جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهد ترکیې د ترانسپورت وزیر د ۲۲۵ کیلومتره چټک موټر چلولو له...

د ترکیې د ترانسپورت وزیر د ۲۲۵ کیلومتره چټک موټر چلولو له کبله جریمه شو

تاند (سې شنبه، د وږي/ سنبلې ۴ مه) د ترکیې د ترانسپورټ وزیر عبدالقادر اورال اوغلو، له دې کبله جریمه شو چې یوې خپرې شوې ویډیو څرګنده کړه یې چې نوموړی په ساعت کې په ۲۲۵ کیلومتره سرعت (د قانوني حد شاوخوا دوه برابره) موټر چلوي.

اورال اوغلو ویلي چې هغه مهال چې په دې سرعت روان و، «د ترکیې له پلازمېنې انقرې،  دباندې یې د لویې لارې وضعیت ارزاوه.»

دا ویډیو په اصل کې د ترکیې د زېربنايي پروژو د ستاینې په اړه په اړه د ولسمشر رجب طیب اردوغان د وینا له یوې برخې او له ترکي موسیقۍ سره یوځای د اورال اوغلو په ټولنیزو شبکو کې خپره شوې وه.

اورال اوغلو د ۲۸۰ ډالرو معادل جریمه شوی دی. هغه وروسته له خلکو څخه بخښنه وغوښته.

تېر کال په ترکیه کې تر شپږ زره زیات کسان د ترافیکي پېښو له امله مړه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب