چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeادبلنډه کیسهتور | لیکوال: عبدالوکیل سوله مل

تور | لیکوال: عبدالوکیل سوله مل

غمير چې څنگه په دروازه راننووت، وار له واره په چېغو او ښکنځلو شو:
– چېرته ياستئ؟ ډمانو، بې غيرتو!
نېکه يې د بام له سره په غوسې راغږ کړ:
– څه جک وهې؟ خوله سمه خوځوه، بې ادبه!
غمير په غوسې ورغبرگه کړه:
– بې ادبه زه يم که تاسو بې غيرته، که څوک له تا او پلاره پرتوگ وباسي ولاکه پرې بوی يوسئ. چېرته دې هغه او دا بل دوس محمدگل؟ زړه مې غواړي چې اول دوی له تېغه تېر کړم او بيا دا لچره.
نېکه يې وروستۍ خبرې خورا وارخطا کړ، د چت له سره لاندې راکښېوت او غمير ته په قهر وگواښېد:
– دا څه غول دې له خولې دوړېږي؟ څه ټکه رالوېدلې؟
غمير په داسې حال کې چې له غوسې آوار رپېده په قهر ځواب ورکړ:
– مه رانږدې کېږه، وينه مې په جوش راغلې، هسې نه چې د دې مردارې غوندې را نه ته مردار شې.
نېکه يې په دې خبره ټکان وخوړ. ځای په ځای ودرېد او په سړه سينه يې وپوښتل:
– زويه! په خپل حال يې، څه شوي چې داسې ناولتوب دې له خولې اوري؟
غمير سمدلاسه ورسپينه کړه:
بدرۍ د الله نور له لمسي زېورجان سره توره ده. ما ته د جانداد زوی مولاجان نن پېغور راکړ.
نېکه يې تندي ته ټس ورکړ:
– لاهوالله څوک زموږ بدرۍ خوردې!؟
غمير له غوسې چېغه کړه:
– خور مې نه غوا، کچره.
نېکه وار د واره حکم وکړ:
– نو څه ته گورې، ډزې دې نه دي زده که څه؟
غمير په غوسې ځواب ورکړ:
– ځه! له مخې مې پناه شه، زه پوهېږم چې څه وکړم؟
غمير لا وروستۍ جمله نه وه خلاصه کړې چې د خور بدرۍ غږ يې له لېرې واورېدل شو:
– غمير ورور مې بيا په سره دی، خدای دې خير کړي چې بيا څه خبره ده؟ او ….
خور يې لا خبره نه وه بشپړه کړې چې غمير ټول شاجور پرې خالي کړ.
نېکه يې سمدلاسه په ستاينو شو:
– شاه بس! بس نوره نو دا مرداره همدلته پرېږده، په لونډ پسې يې ووځه چې هغه شرم راته پاتې نه شي.
غمير په بيړه ټوپک په اوږه له کوره ووت. په چابکو قدمونو د زېورجان په لټه پسې شو، چا له کليوالو ورته وويل:
– کله چې يې ستاسې له کوره ډزې واورېدې، د دغو پټيو په جوارو کې پناه شو، يا به دې پټيو کې پناه شوی وي او يا به پورې دښتې ته تللی وي.
غمير په بيړه په هغې لور روان شو او چې څه ښه شېبه مزل يې وکړ د يوه پټي له مينځه يې ورو د يو چا غږ واورېد:
پټه شه! څوک دی.
غمير دستي لټ وواهه، هوايي ډز يې وکړ او بيا يې له لېرې ورغږ کړ:
– څوک ياست؟ پټي نه راووځه! که راونه وځئ لړه کېږئ.
د پټي په مينځ کې غلي کسانو هېڅ عکس العمل ونه ښود.
غمير بيا په غوسه شو، خو دا ځل يې هوايي ډز ونه کړ. نېغ يې د پټي مينځ ته د ټوپک خوله ونيوه او په غوسه يې خپله غوښتنه تکرار کړه.
په پټي کې پټو کسانو بيا په دې گواښ سر ونه گراوه، نور نو غمير بېحوصلې شو. ناببره يې گوته ماشې ته لاړه او سيده د جوارو د پټي مينځته گولۍ ورسېدې. دې سره ژر بيا په جوارو کې پټې ښځې او سړي سرونه راپورته کړل. ښځې له ډېرې وېرې پرتوگ ونه تاړه او لنگۍ راووته. سړي په وارخطايي د غمير خوا ته رامنډه او په زاريو سر شو:
– جار دې شم وروره! ومې بښه. د ويشتو لايق يم، ما سره چې هرڅه کوې، خو ښځه پرېږده چې پرتوگ واغوندي او خپل کور ته ولاړه شي.
غمير له غوسې د ټوپک نلۍ اسمان ته ونيوله او ټول شاجور يې په ډزو خالي کړ، په ورور يې له غوسې چېغه کړه:
– ته رزيل خو د سپوږمۍ غوندې ښځه لرې، شرمېږې نه؟
ورور يې هېڅ ونه ويل او سر يې له شرمه ټيټ ونيوه.
غمير بيا له ځان سره په زوره وويل:
– ته چې داسې دووس يې، زموږ خور څه چې مور مو هم بايد توره شي.
ورور يې په زاريو شو:
– غول مې خوړلي، جگ مې وهلي.
– بيا يې په حيرانتيا پوښتنه وکړه:
– ولې په بدرۍ څه شوي!؟
غمير ځواب ورکړ:
– هغه مې بلې دنيا ته ولېږله، اوس يې په لونډ پسې راوتلی وم چې هغه هم ورسره يوځای کړم، خو بېرته گرځم چې نېکه ستا په باره کې راته څه وايي. تا خو هم همداسې نه پرېږدم.
ورور يې بې ځوابه وو، سمدستي يې لاسونه غوږو ته کړل او په زاريو شو:
– توبه، توبه خدايه! دا به زما د خپلو عملونو ځواب وو.
غمير په غوسې ځواب ورکړ:
– خدای خو دا دی ووهلې، خپله خور درته خدای کنجره کړه، او که ښځه دې خبره شوه، هغه به هم ضرور يوه ورځ نه يوه ورځ لکۍ وکړي. زه پوهېږم چې ته له دې مرداريو لاس نه اخلې، بېرته گرځم چې نېکه څه سلا راکوي؟
غمير په بيړه بېرته کورته وگرځېد او په درنگ شېبه کې د نېکه په وړاندې ودرېد.
نېکه يې په بيړه وپوښت:
– څنگه شو، فيصله دې کړ؟
غمير په بيړه ځواب ورکړ:
– اوس خو ونه شو، خو ته بېغمه اوسه. ستا شمله به ان شاءالله په ځمکه نه غورځېږي، او نه به په ځان دا پېغور پرېږدم. که نن وي او يا سبا ضرور به يې د خدای په امر لړه کوم.
نېکه يې وپوښتل:
– پلار او ورور محمدگل دواړه ورک دي، په کومه سوړه دوی ننوتل؟ لعنت دې په داسې اولاد شي.
غمير وويل:
– همدې دله گانو خو نن د دې ډمې لونډ رانه بچ کړ.
نېکه يې په حيرانتيا پوښتنه وکړه:
– څنگه!؟
غمير ورو شان وويل:
– بس په خولې برغولی کېږده چې وريندار مې خبره نه شي، محمدگل مې له پردۍ ښځې سره ونيو.
نېکه يې ژر غوږونو ته لاس کړ:
– يا لويه خدايه! دا څه اورم؟ په کومه گناه کې به مو نيسې؟
غمير لږ غلی شو، خو بيا يې وويل:
– نېکه! زه چې فکر کوم، موږ ته دا هرڅه د همده له لاسه راورسېدل. زړه مې دی چې له زېورجانه دی مخکې له دنيا تېر کړم. که داسې ونه کړم، خدای به رانه ناراضه شي. په ده او خور کې مې نو کوم فرق دی؟ دی لا د سپوږمۍ غوندې ښځه هم لري او هغه لا نجلۍ وه.
نېکه په بيړه ځواب ورکړ:
– زويه! ته په حقه يې، خدای ته دواړه گنهگاران دي، خو …
نېکه يې نور څه ونه ويل، غلی شو، خو غمير فکر ته پرې نه ښود.
– نو خو يې په څه کې ده ابا؟ پرېږده چې کور له دې ناولي پاک کړم.
نېکه يې په سړه سينه ځواب ورکړ:
– بس زويه! څومره چې دې مرداره کې لاس وهې، هغومره بويي ترې خېژي. له تا نه يې د خدای وهل ښه دي. پرېږده چې هغه لوی ذات يې ووهي. اوس مو دا يو شرم بس دی چې دا دې سمبال کړ، هم لويه توره به وکړې.
غمير سر ټيټ کړ او په بيړه د زېورجان په وژلو پسې بيا له کوره ووت.

براتېسلاو، سلواک
د شپې ۳۰:۱۲ بجې
د ۲۰۰۵ د مئ ۱۴

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب