جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهاندونیزیا د افغانستان د کتابتونونو په دیجټلي کېدو کې مرسته کوي

اندونیزیا د افغانستان د کتابتونونو په دیجټلي کېدو کې مرسته کوي

تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۳ مه) د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت اعلان کړی چې اندونیزیا چمتو ده د افغانستان د کتابتونونو د ډیجیټل کېدو لپاره لازم تخنیکي تجهیزات برابر کړي؛ داسې ګام چې د افغانستان د کلتوري مرکزونو د عصري کېدو په لور لومړۍ هڅه ګڼل کېدلی شي.

، د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې اندونیزیا غواړي د افغانستان د کتابتونونو د ډیجیټل کېدو په برخه کې تخنیکي مرستې وړاندې کړي.

د خبرپاڼې له مخې، د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزیر خیرالله خیرخواه، د اندونیزیا د سفارت له شارژدافېر «نندا ایوالیست» سره په کتنه کې د کلتوري همکاریو د پراخېدو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې کابل هیله لري اندونیزیا نه یوازې په عامه کتابتونونو، بلکې د افغانستان په موزیمونو او ملي آرشیف کې هم رول ولوبوي.

د اندونیزیا د سفارت شارژدافېر په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلتوري همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی او اعلان یې کړی چې په نژدې راتلونکي کې به افغانستان ته د بېلابېلو کتابونو یوه ټولګه ډالۍ کړي.

خو په خبرپاڼه کې دا روښانه شوې نه ده چې ایا د ډیجیټل کولو دغه پروژه یوازې د کابل کتابتونونو ته ځانګړې شوې ده او که د ولایتونو عامه کتابتونونو ته هم غځېږي.

یوه ځانګړي کمېسیون، چې د طالبانو له لوري جوړ شوی، تر اوسه زرګونه جلده تاریخي، علمي، کلتوري او ټولنیز کتابونه راټول کړي او پر ځای یې مذهبي کتابونه وېشلي دي.

افغانستان په وروستیو کلونو کې فرهنګي او علمي سرچینو ته د لاسرسي له کړکېچ سره مخ دی. د کابل عامه کتابتونونه، چې د دې هېواد د کتابونو له مهمو ساتنځایونو ګڼل کېږي، د معاصرو امکاناتو او ډیجیټلي سیستمونو د نشتوالي له امله د منابعو په ساتنه او مدیریت کې له جدي ستونزو سره مخامخ دي.

د کتابتونونو ډیجیټل کېدل، چې علمي او فرهنګي سرچینو ته اسانه او پراخ لاسرسی برابرولی شي، د افغانستان د کلتور د برخې له اساسي اړتیاوو څخه شمېرل کېږي.

1 COMMENT

  1. YOUCAN FIND ANY BOOK ABOUT SCIENCE/CHEMISTRY/PHYSICS BIOLOGY/BIOCHEMISTRY/MATHEMATIC/GEOLOGY/ECINOMIC TO BECOME DIGITAL?
    SCHOOLS NESAB IS FILTERED BY PAKISTAN.
    ONLY LILA MAJNOON/MULA NASRUDDIN/ AND SOME MORE PAKI IRANI CAN SEE IN TEMOORSHAHEE SREEET
    WHAT YOU SHOULD MAKE DIGITALI
    BY BY EDUCATION

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب