جمعه, مې 3, 2024
Homeادبلنډه کیسهایرې/ اجمل پسرلی

ایرې/ اجمل پسرلی

د اپارتمان له کړکۍ د کوڅې څراغونه لړې ته داسې ښکاریدل لکه شمې چې د بریښنا پر ستنو راځوړندې وي.

سترګې یې پر رغوي وموښلې. سر پرې وګرځید. شاته یې ګام کیښود. د ودکا بوتل د میز له سره لاندې ولوید. بهیدلو شرابو ته یې ګوته وروړه، ګوته یې وڅټله. لاسونه یې پرمځکه تکیه کړل، په زګیروي پاڅيد. د وره له شا یې کلي راواخیسته، د کلیبند حلقه یې په ګوته کې وڅرخوله راوڅرخوله. د المارۍ له سره یې د عکسونو البم راکش کړ. یو عکس یې راوایست، بل یې راواخیست… ژر ژر یې پاڼې واړولې. راایستلي عکسونه یې سرچپه ونیول، بالکون ته ووت. د لینا پیغام یې یو ځل بیا ولوست:

« نور ماته زنګ ونه وهې زما او ستا د عمر ډير فرق دی »

  د موبایل کمره یې ولګوله، مخامخ یې دیوال ته ودراوه، سګریټ یې په خوله کې ونیو، لایټر یې عکسونو ته. په تصویر کې د لینا پښې وسوځیدې، سر یې اور واخیست، د بل عکس یې تنه لمبه شوه. تصویر یې له لاسه ولوید. پر اور له چپلکې سره وخوت. ایرې یې پر پښه ورواوښتې. اخیستی فلم یې لینا ته په مسینجر کې ولیږه. ویې لیدل چې پيغام لیدل شوی. سګریت یې بل کړ، موبایل یې سترګو ته ونیو. ځواب ته انتظار و…

 بل سګریت یې ولګاوه بیا یې د موبایل پر شیشه ګوتې تیرې کړې. دیوال ته یې په ناستو ډډه ووهله، په پټو سترګو یې له سګریته ژور کش واخیست. د سګریت پر بیخ یې لاس سوی وکړ په مسینجر کې یې لینا ته ولیکل، فلم دې خوښ شو؟ پيغام تیر نه شو. انټرنټ و، بیا یې هڅه وکړه، پیغام نه تیریده، هغې بلاک کړی و. په بالکون کې یې پر پرتو ایرو پښه وموښله راوموښله مځکه توره شوه.

پراګ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب