جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهد امریکا د لاټرۍ ارزښت ۷۵۰ میلیون ډالرو ته ورسېد. ګټونکی به...

د امریکا د لاټرۍ ارزښت ۷۵۰ میلیون ډالرو ته ورسېد. ګټونکی به یې بله اوونۍ څرګند شي

تاند (سې شنبه، د وږي/ سنبلې ۴ مه) د امریکا د پاوربال لاټرۍ د جایزې ارزښت تر ۷۵۰ میلیون ډالرو واوښت ــ دا د دې لاټرۍ په تاریخ کې لسمه ستره جایزه بلل کېږي.

د دې لاټرۍ د جایزې ارزښت وروسته له هغې دې حد ته ورسېد چې د وروستۍ پچې اچونې په ترڅ کې یې ګټونکی له دې کبله څرګند نه شو چې هیچا د ګټونکې لاټرۍ نه وه اخیستې.

که هر چا دا جایزه وګټله د هغه لاس ته به د مالیاتو له پرې کېدو وروسته د دې پیسو ډېره کمه برخه ورسېږي.

د شنبې په شپه د بریا شمېرې (۱۱، ۱۴، ۳۴، ۴۷، ۵۱ او د پاوربال شمېر ۱۸) سره هېڅ ټکټ برابر نه و، نو له همدې امله جایزه یو ځل بیا د دوشنبې شپې تر بل پړاوه پورې لوړه شوه.

که د دوشنبې په ډرا یا پچه اچونه کې یو ټکټ له ټولو شمیرو سره برابر شي، ګټونکی به د ۷۵۰ میلیون ډالرو جایزه ترلاسه کړي چې په ۳۰ کلونو کې د کلنیو قسطونو په بڼه ورکول کېږي، یا به په یو وار د ۳۳۸.۶ میلیون ډالرو نغدو پیسو د ترلاسه کولو انتخاب وکړي ــ چې ډېر عام انتخاب دی.

که ګټونکی د نغدو پیسو انتخاب وکړي، د ۲۴ سلنې فدرالي مالیې له ورکولو وروسته به یې ګټه یوازې ۲۵۷.۳ میلیون ډالره شي.

سربېره پر دې، ګټونکی به د فدرال د لوړې مالیې (۳۷٪) تابع شي، چې نغدې پیسې به یې یوازې ۲۱۳.۳ میلیون ډالرو ته راټیټې کړي.

که ګټونکی دا انتخاب کړي چې پیسې دې په کلني ډول په قسطونو ورکړل وشي، د ۷۵۰ میلیون ډالرو جایزه به په ۳۰ قسطونو کې ورکړل شي، چې د هر کال منځنۍ اندازه یې ۲۵ میلیون ډالره ده، خو د مالیاتو له پرې کولو وروسته به دا یوازې ۱۵.۷ میلیون ډالره پاتې شي.

برسېره پر دې، ګټونکي ښایي د ایالتي مالیې تابع هم وي، چې د نیویارک په څېر ایالتونو کې تر ۱۰.۹٪ پورې رسېږي، خو په کلیفورنیا او ټکساس کې بیا ۰٪ ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب