د برجورې کلا د دروازې له پورې وهلو سره غنګهاری شو، دیواله ته پروت سپي سر راپورته کړ، غوږونه یې څک او دروازې ته یې وکتل، د تورپړوني او اوږده کمیسه ښځه کلا ته ننوته، سپي بیرته سر د مخې د پښو څپړو کیښود. یوه شیبه یې ورته کتل او په بل اړخ واوښت، ښځې ورو، ورو د دالان په خوا ګامونه پورته کړل، په دالان کې یوې پیغلې له تناره څخه وروستی پاستی هم را ویوست، د مخ خولې یې د پلو په پیڅه وچې کړې. د تناره له غاړې په بیړه راپورته شوه، په لاندیستونی یې پروت زوړ بالښت دیوال ته ودراوه، بیا یې وویل: ابۍ بالښت ته تکیه وکړه!
ښځې دواړه پښې وغځولې، پرته له دې چې څوک یې وپوښتي په خبرو سر شوه.
– هي هي لورې! چې نه مرو لا به یې واورو!
– ابۍ خدای دي خیر کړې بیا څه شوې دي؟
– وۍ لوري! شرم داسې شرم چې شرمونه شرموینه، د دوی کره خو بیا د غم نارې سورې وي، مړی نه شته خو ساندې یې وي. زه خو ناخبره ورغلم، کاشکې نه وای ورغلې؛
– څه شوې و؟
ها ښه داریه یې چې وهله هغې عجبه یوه نخره کړې ده؟
ـ څه یې کړي دي؟
بیګاه یې د موږکو دوا خوړلې وه، د سهارګاه خواته دوئ پې خبر سوي وو، چې کتل یې نجلۍ بې هوښه پرته وه. نو یې ژر ډاکتر ته وړي ده. خو لا یې هم نه وه راوړې، ګوره چې څنګه به شي.
ـ نو د دې په شنه زمۍ سی، په څه خبره یې داسې کار کړی و؟
– لورې د کوراو کهاله له منځه خدای خبر دی. زه څه ووایم! خو ګومان کوم خبره دا وه چې دوه درۍ ورځي مخکې یې د ماما خیلو له کلي کوم ریبار ورته راغلی و. دوۍ ورسره د دوستي ښا کړې وه. نو نجلۍ یاتې ورته ویلې و، چې هغه خو مې د بابا همځولی دی. په دې خبرې یې بیا لکه سي ښه دربولې هم وه. د دې هم چې وار برابر شو نو داسې کار یې وکړ، خو لورې! ته دې خوله پټه کړه، چاته غږ مه لره، ماته یې دا کیسه میرې وکړه، هغې خوارکۍ راته ویل: ابۍ که دا خبره بل څوک واورې نو د ما ژوند به هم لا را تریخ کړي.