جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+نکلونو کې تاریخ | شهسوار سنګروال 

نکلونو کې تاریخ | شهسوار سنګروال 

اوله کيسه
دهرکارشروع ډېره ګرانه وي، د هوښیارانو خبره، د کارشروع دکار نیمه برخه ده، نو کله چې مې دوستانو سره ژمنه وکړه، غواړم د دوستانو د خوښۍ لپاره «نکلونو کې تاریخ» تر سرلیک لاندې، داسې څه وکاږم، چې د دوستانو قیمتي وخت پرې ضایعه نه کم… نوله اوږده ځڼډ نه وروسته، دې پایلې ته ورسېدم، چې راځه د سریزې په توګه، او له کیسه مې باید داسې وي، چې یو تت تاریخي انځور هم پکې وي او د ورځې له سیاسي ناندریو او ببولالو سره هم تړاو ولري.
نو څو ورځې دمخه مې د فیسبوک پاڼې اړولې، سترګې مې د باچاخان په کړوسي ایمل ولي خان ولګېدې، چې د پاکستان له لومړي وزیر او لوی درستیز سره ولیدل او هغو ته یې وعده ورکړه، چې »موږ د مثلث درې څڼډې یو…!!»
ولې دی په دې نه پوهېده چې د مثلث دا دوه څڼډې وسپنیزې دي، په نستعلیق لیک کاږل شوي دي چې د پنسل پاک وسه پرې نه کېږي، خو درېیمه څنډه لکه اومړی تار، یا لکه په پنسل لیکل شوي توري…‌ په اسانۍ پاکېږي.
په دغه وخت کې باچا خان زما سترګو ته نیغ ودرید، دا چې خلکو به په لر وطن کې ورته څه وېل؟ خو په بر وطن افغانستان کې زما د سترګو لیدلې کیسه ده، کله به چې افغانستان ته راغی، نو هر چا به وېل:
باچا خان، لکه دې خضر(ع) په څېر قد یې د زرګونو خلکو په مینځ کې ښکاري، لاسونه یې له زنګنو ښکته دي، لیدل یې ثواب دي او دا ډول ډېرې څرګندونې کېدلې …
یوه ملګري مې راته پرون کیسه کوله، تازه له پښتونخوا راستون شوی و، وې زموږ دوه سپین ږیرو کلیوالو، چې د وښو ډېرۍ ته یې ډډه لګولې وه، نو دا یو بل ته کړل، دینو! دا د سرې ټوپۍ (خولۍ) وال راته عجب غوندې ښکاري، له پنجاب سره ډېر وړاندې روان دی… ستا څه خیال دی؟
یاره که زما خبره واوري، زه خو ورته وایم وا د سرې ټوپۍ هلکه! دومره وړاندې مه ځه چې بیا نشې راګرځېدی … افغانان پاخه هډوکي دي، موږ چې څوک یو د هغو له برکته یو، کیسې یې په هندوستان کېږي …
هو رښتیا د هندوستان کیسه رایاده شوه، باچا خان دې خداې وبخښي، د ژوند وروستۍ شېبې یې وې د درملنې لپاره هندوستان ته لاړ، نو هلته یې ولی خان ته وصیت وکړ، کله چې زه مړ شوم، نوما به د افغانستان، په جلال اباد کې خاوروته سپارې.
همداسې وشول ، اوس باچا خان دجلال اباد په یوې ډېرې مهمې او قیمتي سیمه کې ښخ دی ، چې یوه بسوه یې د چا خبره په یولک ډالروپلورل کېږي…
دا لا څه کوې، داسې ماڼۍ یې په هدیره ودانه ده، چې سیلانیان یې نندارې ته ورځي‌… کتابتون، یو لوی بڼ، د کنفرانسونو تالار او نورې ډېرې ښېګڼې او اسانتیاوې په دغې ماڼۍ کې موجودې دي.
د خواشنۍ او افسوس خبره خو دا ده چې د « ایمل ولیخان » یو مهم بیان راغی، لکه د یوه کمپایني شعار په توګه یې … په دې وروستیو کې ویلي دي، افغانان چې پښتونخوا ته راځي «باید ویزه او پاسپورت ولري او کنه جزا به یې دا وي چې هرومرو به جېل ته ځي …
نو بیا د ده د دغو خبرو په غبرګون کې د « پښتون ژغورنې غورځنګ » اتلانو ووېل:
ایا ستا ستر نیکه باچا خان، پاسپورت او ویزه درلوده چې افغانستان کې ښخ دی؟!
(تربلې کیسې پورې موپه څښتن تعالی سپارم… خوشحاله اوسئ درنو دوستانو)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب