جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+د سيکولرزم بنياد چا ايښی؟‎

د سيکولرزم بنياد چا ايښی؟‎

لیکوال: مولانا وحیدالدین خان
ژباړه: رحمت شاه فراز
د مصر علامه قرضاوي د سيکولرزم په اړه بشپړ کتاب (اسلام او سيکولرزم) ليکلی دی، خو په دې کتاب کې يې د څېړنې ميتود او اسلوب دومره ماشومانه او غيرعلمي دی، چې انسان يې له دوو مخونو ډېر نه شي لوستی. علامه قرضاوي خپل بحث د سيکولرزم په لغوي تحقيق پيل کړی او له څو قاموسونو څخه يې د سيکولرزم د لغوي معنا په نقلولو هڅه کړې، چې دا وښيي، چې ولې سيکولرزم له اسلام سره په ټکر کې دی. خو د يوې پديدې د څېړلو لپاره دا تر ټولو کمزوری ميتود دی، چې د يوې کلمې لغوي معنا مخې ته ونيسو او بيا هغې معنا ته د خپل تعبير او تفسير په بنياد لکۍ او ښکرونه ورکړو.
د يادونې وړ ده، چې په دې برخه کې شاوخوا ټول هغه کتابونه چې زموږ دوديزو علماوو ليکلي دي، په همدغه ډول مغالطې ولاړ دي. مسئله دا نه ده، چې د‌ سيکولرزم لغوي معنا څه ده او ايا دغه معنا يې د اسلام له کوم اصل سره ټکر لري يا نه، بلکې اصلي مسئله دا ده، چې لومړی وګورو، چې ايا سيکولرزم خپل ځان د يوې مفکورې، عقيدې، نظريې او مذهب ځايناستی بولي او شته مفکورې له منځه وړي او که د بشري ژواندانه عمومي تابلو ته د کتلو بېله زاويه او مختلف ليدلوری دی؟ دغه خبره به نوره هم په ساده ټکو کې وکړو، چې ايا يو مذهبي انسان ته چې موږ سيکولر انسان وايو، دا په دې معنا ده، چې نوموړي خپل مذهب له لاسه ورکړی او ځای يې سيکولرزم نيولی او که يې معنا دا ده، چې مذهبي انسان د ژوندانه يا دنيوي ستونزو په اړه يو داسې دريځ نيولی چې سرچينه يې په مذهب کې نشته. زما په نظر او له روايتي علماوو پرته به ټول باخبره ملګري زما خبره تائيد کړي، چې سيکولرزم د بلې عقيدې ځايناستی يا له منځه وړونکی نه دی، بلکې يوازنۍ عقلي او عملي تګلاره ده، چې انسان يې د خپلې زمانې په مقابل کې خپلولی شي.
د تأبير النخل په حديث کې چې کله رسول الله صلی الله علیه وسلم دا خبره وکړه، چې «أَنْتُمْ أَعْلَمُ بأَمْرِ دُنْيَاكُمْ»، نو په اصل کې يې له غرب نه شاوخوا لس يوولس سوه کاله دمخه د سيکولرزم نظري او اصولي بنياد کېښوده او مسلمانانو ته یې يوه داسې تګلاره په لاس ورکړه، چې په معاصره دنيا کې د بريالي وجود يوازنۍ عملي تګلاره کېدی شي. زما پاسنی ټول بحث د همدې حديث په هکله زما په تفسير ولاړ دی او د سيکولرزم رښتونی تعريف په همدې حديث کې بيان شوی، چې نورې خبرې به په را روانو ليکنو کې ورباندې وکړو.
رحمت شاه فراز

سیکولرزم څه دی؟

 

1 COMMENT

  1. د مصر علامه قرضاوي د سيکولرزم په اړه بشپړ کتاب (اسلام او سيکولرزم) ليکلی دی، خو په دې کتاب کې يې د څېړنې ميتود او اسلوب دومره ماشومانه او غيرعلمي دی، چې انسان يې له دوو مخونو ډېر نه شي لوستی.
    وروڼو لطفا دقیق شی، کله چي لیکنه ماشومانه او غیر علمی وی ،انسان څنګه دوه مخه یی نشی لوستی ؟
    ۱- علامه قرضاوی ډیر تألیفات لری او منل شوی علمی مقام لری په اسلامی امت کی؛کوم چي معاصرو علماوو کی د ده همردیف به د ګوتو په شمیر وی او ددی جملاتو ویونکی سطحی ، غیر عادلانه او تحقیر آمیز الفاظ کارولی کوم چي د معتبرو علماوو د امت قابل تائید روش او ادب نه خالی دی .
    ۲- زموږ د اسلامی امت معتبرعلما په اقتداء د سلف صالح سره حتی اختلافی مسایلو کی هم د ادب او اخلاقو له ساحی نه وځی او د الله ج رضاء په اسلام او پیروی د رسول الله ص د امت په یووالی او قوت کی تعقیبوی .
    ۳- اوس یو شمیر کسان کله لیدل کیږی د عالم په نامه د شهرت لپاره یا کوم بل غرض و مرض یا نفاق لپاره پر معتبرو منل شویو علماوو د امت، تاخت و تاز ترویجوی ؛ کوم چي د ځان شرمولو پرته بل سود نلری او وایی : دوه مخه نه لوستل کیږی چي همدا د بی سوادی او عدم اهلیت ثبوت ورکوی ؛نور تاسی قضاوت وکړی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب