جمعه, مارچ 29, 2024
Homeروغتیاد مغزي سکتې نښې او عوامل

د مغزي سکتې نښې او عوامل

مغزي سکته هغه وخت مینځ ته راځي  چي په ناڅاپي ډول د دماغ کوم رګ بند او یا هم وشلېږي.د دماغي سکتې پایله مرګ او یا هم دبدن د کومي عضوي فلج دی.

د دماغي  سکتې د علاج په وخت کي هره ثانیه حیاتي ارزښت لري ،کله چې  اکسیجن بدن ته ونه رسیږي  د څو دقیقو په تېریدا د دماغ د حجراتو له مینځه تلل شروع کیږي .

هغه درمل چي  دوینې غلظت کموي  کولای شي  چي د دماغ د حجراتو د له مینځه تلو مخه ونیسي البته که دوا د مرض د نښانو په لومړیو دریو ساعتونو کي مریض ته شروع شي.

هغه وخت  چي د دماغ د کومې برخې دحجراتو له مینځه تلل پیل شي د بدن ځیني برخې چي د دماغ د همدي له مینځه تلونکې برخې په واسطه کنټرولیږي خپل کار پریږدي. په همدې خاطر دماغي  سکته یو اوږد مهاله فلج یا معیوب والی مینځ ته راوړي.

د دماغي سکتې  نښې:

–         د بدن ناڅاپي بې حسي په خاص ډول د بدن د یوه طرف.

–         په یوه یادواړو سترګو کې د لیدلو ناڅاپي تغیرات.

–         په  ناڅاپي ډول او بي له کومه علته د سر دسخت در د شروع.

–         د سر ګرزیدل. په سختي سره په لار تلل او د تګ په وخت کي دتعادل له مینځه تلل.

–         پرېښاني، په سختي سره خبري کول او په سختي سره پوهیدل.

د دماغي سکتي ډولونه:

دوه ډوله دماغي سکته وجود لري او د هر یوه ډول یې ځانګړې درملنه ده.

1- ایسکیمیکي دماغي سکته: د د‎ې ډول سکتې سبب په دماغي رګونو کې د وینې دغلظت یا ټینګ توب مینځ ته راتلل دي چي له امله يې د دماغ کومې برخې  ته دوینې د رسېدو مخنیوی کېږي او دا ډول سکتې  ډېري پېښېږي.

2- د وینې دماغي سکته: د دې ډول سکتې سبب په د ماغوکې د وینې د کوم رګ  شلېدل او په  مغزو یا دماغو کې خونریزي ده،  چې په ډیره سختي سره بندیږي .  دا ډول مغزي سکتې ډیري کمې پېښېږي  او په ډېرو پیښو کي مریض مري .

یو بل ډول مغزي سکته  دکوچنۍ مغزي سکتې (mini-stroke) په نامه وجود لري چي په حقیقت کې  عارضي ایسکیمیکي  سکته ده چې په موقت ډول د دماغو په رګونو کي د وینې جریان له اختلال سره مخ شي  او داسي نښی نښاني ښکاره کړي لکه  د دماغي سکتې، خو کله چې د وینې جریان  بیرته جریان پیدا کړي  او وینه دماغ ته ورسیږي هغه علایم  خپله کرار کرار ورک شي.

دا ډول مغزي سکته په حقیقت کې یو اشاره ده ترڅو ناروغ په دې پوه شي چې دماغي سکته پیښیدونکي ده او ژر تر ژره باید ناروغ معالجه شي.

د دماغي سکتي علتونه:

د مغزي سکتي یو مهم سبب اتیروسکلیروسیز (د شریانونوسختیدل) دي. شریانونه یا دویني  لېږدونکي رګونه  د غوړ و، کولسترولو، کلسیم او نورو موادو په  زیاتیدو  سره تنګیږي  او کیداي شی د ویني کومه ټوټه په همدي باریک رګ یا لار کي پاته شي او دماغ ته دویني درسیدو سره د دماغي سکتي سبب شي.

هغه دماغي سکته چي په دماغ کي د خونریزي له امله مینځ ته راځي ډیر سبب  یي د ویني لوړ فشار دي .

د دماغي سکتي د تشخیص لار  (FAST):

1-      F  یا Face  (مخ): په دي ډول تشخیص کي  ډاکتر له تاسو غواړي چي وخاندي او ډاکتر ګوري چې ستاسو دخولي  لاړي  (اوبه ) له یو لوري راځي که  له دواړو .

2-      A  یا مټ ) (Arms :ډاکتر له تاسو غواړي چې ولاړ شئ  او ګوري چي دبدن  یو طرف خو مو  لاندي ځوړند نه ښکار ي .

3-      S  یا خبرې( Speech) : ډاکتر یوه ساده جمله په تاسو څو کرته تکرارو ي او ګوري چي خبري سمي کولاي  شيئ .

4-      T (Time) وخت: وخت ډیر مهم دي  که هر یو له دي نښو څه ولیدل شي باید ژر تر ژره خپل ځان په جدي ډول تداوي کړئ.

د دماغي سکتي دسبب  د تشخیص لاري چار ي:

کله چې  ناروغ دپورته علایمو په لیدلو  متخصص ډاکتر ته  مراجعه کوي تر ټولو لومړی دا ډېره اړینه ده چې  د دماغي سکتي ډول معلوم شي.

د سي ټي سکین د عکس یا معایناتو په کولو دا معلومیدای شي چې دماغي (عصبي ) سکته د ویني د رګ د بندیدا له امله مینځ ته راغلې او که د وینې در ګ د شلېدا له امله .

نور معاینات هم شته چي د دماغي سکتې د پېښېدو دقیق ځای او ډول په ګوته کړ ي.

د دماغي سکتي د خطر  اسباب:

–         د ویني د فشار لوړیدل

–         د کولیسټرولو ډیریدل.

–         شکره

–         چاغ توب

–         سګریټ څکول

–         کم حرکت درلودل (ورزش نه کول)

–         دالکولو یا شرابو ډیر استعمال

غذايي  سببونه:

–         یو نامناسب غذايي رژیم د دماغي سکتي د زیاتېدو سبب ګرځي. د غوړو او کولیسترولو زیات استعمال  د ویني د رګونو د تنګیدا سبب ګرځي .

–          د مالګي زیات استعمال د ویني فشار لوړوي.

–         د زیاتي کالوري درلودنکو (مقوي) خوراکي موادو مصرف د چاغوالي سبب ګرځي.

–         یو مناسب خوراکي رژیم چي په هغه کې د سبزیجاتو، سبوس لرونکې  غلې ،ماهي او مېوو استعمال کولای شي د دماغي سکتو په کمېدو کې  زیات تاثیر ولري.

د دماغي سکتي هغه عوامل چي نه کنټرولیږي :

–         د عمر زیاتیدل او یا د دماغي سکتي  کورنۍتاریخچه.

–         جنیست هم په دماغي سکتو کي ډیر رول لر ي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب