دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeروغتیاد ځوانکو په هکله لنډې خبرې

د ځوانکو په هکله لنډې خبرې

اباسین

آکنه یا ځوانکې یوه مزمنه ناروغي ده چې د ویښتانو پیاز یا غوټه او د پوستکي غوړې غدې ورسره مخامخېږي.

 د پوستکي غوړې غدې په ډرم یا د پوستکي په منځنۍ برخه کې موقیعت لري چې په دغې ناورغۍ کې دغه غدې بندیږي او په نتیجه کې ېې ځوانکې یا کوچني کیسټونه رامنځته کیږي آکنه یوه عامه ناروغي ده چې ډیر ځله د بلوغ په پيل کې پیدا کیږي په دغه وخت کې د نارینه وو جنسي هورمونونه یا انډروجن په هلکانو او نجونوکې زیاتیږي او د غوړ د غدو فعالیت زیاتوي په نتیجه کې ډیر غوړ تولیدیږي.

     آکنه څه ډول رامنځته کیږي :

 د غوړو غدې د سبوم په نامه یوډول غوړ جوړوي  چې په طبیعي حالت کې دویښتانو له پياز یافولیکول څخه د پوست برنۍ برخې ته رواځي خو ممکنه ده د پوستکي حجرې د ویښتانو پیاز یا فولیکول بند کړی وي او د دې مخه ونیسي چې سبوم د غوړو له غدو د پوستکي برنۍ برخې ته راوځي.

 کله چې د ویښتانو پياز بند شي د پوست یو ډول باکټریا چې پروپيوني اکنې باکټریا بلل کیږي د هغو په منځ کې وده کوي  اودالتها ب سبب کیږي.

 کله چې  د ویښتانو پیاز نیمايي بند شي په تورسر،سره آکنې رامنځته کیږي چې دا د نخود په شان یو ډول پلاک دی. که د ویښتانو پیاز بیخي بند شي هغه ځوانکه رامنځته کیږي چې سپین سر ولري خو نور ډول ډول میکروبونه ددې سبب کیږي چې د ځوانکې سر په بیلا بیلو ډولونو راڅرګندشي. کله چې دویښتانو بند شوي فولیکولونه چوي او غوړ د پوستکي باکټریا پر مخ  خپروي په دې ډول پر ناروغه پوست نورې ځوانکې هم رامنځته کیږي.

 اکنې یا ځوانکې ممکنه ده سطحي وي چې په دې ډول ځوانکې آپسې نه لري اویا ښايي ژوره وي په دغه حالت کې د پوستي لاندنۍ برخه هم التهابي کیږي او له چرک څخه ډکې دانې یا آپسې هم رامنځته کوي  او که د دغې ځوانکې سر خلاص شي ښايي لويې او سترې دانې هم رامنځته کړي.

 د اکنه د رامنځته کیدا علتونه:

 دځوانۍ یا بلوغ په وخت د هورمونونو زیاتیدا ځواکنې رامنځته کوي پر دې سربیره آکنې يا ځوانکې ارثي زمینه هم لري دغه لاندې موارد هم د آکنې په رامنځته کیدا کې رول لوبوي:

 په ښځو کې د میاشتني عادت یا مریضۍ په وخت هورموني بدلونونه .

 دکورتیکوستیرويډ، لیټیوم، او باربیترات په څیر ځینې درمل.

غوړ یا د ويښتانو تیل، معدني غوړ، اوځینې آرایشي توکي.

 د خولۍ فشار یا مالش، او د تنګ یخن لرونکې جامې.

 د ځینو سیمو آب و هوا لکه مرطوبه او ګرمه هوا.

 آکنې د پوست د سخت خارښت او د ځوانکو په ټینګولو سره زیاتیږي.

 د ځوانکو نښې نښانې:

ځوانکې د بدن په هر ه برخه کې پيداکیداي شي خو ډیر ځله دبدن په هغو برخو کې لیدل کیږي چې په کې د غوړو غدو شمیر زیات وي لکه مخ، ټټر، ملا، ورمیږاو ولي د بدن هغه برخې دي چې ځوانکې پکې ډیرې وي.

د ځوانکو عمومي نښې هماغه په سپینو سرونو سر وړې دانې، زالرونکې دانې او دهغو دردوي خو  هر ځلمی ممکنه ده بیلابیلې نښې ولري د ځوانکو لپاره غوره ده د پوستکي ډاکټر ته ورشئ ځکه ممکنه ده دا ځوانکې نه بلکې کومه بله  ناروغي وي چې تاوان به ېې ډیر وي ځوانکې معالجه کیداي شي خو په دې شرط چې تاسو هم له ډاکټر سره مرسته وکړئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب