اتل خان
د جمهوریت په دوره کې په خوست ولایت کې د والي یا مرکزي حکومت د استازي په ډول اغیزمنه دنده تر سره کول اسانه کار نه و. ځکه هلته دنده یوازې اداري چارې نه وې، بلکې د زړورتیا، هوښیارۍ او خدمت خطرناک امتحان و. د هیواد ازلي دښمنان به هر وخت په کمین کې ناست وو، ګوته پر ماشه وو، او هر ډول دسیسې، ګډوډي، قومي شخړې، نفاق او ناامني یې پلان کولې. هر والي له سختو ستونزو، تهدیدونو، تورونو او حتا مسلح مقاومت سره مخامخ کیده او په ډیره سختۍ یې خپل پروګرامونه تطبیقول. دوی به همیش د لویو پروژو په تطبیق کې له ډیرو ننګونو، تورونو او تهمتونو سره مخ کیدل. د خوست ولایت د هر والي کارونو او په وړاندې ننګونو ته لنډه کتنه شوې ده.
۱. عبدالحکیم تڼیوال (۲۰۰۲ – ۲۰۰۴)
عبدالحیکم تڼیوال په اصل کې دهمدغه ولایت د تڼیو ولسوالۍ و. نوموړی چې کله د جمهوریت په لومړیو کې د خوست والي وټاکل شو نو د پاچا خان ځدراڼ او د هغه د پلویانو لخوا له سخت مقاومت او جنګ سره مخ شو. حتا د ښار په داخلي سیمو کې مسلح جنګ روان وو. مرکزي حکومت د تڼیوال کلک ملاتړ وکړ خو بیا هم دوه کلنه دوره یې له ستونزو ډکه تېره شوه.
۲. معراج الدین پټان (۲۰۰۴ – ۲۰۰۶)
معراج الدین پټان د پکتیا ولایت په اریوب ځاځیو ولسوالۍ کې زیږیدلی و. کله چې دی د خوست والي وټاکل شو نو د ولایت یوشمیر پخواني کمونستان ترې چاپیر شول او حلقه یې کړ. لکه څنګه چې تر ده چاپېره خلک په ادارو او ځیني مدني نهادونو کې وو، نو له دې سره معراج الدین پټان د مجاهدینو له ټکر سره مخامخ شو، ستونزمن ماموریت یې ترسره کړ او دوه کاله وروسته له ولایت څخه تبدیل شو.
۳. ارسلا جمال (۲۰۰۶ – ۲۰۰۸)
تر ښاغلي پټان وروسته ارسلا جمال خوست ولایت کې والي وټاکل شو. دی اصل کې د پکتیکا ولایت و. دی د خپلې دورې په لومړي وخت کې ډیر ښه روان و، خو یو دم له ملي امنیت ریاست سره په ټکر کې شو او دې ټکر له ځینو ستونزو سره مخامخ کړ او امنیتي ګواښونه ورته ډیر شول.
د ده په دوره کې د بهرنیو مرستو شتون او فعالیت ډېر و او په مرکز خوست او ټولو ولسوالیو کې بهرنیانو شتون درلوده. پیآرټي ډېره فعاله وه، خو ښاغلی جمال له څو میاشتو وروسته تر سختو تهدیدونو لاندې راغی. درې واره د ده پر شخصي موټرانو انتحاري حملې وشوې، موټرو یې اور واخیستی، معتمد محافظین یې پکې شهیدان شول له ده سره د ملي امنیت اداره ملګرې نه وه. په ډیرو ستونزو کې یې هڅې وکړې چې د آبادۍ چارې پر مخ یوسي، خو د نامعلومو دسیسو ښکار شو او دوه نیم کاله وروسته په ډیره خوابدۍ له دې ولایت څخه ولاړ.
۴. حمیدالله قلندرزی (۲۰۰۸ – ۲۰۰۹)
له ارسلا جمال وروسته حمیدالله قلندرزی چې په اصل کې د ننګرهار و، د خوست والي وټاکل شو. کله چې دی ولایت ته ولاړ نو د ولایت پر ودانۍ ورباندې ډله ییز برید وشو. بدبختانه په دې دوره کې د والي او امنیې قوماندان جنرال باقي زوی تر منځ سخت اختلافات پیدا شول. د ولایت په ښار کې د امنیه قومندانۍ پر ودانۍ او د ملي امنیت پر ودانۍ ډله ییزه حمله وشوه. امنيې قومندان جنرال باقي زوی له والي اطاعت نه کاوه، حتا په عام محضر کې یې لفظي شخړه رامنځته کړه. وروسته د مرکزي حکومت لخوا دواړه تبدیل شول.
۵. طاهر خان صبری (سرپرست)
طاهر خان صبری چې خپله د خوست ولایت د صبریو ولسوالیو و، د حمیدالله قلندرزوی له تلللو وروسته سرپرست وټاکل شو. په دې دوره کې ډیر امنیتي تهدیدونه موجود وو، ادارې فلج وې. سرپرست والي له انفجارونو او زخمي کیدو سره مخ شو، دی د ۸ میاشتو لپاره سرپرست و. وروسته د میدان وردګو ولایت پخوانی والي او ډپلوماټ عبدالجبار نعیمي خوست ته د والي په حیث معرفي شو.
۶. عبدالجبار نعیمي (۲۰۱۰ – ۲۰۱۵)
عبدالجبار نعیمي اصل کې د کندهار ولایت دی. کله چې نوموړی خوست ولایت ته د والي په حیث معرفي شو نو په معرفت غونډه کې یې د قومي مشرانو، علماو او ځوانانو شکایتونه واورېدل، د قومي شخړو او دولتي مځکو د غصب عملیات یې مدیریت کړل، د ولایت اداري نظم یې جوړ کړ، د آبادۍ او انکشاف کارونه یې پیل کړل، له خلکو او مدني ټولنو سره یې اړیکې پراخه کړې، اداري اصلاحاتو ته یې پام وکړ، پنځه نیم کاله خدمت وروسته لغمان ولایت ته تبدیل شو.
دی هم په خپله دوره کې د خوست نړیوال هوايي ډګر د بنسټ ایښودو، اداري اصلاحاتو، ۱۲۰۰ فامیلي ځمکو له غصب څخه خلاصولو، امنیت تامین، قومي شخړو حل کولو، باجګیرو او مافيايي حلقو لاسونو لنډولو له امله له ډیرو تورونو او ننګونو سره مخامخ شو خو نوموړي وکولای شول چې د خپل ځانګړي مدیریت، ولس سره د پراخو اړیکو، نړیوالې ټولنې سره د کاري اړیکو او مرکز کې د سیاسي ملاتړ له امله، د خوست لپاره ځیني بنیادي پروژې پلې کړي او شاوخوا پنځه نیم کاله پر خوست ولایت وکړي، چې دا د خوست په شل کلنه دوره کې تر ټولو اوږدمهالې دوره ده.
۷. حکم خان حبیبي (۲۰۱۵ – ۲۰۱۷)
حکم خان حبیبي اصل کې د لوګر ولایت دی. نوموړي د ادارې، امنیت او بیا رغونې چارو لپاره هڅې وکړې، خو له ډیرو موانعو سره مخامخ شو. دی هم دوه کاله وروسته تبدیل شو.
۸. محمد حلیم فدایي (۲۰۱۵ – ۲۰۱۷)
محمد حلیم فدايي په اصل کې د پکتیکا ولایت دی. نوموړي هم د پرمختیایي پروژو او ادارې اصلاحاتو لپاره ډېر هڅې وکړې. له رسنیو او خلکو سره یې پرانیستې اړیکې درلودې، خو وروسته پکتیا ولایت ته تبدیل شو. نوموړي هم له مرکز سره ښې اړیکې درلودې او غوښتل یې چې دغلته امنیتي وضعیت مدیریت کړي او لویو پروژو په تطبیق کې هلې ځلې وکوي.
۹. محمد صدیق پټمن
محمد صدیق پتمن د ننګرهار ولایت اصلي اوسیدونکی دی. دی د لنډ وخت لپاره د خوست والي پاتې شوی. له ملي امنیت ادارې سره یې ټکرونه درلودل، د امنیتي تهدیدونو له امله د مرکز لخوا تبدیل شو.
۱۰. حکیم خان کټوازی
حکیم خان کټوازی اصل کې د پکتیکا ولایت اوسیدونکی دی. د جمهوریت تر سقوط پورې د خوست ولایت وروستی والي و. د طالبانو د پرمختګ پر وړاندې یې د ولایت چارې په زړورتیا، هوښیارۍ او خلکو ته په ژمنتیا سره پر مخ یوړې.
د جمهوریت په دوره کې په خوست کې ډیر پرمختیايي کارونه ترسره شوي دي، چې د ټولو یادول د دې مقالې له موضوع څخه بهر دي. د خوست ولایت هر والي د خلکو خدمت کولو لپاره زړورتیا، هوښیاري او جرات ښودلی دی. د ټولو ستونزو، تهدیدونو او دسیسو په وړاندې یې مقاومت کړی دی.
د خوست ولایت جغرافیا، دسیسو، توطیو، قومي شخړو، باجګیرو حلقو د هر والي کار سخت کړی و، خو د دغو چارواکو د خدمت اراده هېڅکله ماته شوې نه وه. خوست کې بنسټیز کار کول ډیر مشکل وو، نو ځکه ځیني وخت چارواکو کوښښ کاوه چې خپل ځان وساتي او د لویو او جنجالي پروژو تطبیق ته لاس ورنه وړي. په خوست کې قبایلي ستونزې هوارول یو لوی چیلنج و، هلته ځمکې له غاصبینو خلاصول یوه بله ننګونه او هلته بنسټیزې پروژې تطبیقول د اوسپنې نینې چیچل وو.
په خوست کې څو ډلې وې چې دا ستونزې یې جوړولې، لومړی ډله د خوست امنیتي سکتور کې ځیني خودسره مسؤلین و، چې همیش به یې توطیې او دسیسې جوړولې لکه چې ځینو والیانو ته یې جوړې کړې وې. ځیني د شخصي ګټو پلویان او مافیا وه. بله ډله به غاصبین وو، بله ډله باجګیران وو، چې اوبه یې خړولې، د دوی ګټه بیا د هیواد بیروني خلکو ته رسیده او دوی نه غوښتل چې په افغانستان کې ارامي راشي، پرمختګ راشي او خلک د یووالي او پر حکومت د باور طرف ته سوق شي.
په دی ټولو کی حکم خان حبیبی ډیر لشم، چالاک، دوکه باز او مفسد او غل و. زیښتیا هم چی جمهوریت د هغو ځوانو مدیرانو مشاوران والیانو او نورو له للاسه خراب شو چی د جوان سازی ترنوم لاندی مقرر شول دا که غنی غوره کړل که عبدالله دواړو سهو وکړه ځکه تجربه او پوهه او اخلاص یی ندرلود غله وو