تاند/سه شنبه د وږي ـ سنبلې ۴مه/ د طالبانو ستره محکمه وايي، په پروان ولایت کې یې د دوو ښځو په ګډون ۱۲ کسان په دُرو وهلي دي.
د طالبانو یادې محکمې نن (سه شنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، دغه کسان یې له ۳۰ څخه تر ۳۹ درې وهلي او تر څلورو کلونو پورې په تنفیذي بندونو یې هم محکوم کړي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې، یاد کسان د ناروا اړیکو او نشه يي توکو د خرڅولو او قاچاق کولو په تور په یادو سزاوو محکوم شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې، تېره یک شنبه هم د طالبانو سترې محکمې په کابل او فاریاب ولایتونو کې ۱۱ کسان په درو وهلي دي.
طالبان داسې مهال دا کسان په دُرو وهي، چې په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې د دغې ډلې له لورې په عام محضر کې پر سزا ګانو د بشرحقونو ادارې نیوکې کوي او د مخنیوي غوښتنه یې کوي، خو طالبان لاهم خپل دغه عمل ته دوام ورکوي.
د نظر خاوندان بیا دا ډول سزاګانې د ولس او طالبانو ترمنځ د واټن د زیاتېدو یو لامل بولي او وایي، دې سره عام خلک له طالبانو نور هم واټن اخلي، په داسې حال کې چې طالبان د ولسي مشروعیت هڅه کوي.