جمعه, مې 3, 2024
Homeمقالېاسلامد ګوتې نښه د قرآن او ساینس په رڼا کې

د ګوتې نښه د قرآن او ساینس په رڼا کې

لیکنه او ژباړه : نعمت الله پټانزی

 له ډیر پخوا راهیسې انسان دخپل پایښت او بقا په منظور دخپل دوست او دښمن دپیژنګلوي لپاره اړ دی او دهویت تشخیص دهغه لپاره یوه حیاتي مسئله  وه او ده ، اما نن ورځ د هویت دتشخیص د پیژندنې د سیستمونو د پرمختګ او نوي والي لپاره ډیر کوښښونه شوي دي (چې همدا پرمختګونه دټولنې او نړۍ د اړتیاوو په اساس منځ ته راغلي دي ) هغه اړتیاوې چې په هغه کې پرمختګ د تیروتنو دکموالي،د امنیت دلوړوالي او په  ورځنیو چارو کې د آسانتیا وو دډیروالي … سبب شوی دی. په تیرو وختونو کې دجرمونو او جنایتونو دپیژندنې لپاره د ګوتې دنښې او دڅیرې دکتلو څخه ګټه اخیستل کیده مګر نن ورځ پرمختللي او ماډرن سیستمونه منځ ته راغلي دي .

– دګوتې نښه معمولا د اسنادو په مخ یاڅټ د اقرار، تائید ، تصدیق اوهمدارنګه دهویت د تثبیت لپاره کارول کیږي ، په داسې حال کې چې دهرانسان دګوتې نښه یوله بل سره بشپړ توپیر لري ، دا دالله ج د قدرت او توانمندۍ یو ښکاره ثبوت څرګندوي چې انسانان یې په بیلو بیلو بڼو اوشکلونو سره پیداکړي دي چې دهریوه انسان دبدن غړي اوپه ځانګړي توګه دګوتونښې یې یوله بل سره څرګند توپیر لري،ګڼ شمیر باسواده کسان دیوه سند دتائید لپاره امضاء(لاسلیک) کاروي اوهمدارنګه دګڼ شمیر ادارو مسؤلین او کارکوونکي دلاسلیک ترڅنګ مهر(ټاپه) هم کاروي چې په دواړو مواردو کې کیدای شي جعل اوتذویر منځ ته راشي په دې مانا چې کیدای شي د یوه شخص لاسلیک نور کسان هم زده کړی شي او یاهم د مهر(ټاپې) مثل جوړ یا تولید کړل شي خو؛ د هویت دتشخیص لپاره یوازینۍ لار دګوتې نښه ده چې د دقت او کره توب سطحه یې لوړه ده که چیرې یو شخص دبل شخص په ځای د اسنادو پر مخ دخپلې ګوتې نښه کیږدي په ډیره آسانۍ سره دتشخیص او پیژندې وړ ده.

– که چیرې ځینې بې لارې انسانان (کافران) دا وایې چې له مرګ څخه وروسته ژوند نشته او کله چې انسان مړ شي،خاورې کیږي او دبدن ټول هډوکي یې دګوتو دبندونو په شمول تیت پرک او له خاورو سره ګډیږي نو؛څنګه به هغه بیا سره راټول اویو ځای شي ، په همدې منظور الله ج د قرآنکریم د القیامه سورت په ۴ آیت کې داسې فرمایلي دي:

ژباړه : (هو! ولې نه ، مونږ خو؛ آن د هغه د ګوتو د بندونو  په سم او برابر جوړولو او راټولولو باندې قادر یوو.)

دګوتو بندونه اوپه ځانګړي ډول دګوتو وروستي بندونه چې دانسان د بدن وروستي اطراف تشکیلوي او د هرشي دجوړښت پای د هغه په وروستي اطراف باندې سرته رسیږي ، کله چې الله ج انسان پیداکولای شي چې دا یو ستر کار دي نو د هغه دګوتو بندونه چې ډیر کوچیني دي هم جوړولای شي یعنې کله چې یوڅوک یو لوی اوستونزمن کار ترسره کولای شي نو هغه کوچینی کار هم ترهغې په ښه توګه سرته رسولای شي . له دې معلومیږي چې الله ج د هرانسان دګوتو نښې په بیلا بیل ډول سره خلق کړې دي .

– د ګوتې نښان دهویت (پیژندنې) د تشخیص لپاره یوه مهمه او ارزښتنتناکه لاره ده او دبیومتریک له مهمو اومشهورو ډولونوڅخه یوډول دی، چې د اړتیا په وخت کې کیدای شي د بیومتریک سیستم په دستګاه کې د اشخاصو دګوتې نښه د هغه د ایښودلو دتختې (سنسور) په سطحه باندې په منظم ډول کیښودل شي او له یوه بریالي انطباق څخه وروسته یې دګوتې دنښې ځانګړتیاوې ثبت شي، د بیومتریک نوې تکنالوژي په نني عصر کې په بیلابیلو برخو کې د اهمیت او پاملرنې وړ ده او دIT په برخه کې  ورځ تربلې دپراختیا په حال کې ده، اوس د بیومتریک تعریف په دې ډول سره کولای شو:

(بیومتریک د یوه ژوندي موجود د هویت د تائید اوتشخیص دخودکارو لارو مجموعه ده چې دیوه موجود د فزیولوژیکي یا رفتاري ځانګړتیاوو داندازه کولو لپاره کارول کیږي.)

په همدې اساس بیومتریک له دریو مهمو ځانګړنو څخه برخمن دي چې دافرادو ترمنځ دتوپیر ، ډاډ او اطمینان د لوړ والي سبب ګرځي .

 لومړی: هغه شخص چې بیومتریک کیږي باید دبیومتریک په وخت کې حضور ولري .

دوهم : تثبیت کیدونکی هویت دې ته اړتیا نه لري چې بیومتریک کیدونکی شخصیت څه اطلاعات او یا کوم بل ځیز له ځان سره لري یا نه.

دریم: د وخت په تیریدو سره په یوه شخص د عمر په اوږدو کې د ظاهري تغیراتو په راتللو سره تثبت شوی هویت ثابت پاتې کیږي.

مخکې مو هم یادونه وکړه چې دهویت د تشخیص لپاره بیلابیلې بیومتریکې لارې شتون لري چې هره یوه دکارونې او دقت له وجهې د استعمال اوکارونې وړ ده خو؛ د ګوتې نښه په هر فرد پورې منحصر ده او د وخت په تیریدو سره په هغه کې هیڅ ډول تغیر او بدلون نه راځي ، په همدې اساس دګوتې نښې بیومتریک د بیومتریک په ټولو ډولونو کې ډیر استعمالیږي، البته د بیومتریک نور ډولونه لکه د سترګې دعنبیې ، دسترګې دشبکیې او دڅیرې هندسه هم دیوه شخص له بل سره توپیر لري د دې لپاره چې د بیومتریک کارایي ،امنیت او دقت لوړ شي کیدای شي دهغه له ترکیب څخه کار واخیستل شي.

منابع اوماخدونه:

  1. قرآنکریم.
  2. القرآنکریم وترجمة معانیة وتفسیره الی الغته البشتو.
  3. کشاف ،قیام الدین ، د قرآنکریم پښتو ژباړه اوتفسیر.

انګلیسي منابع:

  1. Biometric Person Authentication: Odor “Zhanna Korotkaya ” Lappeenranta University of Technology.
  2. – Face Recognition by Elastic Bunch Graph Matching website, Bochum University.
  3. – Security Technologies Lecture 9 :Authentication –part 2: Biometrics (based on lecture notes by Scarlet Schwiderski-Grosche).

دانټرنیټ ویب پانې:

  1. aqeedeh.com
  2. parsdata.com/articles/what-is-biometrics
  3. neuroinformatik.ruhr-unibochum.
  4. bias.csr.unibo.it/research/biolab/bio_tree.html.

2 COMMENTS

  1. لطفاً
    ته هغه آيت پيدا کړه چه په هغه کي ښکاره د انسان د ګوتي دا خواص چه له لياري يي د انسان هويت معلوميږي ليکل شوی وی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب