چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeکلتورلمر خشونت تبلیغوي

لمر خشونت تبلیغوي

لیکوال: اباسین

درست پوهیږي چې فلم او سینما د وګړو په ژوندکې د ‌ډله ییز ارتباط یوه مهمه وسیله ده حتی ادعا کولاي شو چې د انسانانو تفکرات، عقیدې، لیدتوګې او په کلی توګه د انسان د ژوند فلسفه له فلمونو سره بڼه خپلولاي، بدولون موندلاي، اصلاح یا خرابیدلاي شي د مثال په توګه یوه میرمنه چې له میړه د بیلتون په حال کې وي د یوه داسې فلم په لیدو سره چې په هغه کې یولوری دزغم او تحمل په درلودلو سره  خپل ګډ ژوند ته دوام ورکوي دغه صحنه ښایي په دغې میرمنې هم اغیز وکړي او هغه له بیلتون یا طلاقه وژغوري دا د فلمونو له معجزو ډک اغیز دی که د انسانانو ژوند ته لږ هم پام وکړ د عمومي افکارو په روزلو او د هغو په سلیقه جوړولو کې به د فلمونو په اغیز پوه شو دغو مسلو ته په پام سره د فلمونو هنرمنان او د ټلویزیون لپاره د هغو د غوره کونکو رول ډیر ښه څرګندیږي چې حتی د کلتورونو د رغیدا او د هغه د ځوړتیا سبب کیداي شي. په دغه بحث کې د فلمونو په نورو اغیزو ډیرې خبرې نه کوم که ممکنه وي په نورو لیکونو کې به پر انسان د فلم په اغیز پوره خبرې وکړم خو هغه څه چې ماته په زړه پورې دي د افغاني تلویزیونو له لوري د فلمونو خپریدل دي چې تل له وحشت او خشونت سره یوځاي وي تر دې وړاندې چې د دغه ټلویزیون پر دغه نامناسب اقدام خبره وکړم غوره ده پر انسان د خشونت او تاوتریخجنو فلمونو پر اغیز یو څه رڼا واچوم لکه چې وویل شول له بده مرغه د ځینې تلویزیونونو ډیر بهرني فلمونه د خشونت دودونکي دي دا په داسې حال کې ده چې زمونږ ټولنه د خشونت وژلې او ویرې ښکار شوې او هره ورځ د وژنې، انتحاري حملو او ډول ډول تاوتریخوالي کتونکي یو پر وګړو په تیره بیا پرماشومانو او ځوانانو د تاوتریخجنو ټلویزیوني پرګرامونو د اغیزو په هکله ډیرې څیړنې شوي دي او د دغو څیړونو په نتیجه کې معلومه شوې ده چې هغوي یعنې ماشومان:

 ۱ ـ  له خشونت څخه ویره نه لري

 ۲ ـ ورو، ورو مني چې خشونت د ستونز ې داواري لپاره یو ه لاره ده .

 ۳ ـ له تاوتریخوالي تقلید ته مخه کوي .

۴ ـ په لاشعوري توګه له خاصو شخصیتونو سره که هغه قربانیان دي یا قرباني کونکي ځان یو شان کوي او هغو ته ورته کارونه کوي یادونه کوو چې ځان یو شان کول په لاشعوري توګه کیږي او دغه چاره ډیره خطرناکه ده خو بیلګه اخیستنه بیا شعوري وي.

په ټلویزیوني پروګرامونو کې تاوتریخوالی په ماشومانو کې د جنګ او شخړو روحیه پیاوړې کوي او کله چې هغوي دغه ډول فلمونه وګوري سمدستي لانجې جوړي او خشن حرکتونه کوي او دغه روحیه پکې پیاوړي کوي ځکه هغه ماشومان چې له ټلویزیون څخه  تاوتریخجن پروګرامونه ګوري او له دغه کاره نه منع کیږي له هغه څه تقلید پیلوي. په ماشومانو کې د تاوتریخوالي اثار ښایي سمدستي څرګند شي یا په وروسته کلونو کې ځان ښکاره کړي دې ته په پام سره چې زموږ ټولنه تل له تاوتریخوالي سره مخامخ ده نو باید زموږ خصوصي او حکومتي رسندويي په ټلویزیون کې داسې پروګرامونه او فلمونه نندارې ته وړاندې کړي چې د لیدونکو په تیره بیا د ماشومانو روحیه ورسره آرامه کړي او هغو ته روحي سکون وروبخښي خو له بده مرغه زموږ ځینې ټلویوزیونونه د دې په اپوټه داسې خشن او ویروونکي فلمونه خلکو ته ورښيي چې بې له شکه پرهغوی ناسمې اغیزې پریږدي.

 فکر کوم که ماشومان دغه پروګرمونه وګوري که نور نه وي خپله ژبه او فرهنګ به له پامه نه غورځوي خو دغه ټلویزن له بده مرغه داسې له وحشته ډک فلمونه نندارې ته وړاندې کوي چې د ماشومانو او حتی د لویانو پر روحیې ډیرې ناوړه اغیزې پریږدي د مثال په توګه څه موده وړاندې د hill have eye فلم ته څو روځې سترګې په لاره و هغه هم د دې لپاره چې زما کوچنی زوي راته وویل لکه چې دغه فلم د افغانستان په هکله وي ځکه چې د اعلان په وخت ېې په یو ځاي کې د کندهار کلمه لیکلې وه نو حتماً به زموږ د هیواد په هکله وي خو کله چې دغه فلم مونږ وکوت نو زما کوچنی زوي ټوله شپه په خوپ کې ویریده دا په داسې حال کې ده چې له دې پرته ددغه ټلویزیون هرفلم یوازې د وحشت، قتل، ویرې او ترهې صحنې لري له بلې خوا د دغه ټلویزیو ن بل ورور ټلویزون طلوع دی چې  داذر اویز پندار په نامه په پرګرام کې تل ارامه او له خشونته لیرې فلمونه ږدي او داسې بریښې چې هڅه کوي د لیدونکي ورحیه ورسره آرامه کړي زه اوس د لمر له مسولانو پوښتنه کوم چې ایا دپښتنو لپاره د خشنو فلمونو خپرول د کوم ضرورت په اساس دي آیا داسې خو نه ده چې دا هم د یوپروګرام له مخې کیږي او هڅه کیږي چې پښتانه له خشونت سره مترادفه وښيي او داسې وښودل شي چې پښتانه په خپله دغه ډول فلمونه خوښوي یادا چې دیوه پرګرام له مخې هڅه کیږي زموږ راتلونکې نسل هم له تاوتریخوالي سره روږدی کړي ولې د طلوع ټلویزیون ارامه او د ټولنیز ژوند د ښه کولو لپاره فلمونه ږدي په داسې حال کې چې لمر هم له همدې ځايه طلوع کړې خو هلته یوازې دقتل، وژلې خشونت او ترهې فلمونه نندارې ته وړاندې کیږي ښايي دغه محترم چارواک په دې پوه وي چې پرماشومانو د فلمونو د اغیز شدت له دې امله دی چې هغه ته فلم له حقیقت پرته بل څه نه دی په بله وینا ماشوم د فلمونو لپاره تصوري او خیالي اړخ په پام کې نه نیسي د لمر ټلویزیون په فلمونو کې بله مهمه خبره دهغو ښکنځلو او ناسمو کلمو ژباړه د ه چې دوي یې کولاي شي هغه په بل ډول وژباړي لکله چې په ایران کې داسې کلمې ورته پیدا کیږي اوریدونکی هیڅکله فکره نه کوي په یوه فلم کې دې پوچې ښکنځلې وشي په هر صورت هیله کو دغه یوازېنۍ پښتو تصویري رسنۍ دغو مسلو ته پام وکړي او که د طلوع له لوري په پلان او پروګرام سره دغه کار کیږي هیله کوو چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت دغو مسلو ته لږپام وکړي او د پښتنو د راتلونکي نسل د ژغورلو لپاره لاس په کارشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب