له هغه را وروسته چي د پښتو د بډایني او غني کېدني په پار د څو رضاکارانه ځوانانو په مټ د موزیلا په نوم یوه انټرنیټي هڅه را پیل، او تر دې مهاله یې له ځان سره ګڼي مثبتي پایلي و درلودې او لا به یې هم ولري چي کولای سو د ځینو یې په لنډه توګه یادونه وکړو:
۱ – په یوه ناره او ږغ څو د ګوتو په شمار ځوانانو د پښتو د ډیجیټل کولو او بډایني کولو لپاره کماپن را پیل کړ چي د پښتو ږغ د خوندي کولو او ټیکنالوژي ته د ور داخلولو لپاره یې د موزیلا بنسټ او پروژه وټاکله، چي په ډېر لږ وخت کي یې موږ شاهدان یوو چي د هیواد له بېلا بېلو سیمو یعني له ننګرهار څخه تر لوی کندهار، او بیا تر کوزې او یاغي پښتونخوا پوري آدیبان، لیکوالان او محصلین ورته رامات، او پښتو ته یې د خدمت کولو په مناسبت ملاوي وتړلې، چي دا دی اوس یې شمېر په موزیلا کي تر شاوخوا شپږو زرو اوړي. د دې رضاکارانه خدمت له برکته په آنلاین ډول پښتانه سره یو ځای او یو له بل یې د پښتو د پرمختګ په پار نظرونه او پېشنیهادات سره تبادله او د ګډ کار لپاره یې لیڅي را ونغاړلې چي دا د پښتو ژبي پر خدمت او د پښتنو پر یووالي یو څرګند دلالت نومولای سو.
۲ – په موزیلا کامن وایس کي تر دې دمه د شپږ زرو پښتنو رضاکارانه کارکوونکو په تعداد سره د پښتو ژبي ږغونه تر دوه زره ساعته وا وښتو. چي دا شمېر د جملو او ږغونو له لحاظه شاوخوا دوه میلیونه کېږي. په دې مانا چي اوس موږ د موزیلا په سیسټم او عمومي ډیټابیس کي د پښتو ژبي د مختلفو لهجو څخه ټول نارینه او ښځینه، شاوخوا دوه میلیونه ږغونه لرو، چي په راتلونکي کي به د Al موډلونه د پښتو ژبي د ګټي او پوهېدني لپاره استفاده ځیني وکړي، او ډېر ژر به یې موږ د ټیکنالوژي په نړۍ کي مثبت تاثیرات ووینو.
۳ – د موزیلا هڅه اوس دې حالت ته رسېدلې چي اوس په حضوري او فزیکي ډول د پوهنتونو محصلینو ته ځیني بااحساسه استادان د موزیلا د ګټو او کار کولو په مناسبت سیمنارونه دایروي چي له برکته یې د پښتو ژبي لوی مرکز جنوبي زون هم پر حرکت راغی، او په سیسټم کي هغه کمی چي مخکي د جنوبې لهجې د نشتون پر اساس احساسېدی، اوس ورو ورو پر ورکېدو ښکاري.
۴ – موږ اوس په سیسټم کي شاوخوا دوه میلیونه ږغیږ ډیټابیس لرو، که چېري دا مقدار درې یا څلور چنده سي، لیري نه ده د چي د Al موډولونه د ChatGPT په ګډون پښتو متن په ږغ او پښتو ږغ په متن واړوي او دغه راز به پښتون مېشتو وګړو ته د هغوی پخپله ژبه مالومات وړاندي او د هغوی په لهجه به و پوهېږي. دا هڅه به د دې باعث سي چي ټیکنالوژي زموږ پخپله پښتو راته و ږغېږي او زموږ پخپله پښتو پوه سي. او نور به د دې اړ کېدلو اړتیا نه وي، چي د نورو بهرنیو ژبو په مټ د Al او ماشین په دنیا کي مالومات پیدا، او یا ولولو.
۵ – له هغه وروسته چي د Al انقلاب ته پښتو ور داخله او د موزیلا کامن وایس پښتو ډیټابیس پیاوړی سي، ځیني نړیوال شرکتونه لکه OpenAI ,Google Meta او Apple کولای سي پرته له کومي ستونزي پښتو ژبه په خپلو سيسټمونو کي اضافه او وکاروي. چي په دې سره پښتو د ټیکنالوژۍ او ماشین ژبه بلل کېدای، او له نورو نړیوالو ژبو سره هم سیاله او غني کېدای سي.
۶ – کله چي په موزیلا کي د ږغیږ ټیټابیس له برکته Al متن په ږغ او ږغ په متن واړوي، دا چاره به د پښتنو د میډیا لپاره خورا ډېري آسانتیاوي رامنځته کړي. چي په دې سره به د یوټوب، ټیک ټاک، فېسبوک، او انسټګرام محتوا څو چنده زیاته سي، چي پښتانه به په اسانۍ سره خپل درسي مواد، ژورنالیستي راپورونه، ویډیوګاني او تاریخي مالومات د خپل ږغ په مټ تولید کړي. چي له برکته به یې په پښتون مېشتو سیمو کي د پښتو تعلیمي مواد ډېر، او د زده کوونکو لپاره به لویه ګټه رامنځته کړي.
۷ – دا چي اوس موزیلا ته د پښتو ژبي مختلف النوعه لهجې ور داخلېږي او تقریباً د افغانستان او کوزې پښتونخوا په ګډون د نورو سیمو ننګرهار، خوست او پکتیا څخه هم وګړي پکښي ږغېږي، نو راتلونکي کي به د Al موډلونه یوازي د پښتو ژبي په یوه لهجه نه، بلکي په نورو لهجو هم وپوهېږي. او د کندهار، ننګرهار او نورو سیمو د وګړو په لهجه به په لږ تغیر کټ مټ د هغوی په لهجه خبري کوي. زموږ او نورو ځوانانو چي په دې برخه کي یې له لومړیو وختو کار کاوی هڅه هم همدا وه چي د لهجوي، سمتي او سطحي مسایلو په پام کي نه نیولو سره باید د پښتو ژبي ټولي لهجې موزیلا ته داخلي او د Al د موډلونو برخه و اوسي.
۸ – د پښتو لهجوي تلفظ به بډایه سي. کله چي موزیلا کي د پښتو د مختلفو لهجو څخه لغاتونه، ږغونه او جملې سیسټم ته داخلي سي. AI به په طبیعي ډول د پښتو بېلابېلي لهجې له یو بل سره پرتله کړي، ګډ لغاتونه به را وباسي، توپیرونه به منظم کړي، او د پښتنو د ټولو لهجو ګډه او شریکه بڼه به پیاوړي کړي.
۹ – په موزیلا کي د ډېر کار او ږغیږ ټیټابیس د غني کولو په صورت کي د پښتو ژبي د اتومات ژباړي زېرمه قوي کېږي. یعني کله چي AI د پښتو ژبي په مختلفو لهجو، جملو، ږغو او لغاتو و پوهېږي، نو په نتیجه کي به په راتلونکي کي پښتو ژبه په Al او ټیکنالوژي کي په اتومات او سم ډول انګلیسي او نورو نړیوالو ژبو ته ژباړل کېږي. او د انګلیسي په ګډون به نورې نړیوالي ژبي هم پښتو ته په آسانۍ سره ژباړل کېږي، چي په دې سره به پښتو د زده کړي، تجارت او نړیوال تعامل لپاره یوه بډایه، لرغوني او ټیکنالوجیکي ژبه و اوسي.
۱۰ – د موزیلا د دې هڅې او کار له برکته به د ژورنالیزم په ډګر کي خبریالان و کولای سي چي په اتومات ډول د بهرنیو ژبو راپورونه په پښتو او پښتو راپورونه په انګلیسي او نورو ژبو کړي. دا چي ژورنالیزم نور کرار کرار د Al پر بنسټ روانېږي نو دا چاره به د ژورنالیزم په ډګر کي د پښتنو ژورنالیستانو لپاره د کار په جریان کي یوه آسانتیا رامنځته کړي چي پر اساس یې دوی کولای سي د ږغ پر ځای متن او د متن پر ځای ږغ په آسانۍ بدل او وکاروي.
وروستۍ یادونه: د عمومي ګټو په باب به په وروستیو کي دا ټکی پر خپل متن اضافه کړم چي د بېلا بېلو سیمو او پوهنتونو څخه استادان، آدیبان، ځوانان، محصلین، کارپوهان او زده کړیالان همدا اوس د موزیلا له برکته په میډیا کي سره یو ځای سوي؛ او ټولو په ګډه د خواري، لرغوني او خوږې پښتو د ډیجیټل کولو، Al ته ور داخلولو او ماشیني کولو لپاره لستوڼي را بډ وهلي چي دا د پښتنو په منځ کي د اتحاد او یووالی یوه څرګنده نښانه او علامه ده.
موزیلا کامن وایس زما د ورځنۍ بوختیا سره سره د یوویشتمي ماشیني او ټیکنالوجیکي پېړۍ په درېیمه لسیزه کي د پښتو ژبي د لا بډایني، غني کېدني او Al کېدني لپاره یو تیار، جوړ او مناسب فرصت دی، چي استفاده او نه استفاده یې د پښتنو په آرادو او زحمتو پوري اړه لري.
په پښتنه او خوږه مینه
ذبیح الله شفق
۲۰۲۵/۱۱/۲۶ – کابل، میرویس میدان.