغی.

د دې څېړنې د ډلې مشر ډاکتر ډیوید کراس وویل زموږ د دې څېړنې له پایلو ښکاره شوه چې په خوړو کې د هوږې شتون ډېر ګټوردی او همدا علت دی چې د لېرې ختیځ په څېر هغو هیوادونو کې چې هوږه زیاته خوړل کېږي، د زړه ناروغۍ کمې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب