جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+راتلونکی د افغانانو په لاس کې ده‎

راتلونکی د افغانانو په لاس کې ده‎

  زلمی نصرت

“راتلونکی د افغانانو په لاس کې ده، نه د پردیو په کنفرانسونو کې”

د افغانستان د برخلیک په اړه  د اندېښنې څرگندول د هر افغان حق دی، هېڅ څوک او هیڅ ډله او زورواکی نه شي کولای٬ افغانان له دې طبیعي حق څخه محروم او بې برخې کړي٬ چې د خپل هیواد د راتلونکې په اړه خبرې وکړي.

 اوسنی وضعیت  ډېر پېچلی او نازک دی، نو اړینه ده چې وپوښتو٬ وڅیړو او د خلاصون ریښتینې لارې د وطن د ننه له ولسونو سره ولټوو، نه په پردیو غونډو٬ سمینارونو٬ ورکشاپونو٬ کنفرانسونو  او د پردیو په ژمنو او دفترونو کې.

د جمهوریت له نسکورېدو وروسته، هغه کسان چې له نظام سره تړلي وو، هڅې یې وکړې او لا هم کوي٬ چې د لویو قدرتونو لکه امریکا٬ انگلستان٬ فرانسې٬ روسیه٬ هند او ځنو نورو اروپایې هیوادونو ملاتړ ترلاسه کړي، خو ډیر ژرڅرگنده شوه٬ چې نړیوال خپلې نورې گتې او لومړیتوبونه لري.

  کله چې هیلې یې بې پایلې شوې٬ بیا یې پام د گاونډیانو٬ په ځانگړې توگه ایران او پاکستان٬ لور ته واوښت.

اوس کوم کنفرانس چې په راتلونکې اونې کې په اسلام اباد کې جوړیږي٬ د همدې لړۍ دوام دی٬ چې ورته د افغانستان د سولې٬ ثبات٬ استحکام او د طالبانو ضد څېرې  را بلل شوې دي؛ داسې کسان چې په خپلو سیمو کې د ولس ملاتړ پریږده٬ چې حتی شپه هم نشي تیره ولی.

 د ولس پر ځواک او مټو د باور پر ځای پر پردیو د نیمو لاړو پر «انډیوالانو» تکیه چې تل پاتې نه دي٬ د وخت٬ زمان او د افغانستان د واقعیتونو اړتیاوو ته ځواب نه شې ورکولی.

د هېواد د کړکېچ حل یوازې د خلکو پر باور، د کورنیو امکاناتو پر کارولو او د ملي خبرو اترو پر پایلو ممکن دی.

 افغانان باید ومني چې د خپل برخلیک اصلي واکمنان دي، او د بهرنیانو د مرستې په تمه نور نه شي کېناستلی٬ نه هم د پردیو په لاس او قلم جوړو شویو نسخو باندې باور لري.

ښاغلي زلمی خلیلزاد د اسلام اباد د کنفرانس په هلکه وايي٬ چې دا کنفرانس د وطن‌پالو لپاره نه دی؛  موږ ور سره موافق یو٬ ځکه چې ریښتیا هم٬ کوم کنفرانسونه چې په پردیو هیوادونو کې جوړ شوی ٬ د افغانستان د ملي گټو سره یې هم غږي نه ده کړې.

 په دې حساب باید هیر نکړو:

هغه وخت چې جهادې مشران سپینې ماڼۍ ته بلل کیدل او خلیلزاد یې ترجمان و٬ کوم د وطن پالنې نښې یې لرلې؟ د پېښور جهادي شورا، د بن کنفرانس٬ یا کومې غونډې چې د بهرنیانو په دفترونو کې کیدې او کیږې٬ او د اووگونو او اتگونو ملاتړ چې لویدیځ یې کاوه٬ کومې د وطن‌پالنې نښې درلودې ؟ او بیا ولې د دوحې له تړونه څخه سر ټکوو؟.

تیر تاریخ ته په کتو٬ موږ ټول تېروتنې کړې دي، او د وطن عزت ته مو زیان رسولی دی.

 اصلي اړتیا دا ده چې افغانان په خپله خاوره دننه د خپلو برخلیکونو په اړه سره کښېني او بحث وکړي.

 تر څو چې د ولس دننه گډې ارادې ته تکیه و نه شي، هېڅ بهرنی کنفرانس به د وطن د ژغورنې لار پیدا نه کړي.

 که زره د وجدان خاوندان وي٬ د اسلام اباد د کنفرانس گډونوال باید دغه کنفرانس تحریم کړي او د گډون څخه ډډه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب