تاند/سه شنبه د وږي ـ سنبلې ۴مه/ د راپورونو له مخې د هند حکومت د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي ته د سفر بلنه ورکړ وه، خو د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټې اجازې نه ترلاسه کولو له امله اخیستل شوې ده.
یو شمېر هندي رسنیو راپور ورکړی، چې نوی ډهلي لا هم هڅه کې دی، چې متقي ته د هند د سفر اجازه ترلاسه کړي.
ټاکل شوې وه، چې امیرخان متقي د روانې اوونۍ له ۲۷ مې تر ۲۹ مې هند سفر وکړي.
که څه هم هند ته د متقي د سفر بندیز په اړه د امریکا د فشار په تړاو څه نه دي ویل شوي، خو له دې وړاندې نوموړی پاکستان ته د امریکا د فشار او اجازې نه ترلاسه کولو له امله له سفر منع شو.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت پاکستان او اوس هند ته د متقي د سفر اجازې نه ترلاسه کولو له امله کوم دریځ نه دی روښانه کړی.
د امیرخان متقي نوم د امنیت شورا د بندیزونو نوملړ کې د ۱۹۸۸ پرېکړه لیک له مخې شامل دی.
که څه هم له دې وړاندې د امیرخان متقي په ګډون د طالبانو چارواکو بهرني سفرونه کړي دي، خو پاکستان او اوس هند ته د هغه د سفر اجازې نه ورکړې اصلي لامل نه دی روښانه شوی.